امنیت

ښخ شوي تلیفونونه، رشوتونه او ويره: د روسیې تر اشغال لاندې ژوند

د دیمتري زاکس لخوا (ای اېف پي)

یوه اوکراینۍ ښځه د نومبر په ۵مه په زاپوریژهیا کې له خپلې کورنۍ سره په موټر کې ناسته ده وروسته له هغه چې دوی د روسیې له خوا د روسیې له اشغال شوې سیمې خرسون څخه په تېښته کې بریالي شول. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

یوه اوکراینۍ ښځه د نومبر په ۵مه په زاپوریژهیا کې له خپلې کورنۍ سره په موټر کې ناسته ده وروسته له هغه چې دوی د روسیې له خوا د روسیې له اشغال شوې سیمې خرسون څخه په تېښته کې بریالي شول. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

زاپوریژهیا، اوکراین -- یوې جوړې خپل تلیفونونه په باغ کې ښخ کړل ترڅو د روسیې یرغلګر د دې له ترلاسه کولو څخه منع کړي.

نورو خپل موټرونه پرېښودل او یا یې رشوت ورکړو ترڅو روسي سرتیري هغوی ته اجازه ورکړي چې د اوکراین تر واک لاندې ځمکې ته لاړ شي.

او ډېرو نورو د اوکراين په جګړه ځپلي سوېل کې د خرسون او د هغې په ګاونډ کې د زاپوریژهیا سيمې د نويو واکمنانو له کبله خپل کاروبارونه او کورونه له لاسه ورکړل.

د اشغال لاندې د هغو کسانو د ژوند حالات چې په تېښته کې بریالي شول< په بشپړه توګه د ويرې او د سرتېرو او کرملین ګمارل شويو سرغړونو ته د تابع کېدو کيسه بيانوي.

اوکرایني سړي د ای اېف پي خبري اژانس سره خبرې کوي وروسته له هغه چې دوی د نومبر په ۵مه په زاپوریژهیا کې د روسیې له اشغال شوې سیمې خرسون څخه په تېښته کې بریالي شول. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

اوکرایني سړي د ای اېف پي خبري اژانس سره خبرې کوي وروسته له هغه چې دوی د نومبر په ۵مه په زاپوریژهیا کې د روسیې له اشغال شوې سیمې خرسون څخه په تېښته کې بریالي شول. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

یو اوکراینی سرتیری د اکتوبر په ۳۱مه له مایکولایف څخه بهر د خرسون په سيمه کې په يو سرحدي کلي کې له یو ملکي وګړي سره خبرې کوي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

یو اوکراینی سرتیری د اکتوبر په ۳۱مه له مایکولایف څخه بهر د خرسون په سيمه کې په يو سرحدي کلي کې له یو ملکي وګړي سره خبرې کوي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

روسیې د سپتمبر په میاشت کې د اوکراین په هغو څلورو سیمو کې مارشل لا نافذ کړی او ارتباطات یې کم کړي دي کومې چې یې د خپلې سيمې په توګه اعلان کړي.

هېڅ یوه سيمه د کرملین د بشپړ کنټرول لاندې نه ده، او په ټولو سيمو کې په دریمه میاشت کې د اوکرایین لخوا نیول شویو ځمکو ته د بېرته راګرځولو لپاره سخته جګړه روانه ده.

د روسیې تر ولکې لاندې سیمو ته د خپلواکو رسنیو د لاسرسي نشتوالی د دې کیسو په خپلواکه توګه تاییدول تقریباً ناممکن کوي.

خو هغه دريځ چې دوی یې وړاندې کوي په اسانۍ سره د دوی د کورنیو لیدونکو لپاره د کرملین د میډیا لخوا د انځور شوي نسخې سره سمون نلري.

د زاپوریژهیا د اټومي بریښنا سټېشن پخواني انجینير انتون اوچاروف وویل، "دا خورا ډېره ویره وه."

د روسیې تر کنټرول لاندې پلانټ -- چې د اروپا تر ټولو لوی پلانټ دی -- د پرله پسې ډزو منظر ته نږدې دی او یوازې دومره ځواک لري چې خپل شپږ تړل شوي ریکټورونه له چاودېدو څخه وساتي.

ځايي اوسيدونکي انرودر، چې ۴۴ کاله عمر لري، وویل، "زموږ ټول ښار له اجنبیانو او ټوپکو څخه ډک دی."

'هېڅوک د خوندیتوب احساس نه کوي'

لیوډمیلا او اولیکساندر شیوچوک وویل چې روسي سرتیري به د دوی د کاچکاریوکا د خرسون سیمې په کلي کې کورونو ته ننوتل او ګرځنده تلیفونونه به يې ضبط کول.

دغه ۵۶ کلن مېړه او مېرمنې وویل چې ښايي روسان وېره لري چې ځايي خلک به لومړۍ کرښې ته نږدې اوکرایني ځواکونو ته خپل ځایونه څرګند کړي.

لیوډمیلا وویل، "دوی به له خپلو وسلو سره کور په کور ګرځېدل. بیا به دوی ټول تلیفونونه په بالټي کې واچول او بېرته به لاړل."

