اقتصاد

د اېم اېل-۱ ساختماني کار په کراچۍ کې د بې وزلو تګ راتګ محدودوي

د زرک خان لخوا

د اېم اېل-۱ د اورګاډي پټلۍ په دواړو اړخونو باندې د دېوالونو جوړولو د کراچۍ په مختلفو سيمو کې د ۱۰۰۰۰۰ څخه د زیاتو اوسیدونکو تګ راتګ محدود کړی دی. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د اېم اېل-۱ د اورګاډي پټلۍ په دواړو اړخونو باندې د دېوالونو جوړولو د کراچۍ په مختلفو سيمو کې د ۱۰۰۰۰۰ څخه د زیاتو اوسیدونکو تګ راتګ محدود کړی دی. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

فعالان وايي، په مېن لاین-۱ (ML-1)، چې د پاکستان د اورګاډي یوه لویه پروژه ده، کې کار د کراچۍ د ټیټ عاید لرونکو سیمو د اوسېدونکو تګ راتګ محدودوي.

د اېم اېل-۱ پروژې موخه د کراچۍ، پېښور او د ټيکسلا او حویلیاں ترمنځ د ۱۸۷۲ کلومیټره اورګاډي پټلۍ ډبل کول او اپ ګریډ کول دي.

د ریل پټلۍ دا لويه پروژه د ډېرو معاهدو څخه ده چې اسلام آباد د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک)، چې ​د چین د یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی)​ پاکستانۍ برخه ده، چې د یو کمربند یوې لارې (اوبور) په نوم هم پیژندل کیږي، په چوکاټ کې د بیجینګ سره لاسلېک کړي دي.

د کراچۍ په څو سیمو، لکه کیماري او شیرین جناح کالونۍ کې پاکستاني چارواکو د اېم اېل-۱ پروژې د ریل پټلۍ په شاوخوا کې دېوالونه جوړ کړي دي چې هدف یې د چین په مالي مرسته پروژې له تخریب څخه ساتل دي.

د کراچۍ سیاسي مشران د فبرورۍ په میاشت کې د تېلو او نورو اجناسو د بیو د لوړیدو په ضد احتجاج کوي. اقتصاد پوهانو خبرداری ورکړی چې د اېم اېل-۱ پروژې عملي کولو لپاره له چین څخه د قرض اخېستل د پاکستان اقتصادي بحران نور هم خرابولی شي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د کراچۍ سیاسي مشران د فبرورۍ په میاشت کې د تېلو او نورو اجناسو د بیو د لوړیدو په ضد احتجاج کوي. اقتصاد پوهانو خبرداری ورکړی چې د اېم اېل-۱ پروژې عملي کولو لپاره له چین څخه د قرض اخېستل د پاکستان اقتصادي بحران نور هم خرابولی شي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د اېم اېل-۱ ریل پټلۍ دواړو خواوو ته د دېوالونو جوړولو د کراچۍ په مختلفو سيمو کې د ۱۰۰۰۰۰ څخه د زیاتو اوسیدونکو تګ راتګ محدود کړی دی.

په شیرین جناح کالونۍ کې یو ټولنیز فعال جواد رحمان وویل، "اوسیدونکي، په ځانګړې توګه مشران، ناروغان، ښځې او ماشومان، د نیم میل لپاره پيدل مزل کوي کله چې نويو جوړ شويو دیوالونو اصلي سړکونو ته د لاسرسي لپاره د هغوی د معمول لارې بندې کړي."

هغه زیاته کړه، د اېم اېل-۱ پروژه د کراچۍ له ګڼو مېشتو سیمو څخه تېرېږي او له دې امله دغه سیمې د ترهګريزو بریدونو له خطر سره مخ کوي.

رحمان پاکستان فارورډ ته وویل، "وسله وال کولی شي په پروژه باندې د چین سره د اړیکو له امله برید وکړي، چې دا هغه خلکو ته هم زیان رسولی شي چې د ریل پټلۍ ته نږدې ژوند کوي."

د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې، د بلوچستان صوبايي محکمې پاکستاني چارواکو ته د چینايي کارګرانو د ساتنې لپاره د ګوادر بندر په شاوخوا کې د کانټا تار د لګولو مخه ونیوله​​، وروسته له هغې کله چې ځایي خلکو احتجاج وکړو چې دا باړ به د ځایي اوسیدونکو تګ راتګ له خنډ سره مخ کړي او کب نيونکي به سمندر ته د لاسرسي ځایونو ته له ورتلو څخه منع کړي.

په دې وروستیو کلونو کې، د ګوادر ځایي خلکو د "ګوادر ته خپل حق ورکړئ" کمپاین تر لاندې څو مظاهرې وکړې، او غوښتنه يې وکړه چې د سیمه ایزو او چینایي کښتیو لخوا په ژور سمندر کې د غیرقانوني کب نیولو او د سي پېک د پروژو لپاره په امنیتي پوسټونو کې د ځایي خلکو د ځورونې مخه ونیسي.

د چین مخ په زياتيدونکی قرضې

د اېم اېل-۱ پروژې د چین د لویې قرضې په اړه هم اندېښنې راپورته کړې دي.

