تروريزم

د داعش خراسان څانګې له افغان خاورې څخه پر ازبکستان د راکټي برید ادعا کړې ده

د پاکستان فارورډ لخوا

د داعش یو غړی په ازبکستان کې د اپرېل په ۱۸مه د برید په اړه د داعش د ادعا د یوې برخې په توګه د تشو توقو تر څنګ د عکس لپاره ولاړ دی. [فايل]

د داعش یو غړی په ازبکستان کې د اپرېل په ۱۸مه د برید په اړه د داعش د ادعا د یوې برخې په توګه د تشو توقو تر څنګ د عکس لپاره ولاړ دی. [فايل]

د "عراق او سوریې اسلامي دولت" د خراسان څانګې د دوشنبې په ورځ (د اپرېل په ۱۸مه) په ازبکستان باندې له ګاونډي افغانستان څخه د راکټي برید ادعا وکړه، چې د دې ډلې لخوا د منځنۍ اسیا په يو هېواد باندې لومړۍ ورته بمباري ده.

داعش وويل چې دغه ډلې د ازبکستان په سویل کې د ترمز په سرحدي ښارګوټي کې د ازبک ځواکونو پر پوستونو ۱۰ کاتیوشا راکټونه وتوغول. داعش زیاته کړه چې دا برید د داعش د یو ویاند له خوا د غږیز پیغام وروسته وشو.

د اپرېل په ۱۷مه، داعش د نړۍ په ټولو جنګیالیو غږ وکړو چې "لوی او دردناک" بریدونه ترسره کړي چې چارواکي او سرتیري په نښه کوي.

د ازبکستان د صدر شوکت میرضیایف ویاند شیرزاد اسدوف دا خبره رد کړه او ویې ویل چې د ازبکستان او افغانستان پر پوله د د دې ډول فعالیت په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د داعش د ویډیو یو سکرین شاټ هغه شیبه ښیي کله چې لومړی کاتیوشا راکټ توغول کیږي. [فايل]

د داعش د ویډیو یو سکرین شاټ هغه شیبه ښیي کله چې لومړی کاتیوشا راکټ توغول کیږي. [فايل]

د ازبکستان د دفاع وزارت هم ورته پېښه رد کړې ده.

که څه هم، داعش د پیښې عکسونه او ویډیوګانې چمتو کړې، او د افغانستان چارواکو وويل چې د دوی ځواکونو په حيرتان کې د "ناکام بريد" په تړاو درې کسان ونيول.

مخ په زياتيدونکی ګواښ

په افغانستان کې د شته سیاسي او اقتصادي ناڅرګندتیا په ترڅ کې د داعش د خراسان څانګې لخوا تازه بریدونو دا اندېښنې راپارولې دي چې دغه ډله په هېواد کې د استخدام کمپاین پراخوي او د سیمې لپاره يو جدي ګواښ دی.

د ملګرو ملتونو د یو تازه راپور له مخې، د تېر اګست له میاشتې راهیسې نږدې ۴۰۰ ملکي وګړي په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي چې ډېر پکې د داعش له خوا ترسره شوي دي.

عبدالبصیر سالنګي، چې د پروان او فراه صوبو پخوانی والي او په ترکیه کې مېشت د پوځي چارو کارپوه دی، د دې میاشتې په پېل کې وویل، "داعش اوس تر بل هر وخته د افغانستان لپاره یو اصلي ګواښ ګرځېدلی دی."

هغه وویل، "که د سیمې ګاونډي او نور هېوادونه د داعش ملاتړ ته دوام ورکړي، نو دا ډله به په نهایت کې یو لوی خطر رامنځته کړي او دې ته شکست ورکول به ډېر ګران کار وي."

په هرات کې د پوځي چارو شنونکي محمد نعیم غیور وویل، داعش په افغانستان کې د واک اوسنۍ خلا د یو فرصت په توګه کاروي چې په ټول هېواد کې د خپلو اورپکو شمېر په چټکۍ سره زیات کړي.

هغه د دې میاشتې په پېل کې هم زیاته کړه، "په وروستیو میاشتو کې د داعش له خوا د ترسره شویو بریدونو زیاتېدل دا په ډاګه کوي چې دغې ترهګرې ډلې نه یوازې خپله پښه ټینګه کړې، بلکې د افغانستان امنیت ته د ګواښلو لپاره یې خپل ظرفیت هم پياوړی کړی دی."

روسیه په سر ولاړه ده

په شالید کې، اندیښنې په زیاتیدو دي چې دا ډول ترهګریز فعالیتونه د منځنۍ اسیا لپاره څه معنی لري.

ګڼ شمېر افغان شنونکي وايي، روسیه په قصدي ډول د سیمې پر هېوادونو د خپل تسلط د ټینګولو لپاره د داعش ګواښ په اړه له مبالغې څخه کار اخلي.

د افغانستان درې ګاونډیان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان د پخواني شوروي جمهوریتونه دي چې لا هم د ماسکو تر نفوذ لاندې دي، خو په وروستیو کلونو کې د کرېملېن له نفوذ څخه د وتلو هڅې کوي.

د خپلواکۍ پر لور دغه اقدام د روسیې صدر ولادیمیر پوتین او متحدین اندېښمن کړي دي او کتونکي وايي چې وروستۍ پېښې ښيي چې روسیه څنګه هڅه کوي چې دغه هېوادونه بېرته د ځان سره يو ځای کړي.

پوتین د تیر اکتوبر په میاشت کې د کامن ویلت د خپلواکو هېوادونو (سي آی اېس) یوې مجازي غونډې ته وویل، د روسیې استخباراتو معلومه کړې ده چې د داعش شاوخوا دوه زره جنګیالي د افغانستان په شمال کې شتون لري او ممکن د "مستقیمې پراختيا" له لارې د نږدې هیوادونو د بې ثباته کولو هڅه وکړي.

لطیف نظاري، چې په کابل کې میشت د نړېوالو چارو شنونکی دی، د پوتین د بيانونو په ځواب کې وویل، بل هیڅ یوې استخباراتي ادارې د داسې ګڼ شمېر حضور وړاندیز نه دی کړی، او روسیه د افغانستان شمالي پولو ته د داعش نږديوالي ته په هوا ورکولو سره هڅه کوي چې د سیمې پر هېوادونو خپل سیاسي او امنیتي نفوذ زیات کړي او ټول تر خپل واک لاندې راولي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د مارچ په میاشت کې د خپل مشر دریځ ته اشاره وکړه.

د رویټرز له مخې، لاوروف وویل، "د داعش او د هغې د ملاتړو پلانونه چې د منځنۍ اسیا هېوادونه بې ثباته کړي او روسیې ته بې ثباتي صادره کړي، د ځانګړې اندېښنې وړ خبره ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500