دین

چینايي چارواکي په روژه دارو مسلمانانو محدوديتونه وضع کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

یو سړی د اپرېل په ۶مه د اندونیزیا په یو جومات کې په خپل تلیفون کې د قرآن کریم د ډیجیټل کاپۍ تلاوت کوي. [چيدير محی الدین/ای اېف پي]

یو سړی د اپرېل په ۶مه د اندونیزیا په یو جومات کې په خپل تلیفون کې د قرآن کریم د ډیجیټل کاپۍ تلاوت کوي. [چيدير محی الدین/ای اېف پي]

د ازادۍ راډیو (آر اېف ای) د اپرېل په لومړۍ نېټه راپور ورکړو چې د حقونو ډلې په شنجيانګ کې د چینايي چارواکو په يو اقدام باندې تنقيد کوي چې د روژې د مبارکې میاشتې د لمانځلو لپاره د مسلمانانو شمېر محدود کړي.

د شنجيانګ په سیمه کې چارواکو له اوږدې مودې راهیسې اویغور او نور ترکي مسلمانان د روژې د نیولو څخه منع کړي دي، چې پدې کې زده کونکي، ښوونکي او دولتي کارمندان د روژې د نیولو څخه منع کول شامل دي.

ځایي مدیرانو او پولیسو آر اېف ای ته وویل، ځینو نېبرهوډ کمیټو خبرتیاوې ترلاسه کړې چې یوازې د ۱۰ څخه تر ۵۰ پورې مسلمانانو ته به اجازه ورکړل شي چې د روژې په میاشت کې روژه ونیسي، کوم چې د ډېرو روژه دارو لپاره د اپرېل په لومړۍ نېټه پېل شوه.

هغه کسان چې روژه نیسي باید ځان د چارواکو سره راجسټر کړي.

د اویغور ټولنې یو غړی د تېر اپرېل په ۲۲مه په لندن کې په يو احتجاج کې یو پلی کارډ نيولی چې د برتانیې پر پارلمان غږ وکړي چې د چین د مسلمان اويغورانو سره ظلم د نسل وژنې او انسانیت پروړاندې د جرمونو په توګه د پيژندلو لپاره رايه ورکړي. [جسټن ټالیس/ای اېف پي]

د اویغور ټولنې یو غړی د تېر اپرېل په ۲۲مه په لندن کې په يو احتجاج کې یو پلی کارډ نيولی چې د برتانیې پر پارلمان غږ وکړي چې د چین د مسلمان اويغورانو سره ظلم د نسل وژنې او انسانیت پروړاندې د جرمونو په توګه د پيژندلو لپاره رايه ورکړي. [جسټن ټالیس/ای اېف پي]

د ایلي قازق په خودمختاره صوبه کې د غلجا په ضلعه کې د یو کلي مدیر وویل چې د هغه په ټولنه کې د مخکې نه راجسټرېشن روان دی.

مدیر وویل، یوازې مشران او هغه لویان د روژې د نيولو اجازه لري کوم چې د سکول عمر لرونکي ماشومان نلري او د ۱۰ کورنیو څارنه کوي.

دغه مدیر وویل، "دا سیسټم د دې لپاره جوړ شوی چې د ماشومانو په ذهنونو باندې د مذهب د منفي اغیزو مخه ونیسي." "اوس مهال د دې په اړه ډېره پروپيګنډه شتون لري. د کلي یوه ډله هغه خلک راجستر کوي چې د روژې لپاره معیارونه پوره کوي."

یو بل مدیر چې د کزیلسو کرغیز خودمختاره صوبې په اتوش ښار کې د ۱۰ کورنیو څارنه کوي وویل چې هغه د ځایي چارواکو څخه د محدودیتونو په اړه خبرتیا ترلاسه کړه.

هغه وويل، "له لسو کورنيو څخه چې زه يې مشر يم، دوه ... پکې وپيژندل شول چې روژه نيولی شي." "دواړه بوډاګان دي او په کور کې ماشومان نه لري."

'د اویغورانو لپاره روژه نشته'

دغه راپورونه د بشري حقونو د ډلو له انتقادونو سره مخامخ شوي دي.

په آلمان کې د اویغور په نړیوال کانګرس کې د مذهبي چارو د کمیټۍ ډايريکټر تورغنجان الوودون وویل، "دا د خپګان او غم خبره ده چې د چین دا نوټس مو وليدلو چې یوازې ځینې خلک روژه نيولی شي."