"موږ به خپل تلیفونونه ښخول. هر يو کس به دا ډول کار کولو. هغه کسان چې په خپل وخت یې خپل تليفونه ښخ نه کړل -- هغوی دا له لاسه ورکړل."

د دوو ماشومانو مور ایرینا میخایلینا وویل چې عسکرو یو ځل هغه او لور یې د بردیانسک ښار د زاپوریژهیا سیمې د سړک په منځ کې ودرول.

۴۳ کلن د املاکو ايجنټ وویل، "دوی د هغې کڅوړه د هغې د تلیفون لپاره ولټوله. په همدغه ورځ، زما د ملګري دولس کلنه ماشومه په کوڅه کې یوازې روانه وه او هغه هم ودرول شوه. دوی د هغې کڅوړه هم وپلټله."

"تاسو باید خپل ټول ارتباطات حذف کړئ -- خدای مه کړه که تاسو د روسیې په وړاندې څه ووايئ. هېڅ څوک د خوندیتوب احساس نه کوي."

'رواني فشار'

روسیه د خپل قوي کنټرول لاندې سیمو ته کورنۍ استوي ځکه چې اوکراین ورو ورو د خرسون په لور روان دی.

خو هغه کسان چې مخالف لوري ته تښتیدلي وویل چې سرتیري چمتو ول چې خلک د اوکراین پوستونو ته د پيسو په بدل کې ورسوي.

د خرسون سیمې یوې ښځې چې د غچ له وېرې یوازې د اولګا په نوم پیژندل شوې، وویل، "تاسو به وکولای شول چې د وودکا په واسطه پیسې ورکړئ، خو اوس به تاسو باید واقعی پیسې ورکړئ."

په جزوي توګه د بېرته ترلاسه شوي د ډډچني یو ۵۷ کلن اوسیدونکي وویل، "روسانو به تاسو وباسي او بیا به بیرته لاړ شي او ستاسو سامان به ترلاسه کړي."

اولیکساندر شیوچوک وویل چې د هغه ملګرو د خپل موټر چابيانې روسانو ته ورکړي ترڅو هغوی ته د تلو اجازه ورکړي.

هغه وویل، "وروسته مو ولیدل چې عسکرو په هغه موټر کې سفر کولو."

دغه میړه او میرمن وویل چې سرتیرو د خرسون په اوسیدونکو باندې "رواني فشار" هم واچاوو ترڅو د کریمیا سره ضمیمه شوي ټاپوزومه ته لاړ شي.

دغه میړه وویل، "هغوی خوشحاله ول چې تاسو يې په دغه لور روان کړئ."

'چیچنیان واک ترلاسه کوي'

هغه تلیفونونه چې د کاچکاریوکا کلیوالو ښخ کړي ټولو د روسیې پیرودونکي پیژندنې ماډل (سیم) کارډونه کارول او یوازې هغو ويب پاڼو ته يې لاسرسی لرله چې د ماسکو سانسور لخوا تصویب شوي ول.

دا لیږد د روسيفيکيشن کمپاين یوه برخه ده چې سیمه ایز چارواکي یې دې ته اړ کړي چې یا اړخونه بدل کړي یا له نیول کیدو سره مخ شي.

د خرسون سیمې اوسیدونکي نینا بیزګوبا وویل چې هغه د خپل کلي نزني سیروهوزي څخه وتښتېده کله چې د چیچنیا -- چې د ویرېدونکي ځواکمن رمضان قدیروف تر قوماندۍ لاندې سیمه ده -- سرتیري دوه هفتې مخکې په ګڼ شمېر کې راغلل.

دغه ۴۴ کلن بې روزګاره شخص وویل، "چیچنیان زموږ په کورونو باندې قبضه کوي." "زه به ووایم چې اوس د نفوس ٪۶۰ برخه د چیچنیا په نفوسو باندې مشتمله ده."

ډېرو کسانو وويل چې په نیول شويو سیمو کې ځایي خلک د امکان تر حده په کور کې پاتې کیږي ترڅو د روسانو سره د مخامخ کیدو مخه ونیسي.

د املاکو يو ايجنټ میخیلینا وویل چې نیواکګر چارواکي خپل نوي واکونه کاروي ترڅو ګټور کاروبارونه لکه د سيل ځايونه او هوټلونه د هغې د ازوف په بحر کې ضبط کړي.

د بردیانسک اوسیدونکي وویل، "دوی د خپل قوماندان سره راځي، خپله ګوته نيسي، وايي چې دوی دا غواړي او بس."

خو هر يو کس د جګړې پرته نه تسلیم کېدو.

اولاکسندر ګوربونوسوف وویل چې هغه او ملګري به یې د روسیې د پوځ د تېلو په ټانکو کې بوره واچوله ترڅو دغه مشينونه -- که د لږ وخت لپاره وي -- ناکاره کړي.

ځايي اوسيدونکي انرودر وویل، "خو بیا موږ پوه شو چې د دې هېڅ فايده نشته. دوی به یوازې د کروندګرو سره وکتل او هغوی ته به يې ګواښ وکړو چې د دوی تجهیزات به وسوځوي که چېرې دوی هغه ته نور تېل ورنکړي."

"زه هغه وخت وتښتېدم کله چې روسانو معلومه کړه چې موږ چېرته اوسیږو. ډېر مخبران موجود دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500