امنیت

د تروریستي بریدونو موخه په افغانستان کې توکمیز او فرقه ایزې تفرقې ته لمن وهل دي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

یو سړی چې د اپرېل په ۲۲مه د کندوز صوبې په امام صاحب ضلعه کې په یوه چاودنه کې ژوبل شوی و، د کندوز په يو هسپتال کې علاج ترلاسه کوي. [ای اېف پي]

یو سړی چې د اپرېل په ۲۲مه د کندوز صوبې په امام صاحب ضلعه کې په یوه چاودنه کې ژوبل شوی و، د کندوز په يو هسپتال کې علاج ترلاسه کوي. [ای اېف پي]

کابل -- څارونکي خبرداری ورکوي چې په ټول افغانستان کې وروستي بریدونه، چې د ځينو پکې د "عراق او سوریې اسلامي دولت" (داعش) ادعا کړې ده، احتمال لري چې د افغانانو لپاره ویجاړونکي پایلې ولري.

د جمعې په ورځ (د اپرېل په ۲۲) په مزارشریف کې د یو مرګوني برید څخه یو ورځ وروسته چې داعش یې پړه په غاړه اخیستې وه، د کندوز صوبې په امام صاحب ضلعه کې د سنیانو په یو جومات کې د مانځه پر مهال چاودنه وشوه چې لږ تر لږه ۳۳ کسان پکې ووژل شول او ۴۳ نور ژوبل شول.

افغان چارواکو وويل چې په وژل شویو او ژوبل شويو کسانو کې ماشومان هم شامل ول.

د کندوز د برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو ورته بریدونه داعش ترسره کړې ول.

يو استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وويل، د کندوز چاودنه د يو بم له امله وشوه، خو دا څرګنده نه ده چې څنګه ورته چاودنه ورکړل شوه.

د ای اېف پي یو خبریال د مولوي سکندر صوفي جومات په دیوالونو کې لوی سوري ولیدل چې د جمعې په ورځ په نښه شوی و.

د جومات یو اړخ ویجاړ شو.

یاغي ډلې لکه داعش د صوفیانو پروړاندې سخت نفرت لري چې دوی ورته د الحادیانو په توګه ګوري.

محمد عیسی، یو هټېوال چې د ضلعې هسپتال ته یې د قربانیانو په لیږد کې مرسته کړې وه، ای اېف پي ته وویل، "د جومات منظر وحشتناک و. په جومات کې دننه ټول عبادت کوونکي ژوبل شوي یا وژل شوي دي."

یو بل ځایي اوسیدونکي وویل، "ما له ۲۰ څخه تر ۳۰ پورې لاشونه ولیدل."

د قربانیانو خپلوان د خپلو عزیزانو د موندلو لپاره ځايي هسپتال ته راغلل.

یو سړي چیغې کړې، "زما زوی شهید شو، پداسې حال کې چې یوه ښځه د خپلو څلورو ماشومانو سره د خپل مېړه په لټه کې وه.

یوې نرس د تلیفون له لارې ای اېف پي ته وویل چې له ۳۰ څخه تر ۴۰ پورې ناروغان د زخمونو د علاج لپاره داخل شوي دي.

د صوبايي هسپتال یو ډاکټر ای اېف پي ته وویل، "د چرو زخمونه... ښیي چې د بمي چاودنې له امله رامنځته شوې ول."

فرقه ایز تقسیم

په کابل کې مېشت د سیاسي چارو شنونکي عمر نزهت وویل، "د دې ډول بریدونو او چاودنو دوام او زیاتوالی به ناوړه او خطرناکې پایلې ولري او افغانستان به د پخوا په پرتله لا زیات ناامنه او بې ثباته کړي."

"له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو له وتلو وروسته، له بده مرغه د بېلا بېلو ترهګرو ډلو او په ځانګړې توګه د داعش له خوا استخدام زيات شوی دی."

نزهت وویل، "د مزارشریف پر جومات او د کندوز صوبې بریدونه په هېواد کې د داعش په حضور کې د زیاتوالي بېلګې دي."

"دا ډول بریدونه به د کورنۍ جګړې او حتی د هېواد د ویجاړیدو لامل شي."

په کابل کې د سیاسي چارو بل شنونکي مقصود حسن زاده وویل، په افغانستان کې د داعش شتون د نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ کولی شي.

"دا څرګنده ده چې دا ډول بریدونه او چاودنې د افغانستان لپاره د بیدارۍ يو غږ دی. دوی به یو ځل بیا په ټول هېواد کې ناامني خپره کړي چې په نتيجه کې به په فقر کې زياتوالی هم راولي."

هغه وویل، "که امنیتي وضعیت همداسې دوام وکړي او دا ډول چاودنې دوام ومومي، نو په افغانستان کې به د نورو ترهګرو او افراطي ډلو د ودې او قومي او مذهبي کړکيچونو لپاره زمینه برابره شي."

حسن زاده وویل، "د شیعه ګانو په سیستماتیکه توګه په نښه کول نسل وژنه او د انسانیت پر ضد جرم ګڼل کیږي، او په کندوز کې د سنیانو په جومات باندې برید دا ښیي چې د افغانستان دښمنان د افغانانو تر منځ د قومي او مذهبي تفرقې د ژورولو لپاره دسیسې جوړوي."

د کابل يو اوسېدونکي محمد هجرات، چې ٢٣ کاله عمر لري، وويل، د افغانستان دښمنان په افغانستان کې د قومي او فرقه ييزو جګړو د پېلولو لپاره پر ځانګړو قومونو او فرقو بريدونه کوي ترڅو دوی وکولی شي خپلې تخريبي موخې ترلاسه کړي.

هجرات وویل، "د زده کوونکو، عبادت کوونکو او ملکي وګړو وژنه په هېڅ دین کې جواز نه لري او موږ افغانان یې غندو. داعش یا کومه بله ډله چې د بې ګناه ملکي وګړو ژوند تباه کوي نه مسلمانان دي او نه افغانان."

[له کابل څخه حمزه پدې راپور کې مرسته کړې.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500