امنیت

په سوریه کې د امریکا په برید کې په اروپا د داعش د بریدونو پلان جوړونکی ووژل شو

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

یو سړی د هغه ځای معاینه کوي چېرې چې د جولای په ۱۲مه د سوریې په شمال کې د جندیرس سره خلتان کلي ته نږدې د متحده ایالاتو بې پیلوټه الوتکې د داعش مشر مهیر الغال ووژلو. [رامي السید/ای اېف پي]

یو سړی د هغه ځای معاینه کوي چېرې چې د جولای په ۱۲مه د سوریې په شمال کې د جندیرس سره خلتان کلي ته نږدې د متحده ایالاتو بې پیلوټه الوتکې د داعش مشر مهیر الغال ووژلو. [رامي السید/ای اېف پي]

په سوریه کې د امریکا په برید کې د ترهګرو یو سينير مشر وژل شوی دی.

د متحده ایالاتو پوځ تېره هفته په سوریه کې یو "یو اړخیز برید" ترسره کړو چې په اروپا کې د بریدونو پلان کولو مسؤل "د عراق او سوریې د اسلامي دولت" (داعش) یو سينير مشر یې ووژلو.

د امریکا د پوځ مرکزي کمانډ (سېنټکوم) وویل، د اپرېل په ۳مه د سوریې په شمال لویدیځ کې په برید کې د داعش یو سينير مشر خالد عید احمد الجبوري ووژل شو.

په راپور کې ویل شوي، الجبوري "په اروپا کې د (داعش) د بریدونو د پلانولو مسؤل و."

هغه "د داعش لپاره د مشرتابه جوړښت هم رامینځته کړو." په راپور کې يادونه شوې چې د هغه مرګ به "په عارضي توګه د بهرنیو بریدونو د پلانولو لپاره د دغه سازمان وړتیا ګډوډه کړي".

په بيان کې د الجبوري د وژل کېدو ځای نه دی په ډاګه شوی.

خو د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې په وينا، الجبوري د ادلب په شمال لویدیځ صوبه کې وژل شوی چې زياتره د مخالفینو او افراطي ډلو تر کنټرول لاندې ده.

په بيان کې ویل شوي چې هغه د بې پیلوټه الوتکې په برید کې هغه وخت ووژل شو کله چې یې په ټیلیفون خبرې کولې او کله چې له هغه ځای بهر ووتلو چېرته چې هغه اوسېدو.

د څارونکو په وینا، الجبوري چې ځان یې سوریایي ظاهر کړی و، څه دپاسه دوه هفتې وړاندې په سیمه کې پناه غوښتې وه.

امریکايي ځواکونو په وروستیو کلونو کې د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (اېس ډي اېف) په ګډون د ملګرو ځواکونو ترڅنګ ​په سوریه کې د داعش د مشرانو په نښه کولو لپاره یو لړ عملیات ترسره کړي دي​.

یو دوامداره ګواښ

وروستی برید په داسې حال کې وشو چې په سوریه کې د داعش بريدونه د خلکو وژلو ته دوام ورکوي.

دغه څارونکې ادارې وویل چې دوی د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې د سوریې په هغو سیمو کې چې د کردانو د خودمختاره ادارې تر کنټرول لاندې دي، د بریدونو او چاودنو په ګډون د داعش ۴۶ عملیات ريکارډ کړي دي.

په بيان کې ویل شوي، چې په دې بریدونو کې د پنځو ملکي وګړو په ګډون ۳۳ کسان وژل شوي دي.

د سوریې په ختیځه دښته (بادیا) کې، داعش په ښکاريانو باندې وحشیانه بریدونو ته دوام ورکړی، چې تر اوسه یې په دې موسم کې تر ۱۵۰ زیات کسان وژلي دي.

د څارونکو په وینا، د ځینو پکې مرۍ پرې شوي، پداسې حال کې چې نور تښتول شوي او بیا وژل شوي، او تیره هفته د دوی څلور پریښودل شوي لاشونه وموندل شول.

په عراق کې د پولې په اوږدو کې، عراقي پوځ د مارچ په میاشت کې د هېواد په لویدیځ او ختیځ کې د داعش پر څو پټنځایونو بریدونه وکړل، چې د بهرنیو جنګیالیو او د دې ډلې د مشرانو په ګډون ګڼ شمیر افراطیان یې پکې ووژل.

عراقي چارواکو او نورو سرچینو وويل​​چې داعش کمزوری شوی او پيسې نه لري، خو بیا هم ېو خطر دی​​ځکه چې دا ملکي وګړو ته د زیان رسولو توان لري.

د سېنټکوم قوماندان جنرل مایکل "ایرک" کوریلا په یو بیان کې وویل، "داعش لا هم د سیمې او نړۍ لپاره یو ګواښ دی."

کوریلا وویل، "که څه هم دا ډله کمزوري شوي، خو د دې توان لري چې په سیمه کې عملیات ترسره کړي او غواړي چې د منځني ختیځ څخه بهر برید وکړي."

داعش په وروستیو کلونو کې په اروپا کې د ګڼ شمېر وژونکو بریدونو پړه منلې ده، چې پکې د ۲۰۱۵ کال د نومبر په میاشت کې په پاریس او د هغې په څنډو کې هغه برید شامل دی چې ۱۳۰ کسان پکې وژل شوي ول. پدې کې د ۲۰۱۶ کال د جولای په میاشت کې د فرانس په نیس ښار کې يو بل بريد هم شامل دی چې ۸۶ کسان پکې وژل شوي ول.

په همدې کال کې په بلجیم کې درېیو ځانمرګو بریدونو تر ۳۰ ډېر کسان ووژل.

د ۲۰۱۷ کال په اګست کې، په بارسلونا او د هسپانیا په نورو ځایونو کې په هغه بریدونو کې ۱۶ کسان ووژل شول چې داعش يې ادعا کړی وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500