زده کړه

کورنۍ د لوڼو د زده کړې په خاطر افغانستان پریږدي

د احسان الله لخوا

د افغان سکول جينکۍ د مارچ په ۳۰مه د کابل په څنډه کې په پغمان ضلعه کې د سړک په اوږدو کې په باران کې ګرځي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغان سکول جينکۍ د مارچ په ۳۰مه د کابل په څنډه کې په پغمان ضلعه کې د سړک په اوږدو کې په باران کې ګرځي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل – ډېرې افغان کورنيو چې د سکول عمر لرونکي ماشومان لري خپل وطن د خپلو لوڼو د زده کړې لپاره پریښودی او یا یې د پریښودو په اړه فکر کوي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د جينکو سکولونه بند دي.

ځینو کورنیو سلام ټایمز ته وویل چې دوی د کډوالۍ له ستونزو سربېره له هېواده وتلي، په داسې حال کې چې نورو وویل چې دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره ووځي.

احمدشاه سخي زاده، چې اوس د پاکستان په مرکزي ښار اسلام آباد کې اوسیږي، وويل، "هغه د خپلو لوڼو د راتلونکي لپاره افغانستان پریښودو، ترڅو دوی خپلو زده کړو ته دوام ورکړي".

سخي زاده سلام ټایمز ته وویل، هغه ډېرې هیلې لري چې لوڼې یې، چې اوس په اووم او نهم ټولګي کې دي، په پای کې به وکولای شي په طبي او مالي برخو کې د مسلکي دندې لپاره وړتيا ولري.

"خو دوی د ۲۰۲۱ کال د اګست د مياشتې وروسته په کور کې بند پاتې وو." "اوس چې په افغانستان کې د جينکو سکولونه بندي شوي، زه اړ شوم چې پاکستان ته کډه وکړم."

هغه وويل، "ما خپل کور، موټر او خپل ټول شيان په افغانستان کې په ټيټه بيه وپلورل چې د کډوالۍ ډېر لګښتونه پوره کړم." "دا ډېره د خپګان خبره ده."

د کابل اوسېدونکي شکېب منصوري چې درې لوڼې لري، سلام ټایمز ته وویل چې د دوی په خاطر یې له افغانستانه د وتلو پرېکړه کړې ده.

هغه وويل، "موږ هيله من وو، چې د روان کال په پېل کې به د جينکو سکولونه پرانيستل شي او زما لور به وکولای شي ګډون پکې وکړي." "که څه هم، موږ اوس هېڅ امید نه لرو."

منصوري وویل چې د هغه درې لوڼې د ۲۰۲۱ کال د اګست څخه مخکې په اتم، لسم او يوولسم ټولګیو کې وې خو نور نشي کولی سکول ته لاړې شي.

هغه وويل، "زما په کورنۍ کې هر يو کس تعليم يافته دی، او موږ ټول د زده کړې ارزښت او اهميت پيژنو." له همدې امله موږ پریکړه وکړه چې هېواد پریږدو او داسې ځای ته لاړ شو چې زما لوڼې په کې زده کړې وکړي."

د کابل اوسېدونکې فرشته یعقوبي هم پرېکړه کړې چې د خپلو لوڼو د راتلونکي لپاره افغانستان پرېږدي، هغې سلام ټایمز ته وویل.

يعقوبي وويل، "زما لور په دولسم ټولګي کې وه او يونيورسټۍ ته به تللې وه، او زما بله لور په لسم ټولګي کې وه او بايد تر دې دمه يې د هايي سکول تعليم بشپړ کړی وی." "که څه هم، دوی نشي کولی خپلو زده کړو ته دوام ورکړي."