ډان ورځپاڼې​ د اپرېل په ۱۱مه راپور ورکړو​ چې پاکستان تېره میاشت له چین څخه وغوښتل چې د ۱۰ ملیارده ډالرو اېم اېل-۱ پروژې د لومړي پړاو پلي کولو پروسه ګړندۍ کړي لکه څنګه چې مخکې په تېر نومبر کې موافقه شوې وه.

خو اقتصاد پوهانو او چارواکو خبرداری ورکړی چې د اېم اېل-۱ پروژې د پلي کولو لپاره له چین څخه د لا زیاتو قرضو اخېستل ​د پاکستان روان اقتصادي بحران لا پسې خرابولی شي​.

فایننشل ټایمز (اېف ټي) د جنورۍ په ۴مه راپور ورکړو​، پاکستان، چې د قرض ورکوونکو نه يې بهرنۍ قرضه شاوخوا ۱۰۰ ملیارده ډالره اخېستې ده، د بهرنیو اسعارو په زیرمو کې د کمي له امله د ډیفالټ کیدو له خطر سره مخ دی.

د چین دولتي قرض ورکوونکي اسلام آباد ته ترټولو لوی قرض ورکوونکي دي، چې نږدې ۳۰ ملیارده ډالره قرض يې پاتې دی.

عابد حسن، چې یو اقتصاد پوه او د نړېوال بېنک پخوانی سلاکار دی، د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې اوس مهال د اېم اېل-۱ پروژه وځنډوي.

د فايننشل ټايمز په وینا، هغه وویل، پاکستان باید عامه سرمايه کاري وځنډوي که چېرې دا په روپیو کې عاید تولیدوي خو د بهرنیو اسعارو په قرض سره تمویل کیږي.

رویټرز راپور ورکړو چې د فبرورۍ په میاشت کې امریکایي چارواکو دا هم وویل چې دوی د پاکستان لخوا چین ته د قرض ورکولو په اړه اندېښمن دي.

د رویټرز له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکار ډیریک شولی له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنې وروسته په اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل، "موږ نه یوازې په پاکستان، بلکې د نړۍ په نورو ځایونو کې د چینايي قرضو او یا د چین د قرضو په اړه د خپلو اندېښنو په اړه ډېر روښانه یو."

هغه وویل، واشنګټن به له پاکستان څخه ونه وغواړي چې د متحده ایالاتو او چین ترمنځ انتخاب وکړي، خو له چین سره د نږدې اړېکو د "خطرونو" په اړه خبرداری ورکوي.

هغه زیاته کړه، متحده ایالات له پاکستان سره کار کوي چې له دې سره د اقتصادي بحران څخه په وتلو کې مرسته وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 3

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

همدا حال د کراچۍ سرکلر ریلوی دی، چېرې چې تقريباََ ٪۸۰ جوړښت یې له منځه تللی او یا هم شتون نه لري، او ښاغلي شیخ رشید د مخکې نه د دې پروژې پرانسته کړې ده. کېدی شي اورګاډی د هغه د "لال حويلي" (سور کور) څخه پېل شي. تر ټولو بده خبره دا ده چې په شمال ناظم آباد کې د میټرک بورډ د دفتر مخې ته، دوی د کراچۍ سرکلر رېلوې لاره په مکمله توګه نظرانداز کړې ده او هغه ځای یې بند کړی دی. نه هلته انډر پاس شته او نه دوی د اورګاډو لپاره اوور هېډ رېل روډ جوړ کړی دی. داسې ښکاري چې دا یوه مړه پروژه ده.

ځواب

د پرمختيايي پروژو په نوم د عامو خلکو د ټيټو طبقو لپاره ستونزې پيدا کول د حکومت د معمول چلند دی. په کراچۍ کې د ګرين بس ټرېک جوړولو چارې لا هم له تېرو شلو کلونو راهيسې روانې دي. په دغه موده کې د شاوخوا سړکونو حالت ډېر خراب دی. پداسې حال کې چې په ډېرو ځایونو کې جوړ شوي پیاده پلونه لرې شول، چې د سړکونو په تېرېدو کې د پیاده خلکو لپاره د ستونزو لامل کیږي. سربېره پردې، ګاډي مجبوراََ اوږده لار غوره کوي چې په پایله کې په غلط لورې د اوږد وخت لپاره سفر کوي. له بده مرغه، د ټرېفیک انجینرۍ څانګه چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې جوړ شوې وه لاهم ناکامه ښکاري.

ځواب

امریکا او متحدین یې د پاکستان پرمختګ نه شي لیدلی. دا د نړۍ په کچه د پلانونو د پلي کولو لاره ده. د ګړندیو اورګاډو د جوړولو لپاره باید په ریل پټلۍ کې عامه شتون ودرول شي. د خوندیتوب د دېوالونو پرته اوسني ورو اورګاډي د ډېرو پېښو سبب ګرځي. دا مقاله د دښمن هېواد د اجنډې ملاتړ کوي. یو جاهلانه اقدام.

ځواب