کډوالان

د ایران وارخطا امنیتي ځواکونه په افغان کډوالو باندې فشار زیات کړی دی

خبریال: عمر

تازه راستانه شوي کسان او چارواکي وایي، په ایران کې د ولسي نا ارامۍ په زیاتېدلو سره، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په ایران کې استوګنو افغانانو باندې فشار زیات کړی دی. د هرات ولایت د کډوالو د چارو ریاست وویل،‌ له ایران څخه د راستنېدونکیو کسانو شمېر تېره میاشت ۲۵٪ زیات شوی دی. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- تازه راستانه شوي او کتونکي وایي، په ایران کې د نا ارامۍ په زیاتېدلو سره، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په ایران کې استوګنو افغانانو باندې فشار زیات کړی دی.

له هرات څخه د راپورونو پر بنسټ،‌ له ایران څخه د افغان کډوالو را ایستنې په تېره یوه میاشت کې ۲۵٪ زیات شوي دي. په ورځ کې ۲۰۰۰ را ایستل شوي افغان کډوال د اسلام کلا له لارې افغانستان ته را اوړي چې دغه شمیر مخکې ۱۵۰۰ کسان وه.

په داسې حال کې چې اکثر راستنېدونکي مجرد ځوان سړي دي، خو اوس کتونکي د راستنېدونکیو ماشومانو او ښځو په شمېر کې هم زیاتوالی ویني چې د راستنیدو پر مهال د ځینو په بدن باندې د پام وړ د شکنجې نښې هم لیدل کیږي.

شکنجه او په زور پیسې اخیستل

له ایران څخه تازه راستانه شوي افغانان د ایراني امنیتي ځواکونو په لاسونو د افغان کډوالو د پرله پسې وژنو، شکنجو او په زور د پیسو اخیستنې قصې کوي.

له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د تلې په ۲۶مه د هرات ولایت په اسلام کلا کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د تلې په ۲۶مه د هرات ولایت په اسلام کلا کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

د جوزجان ولایت یوه اوسېدونکي احمد محمدي چې ۲۲ کاله عمر لري د تلې په ۲۶مه د اسلام کلا له لارې افغانستان ته په راننوتلو سره، وویل، «د ایران امنیتي ځواکونه اوس ډیر تر فشار لاندې دي. هغوی افغان کډوال د هغوی په کارځایونو یا کورونو کې نیسي او بندي کوي یې.»

هغه وویل، «پولیسو زه په جنوبي تهران کې په یوه باغ کې چې ما په کې کار کاوه، ونیولم. ایراني ځواکونو ماته اجازه را نه کړه چې خبرې او له خپل ‍ځان څخه دفاع وکړم.»

د فاریاب ولایت یوه اوسېدونکي عبدالوارث خالد چې ۲۵ کاله عمر لري، وویل ایراني پولیسو هغه له کار څخه کور ته په لاره ونیو، پنځه ورځې یې بندي کړ او بیا یې ناڅاپي له خپل هېواد څخه را واېست.

هغه د دوشنبې په ورځ /د لړم ۲مه/ په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمپ کې وویل، «پولیسو زه په زندان کې ډېر شکنجه کولم او وهلم. هغوی ماته ګواښ کاوه چې اعتراف وکړم... لاکن ما هغوی ته ویل چې زه یواځې یو مزدورکار یم.»

هغه وویل، «د ایران تر فشار لاندې امنیتي ځواکونو خپله عقده او غوسه په افغانانو باندې سړوي. ایراني پولیس چې هر چېرې افغان کډوال وګوري، د تبعیض له مخې یې نیسي او راباسي.»

خالد وویل، د ایراني پولیسو د ګواښ له امله، افغان کډوال نشي کولی چې له خپلو کورونو څخه بهر وځي او خپل عادي ژوند او کار وکړي.

د کابل یوه اوسېدونکي عتیق الله خیرخواه چې ۳۴ کاله عمر لري، د لړم په ۲مه په هرات کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمپ څخه د خبرو پر وخت وویل، د ایران د امنیتي ځواکونو د فشار له لاسه په ایران کې د افغانانو ژوند ډېر بد دی.‌

هغه وویل، «ایراني پولیس د شپې له مخې د افغان کډوالو په کورونو او کارځایونو باندې چاپو اچولو ته دوام ورکوي او هغوی په خوب یا کار کې د بوختیا پر وخت نیسي. تر دې چې هغوی موږ ته دا اجازه نه راکوي چې خپلې جامې راواخلو. هغوی موږ د خوب کالیو یا د کار کالیو کې زندان ته لېږي.»

هغه وویل، دغه راز ایراني امنیتي ځواکونو مستخدمینو ته حکم کړی چې افغانان مقرر نه کړي.

هیچا هم صرفه ونه کړله

د بغلان ولایت یوه اوسېدونکي محمد ناصر نظري چې ۲۹ کاله عمر لري، پښه یې ماته ده او د ګرځېدلو لپاره امسا ته اړتیا لري، وویل چې د هغوی موټر تېره میاشت په بندر عباس کې ټکر وکړ چې عامل یې ایراني پولیس ول.

هغه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمپ څخه وویل، «په موټر کې موږ ۸ افغانان وو. پولیسو ټایر وویشت، او زموږ موټر چپه شو. زما څلور مسافر ملګري ځای په ځای مړه شول او زما په ګډون څلور نور ټپیان شوو.»

هغه وویل، «زه تقریبا یوه میاشت په بندر عباس کې په یوه روغتون کې تر تداوۍ لاندې وم. ټول لګښت ما له خپل جېب څخه وکړ. زما کورنۍ مجبوره شوه چې ماته له افغانستان څخه ۵۰ میلیونه تومان (۱۵۶۲ ډالر) را ولېږي، او ایله هغه وخت بیا ایراني ډاکترانو ومنله چې زما علاج وکړي.»

نظري وویل هغه د نورو هغو درې افغانانو په حال خبر نه دی چې په ډزو کې ټپیان شول، او زیاته یې کړه چې هغه وخت د هغوی حال ډېر نازک و.‌

د فاریاب ولایت یوه اوسېدونکي عبدالغفور رنجبر چې ۵۳ کاله عمر لري، وویل چې هغه یوه میاشت مخکې ایران ته تللی و لاکن د خپل کار په ځای کې ونیول شو او ایراني پولیسو سخت شکنجه کړ.

هغه وویل، «ایراني ځواکونو موږ د ماښام ۷ بجې ونیولو او تر سبا شپږو بجو پورې یې د سمنټو په فرش باندې ویده کړلو. موږ ۴۱ کسان وو.‌ یوه ایراني عسکر زموږ د شمارلو پر وخت موږ په شا باندې په لغته وهلو. هغه به موږ د «کثافت» په نامه یادولو.»

رنجبر وویل، ایراني عسکر له ټولو افغان کډوالو څخه په بېلابېلو بهانو پیسې اخلي.

هغه وویل، «ایراني امنیتي ځواکونه هر هغه ظلم چې کولی شي په افغان کډوالو باندې کوي. هغوی په هیڅ چا هم رحم نه کوي، حتی ښځې یا ماشومان هم نه پرېږدي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500