د دوی د نفسياتي روغتیا او هوساینې په اړه د اندیښنې له امله -- دواړه زده کړو ته د دوام ورکولو لپاره د خپل توان د نشتوالي له کبله خورا زيات اغيزمن شوي -- یعقوبي خپل کور په ۱.۲ ملیون افغانیو (۱۳۹۰۰آمريکايي ډالرو) خرڅ کړو ترڅو یو لویدیځ هېواد ته د کډوالۍ لګښت پوره کړي.

هغې وویل، "موږ د اړتیا له مخې هېواد پریږدو، او دا یوه اسانه پریکړه نه ده."

د نه جبران وړ ویجاړتیا

په کابل کې د مدني ټولنې فعال رحیم الله میرزايي سلام ټایمز ته وویل، جينکۍ د زده کړو له دوام څخه منع کول به راتلونکي نسلونه له بنيادي تعليم او نورو مهارتونو څخه محرومه کړي، چې په ټولنه به پراخې اغیزې ولري.

هغه وويل، "له زده کړو څخه د جينکو محرومېدل په دې معنا دي چې په څو کلونو کې به موږ ښځينه پروفيسرانې، ښځينه ډاکټرانې، نرسانې او يا په نورو برخو کې ښځې ونه لرو."

"دا به د ټولنې لپاره یوه لویه ننګونه وي."

میرزايي وویل، "موږ ولیدل چې په تېر یو نیم کال کې ګڼ شمېر افغانان د جينکو د سکولونو د تړل کېدو له امله له هېواده وتلي دي." هغه یادونه وکړه چې ډېر یې د کډوالۍ په هڅه کې له ستونزو او حتی مرګ سره مخ شوي دي.

په ترکیه کې مېشت د يونيورسټۍ ليکچرار فهیم چکري سلام ټایمز ته وویل، "ښځې د افغان ټولنې نیمه برخه ده. "د جينکو پر زده کړو بندیز د هېواد اقتصاد او ټولنیز حالت ته نه جبرانېدونكى زیان رسوي."

چکري وویل، د هغو کورنیو وتل چې له افغانستان څخه د دې لپاره ځي چې لوڼې يې سکولونو ته لاړې شي "د هېواد د تعليمي نظام لپاره ښه نه ده."

هغه زیاته کړه، "د جينکو په سکولونو پرله پسې بندیز به زموږ د ټولنې لپاره یو لوی خنډ وي" او په اوږد مهال کې به جدي ټولنیزې اغیزې ولري.

په کاناډا کې د بشري حقونو مدافع دیما هیرم، چې له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې زده کړو ته د جينکو د لاسرسي د ښه کولو لپاره هڅې کوي، وویل، د افغانستان اوسنی وضعیت د "مایوسۍ وړ" دی.

هغې سلام ټایمز ته وویل، "ډېرې افغان کورنۍ د خپلو لوڼو د راتلونکي لپاره له هېواده وتلي دي ځکه چې دوی نه غواړي چې د دوی لوڼې او ښځینه خپلوانې په وېره او بې باورۍ کې ژوند وکړي."

هغې وویل، "داسې ښکاري چې نړېوالې ټولنې په تېر کال کې د ۲۰ میلیونو افغان جينکو او ښځو ستونزې او کړاوونه هېر کړي دي." هغې زیاته کړه، دا "د سپکاوي" خبره ده چې ښځې باید په ۲۱مه پېړۍ کې د خپلو بنيادي حقونو غوښتنه وکړي.

د اروین انلاین سکول پرنسپل سید بشیر طارق د جينکو د سکولونو په تړل کېدو سخته اندېښنه وښوده او ویې ویل چې د دې وضعیت په اړه د احساساتو د بیانولو لپاره کافي الفاظ نه لري.

طارق وویل، "د افغان ټولنې نږدې نیمایي برخه له ښځو جوړه ده، او له شپږم ټولګي څخه د پورته جينکو نشتوالی به څو نسلونه دې ته اړ کړي چې بې سواده او له زده کړو څخه لرې پاتې شي."

"دا به زموږ د ټولنې لپاره یوه لوه صدمه وي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500