"مسلمانه نړۍ به د چین پر کړنو پورې خندا وکړي او د هغو کسانو لپاره د کوټې په ټاکلو به حیرانه شي چې روژه ونیسي."

په واشنګټن کې د اویغور د بشري حقونو پروژې د مارچ په ۳۱مه په یو بیان کې وویل، "سږکال به په خپل وطن کې د اویغورانو لپاره روژه نه وي -- یا په بل هر کال کې -- تر څو چې د چین د نسل وژنې کمپاین پای ته نه وي رسیدلی."

د اویغورانو لپاره کمپاین چې په واشنګټن کې مېشت دی، یادونه وکړه چې د چین کمونست ګوند (سي سي پي) یو ځل بیا په شنجيانګ کې اویغوران د عبادت او مذهبي رخصتیو له لمانځلو څخه منع کوي.

دغه ډلې د مارچ په ۳۱ مه په یو بیان کې وویل، "د دې بې انصافۍ سره د سپکاوي د زیاتولو لپاره، سي سي پي قصداً د اسلام غلط انځور وړاندې کوي."

چارواکو په تېرو کلونو کې د اویغور اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې دوی ته د روژې نیولو له کبله سزا ورکول کېدی شي، چې پکې په شنجيانګ کې د بندیانو یو کېمپ ته لیږل شامل دي.

آر اېف ای راپور ورکړو، دوی دا غوښتنه هم کړې چې ريټايرډ شوي کسان د روژې څخه مخکې ژمنه وکړي چې دوی به روژه یا مونځ نه کوي ترڅو د پراخه ټولنې لپاره یو مثال رامینځته کړي او د دې ډاډ ترلاسه کولو دا خپل مسؤلیت وګني چې نور هم له دې څخه ډډه وکړي.

'د بشریت ضد جنایتونه'

د بشري حقونو ډلې اټکل کوي چې له یو ملیون څخه ډېر اویغور او نور ترکي مسلمان اقلیتونه په شنجيانګ کې د "ترهګرۍ ضد" عملیاتو د یوې برخې په توګه د "بیا زده کړې کېمپونو" په شبکه کې توقیف شوي دي.

په شنجيانګ کې د کېمپ د پخوانیو بندیانو سره خپلواکه تحقیقاتو او مرکو په کېمپ کې دننه جسماني او ذهني ځورنه، د مغز وينځل، په منظمه توګه تیري او جنسي تيري، او نور وحشتونه په ګوته کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د تېر اپرېل په میاشت کې په یو مفصل راپور کې وویل، سربيره پر دی، چینايي چارواکو د سیمې د جوماتونو او نورو سپیڅلو اسلامي ځایونو د دوه پر درې برخې د ويجاړولو او تباه کولو لپاره مختلفې بهانې استعمال کړي دي.

د بشري حقونو سازمانونه او د لویدیځ حکومتونه -- د متحده ایالاتو، کاناډا، هالېنډ، بریتانیا، بلجیم او فرانس په شمول -- وايي چې په شنجيانګ کې د بیجینګ پالیسۍ "د بشریت ضد په څېر جرمونه" او "نسل وژنه" ده.

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د مارچ په ٢١مه نېټه په چينايي چارواکو د ويزې د نويو محدوديتونو اعلان وکړو ځکه چې دوی په هېواد کې دننه او بهر د توکميزو او مذهبي اقليتونو د ځپلو لپاره اقدامات کړي دي.

په یو بیان کې، چې مشخص توضیحات یې ندي وړاندې کړي چې کوم چارواکي به په نښه شي، بلینکن د چین څخه غوښتنه وکړه چې "په شنجیانګ کې د خپل روان نسل وژنې او د انسانیت پروړاندې جرمونه پای ته ورسوي".

هغه وویل، د متحده ایالاتو بندیزونه په ځانګړې توګه هغه چینایي چارواکي په نښه کوي چې په پالیسیو کې ښکېل دي چې اقلیتونه، مخالفين، د بشري حقونو فعالین او ژورنالیستان ځوروي.

بلینکن "د توکمیزو او مذهبي اقليتي ډلو د غړو او د هغه کسانو چې په بهر کې د خوندیتوب په لټه کې دي، د ځورولو، ډارولو، څارنې او تښتولو لپارہ د چین په هڅو نیوکه وکړه".

هغه وویل، "موږ یو ځل بیا پر [چینايي] حکومت غږ کوو چې خپل نړېوال جبرونه، په شمول د اویغور امریکایي فعالینو او نورو اویغور اشخاصو د غلې کولو لپاره هڅې، ودروي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500