امنیت

په ابوظبي کې د ایران په ملاتړ په برېد کې یو پاکستانی ووژل شو

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

یو عکس د جنورۍ په ۱۷مه د اماراتو په مرکزي ښار ابوظبي کې د مصفا صنعتي ډسټرکټ يو جزوي منظر ښیي. [ای اېف پي]

یو عکس د جنورۍ په ۱۷مه د اماراتو په مرکزي ښار ابوظبي کې د مصفا صنعتي ډسټرکټ يو جزوي منظر ښیي. [ای اېف پي]

صنعا -- د دوشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۷مه) د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې په یمني ښار صنعا باندې د عرب ایتلاف په هوايي برید کې ۱۱ کسان وروسته له هغې ووژل شول کله چې د ایران په ملاتړ ډلې د ورځې په پیل کې په متحده عرب اماراتو (يو ای اي) یو نادر او مرګونی برید وکړو.

د سعودي عرب د دولتي تلویزیون الاخباریه په وینا، دغه بریدونو په صنعا کې د "حوثیانو کېمپونه او مرکزونه" په نښه کړل.

د راپورونو له مخې، دوی په صنعا کې دوه کورونه په نښه کړل او په پايله کې دغه کورونه ويجاړ شول.

متحده عرب امارات د سعودي عرب په مشرۍ د عرب ایتلاف یو مهم غړی دی، چې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر وړاندې د دغه هېواد د مشروع حکومت په ملاتړ جګړه کوي.

یمنیان د جنورۍ په ۱۸مه وروسته له هغې د زيان معاينه کوي کله چې عرب ایتلاف د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې صنعا په نښه کولو لپاره د شپې انتقامي هوایي بریدونه وکړل. حوثي یاغیانو یوه ورځ وړاندې د عرب ایتلاف په اتحادي ابوظبي باندې مرګونی برید وکړو. [محمد حویس/ای اېف پي]

یمنیان د جنورۍ په ۱۸مه وروسته له هغې د زيان معاينه کوي کله چې عرب ایتلاف د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندې صنعا په نښه کولو لپاره د شپې انتقامي هوایي بریدونه وکړل. حوثي یاغیانو یوه ورځ وړاندې د عرب ایتلاف په اتحادي ابوظبي باندې مرګونی برید وکړو. [محمد حویس/ای اېف پي]

حوثي یاغیانو په ابوظبي کې د دوشنبې د بریدونو ادعا وکړه او ويې ويل چې دوی بالستیک توغندي وتوغول او وسله وال ډرونونه يې د "خبردارۍ پیغام" په توګه وکارول او په متحده عرب اماراتو کې يې ملکي وګړو او بهرنیو شرکتونو ته خبرداری ورکړو چې د "مهمو تاسیساتو" څخه ډډه وکړي.

دوه هندوستاني او یو پاکستانی چې د ابو ظهبي د تېلو ملي شرکت (اېډناک) لپاره يې کار کولو په مصفا ګاونډ کې د پټرول درې ټانکونو د ذخیره کولو تاسیساتو ته نږدې د چاودنې له امله مړه شول، په داسې حال کې چې د ابوظبي په هوایي ډګر کې په یوه ساختماني ساحه کې اور ولګیدو.

په دې بریدونو کې شپږ تنه نور ټپیان شول.

د اماراتو پولیسو وویل، په دواړو ځایونو کې "کوچني الوتونکي شیان چې احتمالا د ډرون سره تړاو لري" وموندل شول.

ګواښونکي پیغامونه

حوثي یاغیانو په مکرر ډول د سعودي عرب پر ضد د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي، خو دا لومړی وژونکی برید دی چې متحده عرب اماراتو په خپلو پولو کې دننه ومنلو او حوثیانو یې ادعا وکړه.

د دغه تاوتریخوالي وروسته په یمن کې په جګړه کې زیاتوالی رامنځته شو، پداسې حال کې چې د متحده عرب اماراتو روزل شوي سرتېري په شبوا صوبه کې پرمختګ کوي.

حوثي یاغیانو تر دې مخکې هم د ابوظبي او دوبۍ د نښه کولو ګواښ کړی و.

الویات الواد الحق، چې لږه پېژندل شوې عراقي ملېشه ده او د ایران په ملاتړ د کتایب حزب الله لپاره یوه ډله ګڼل کېږي، په جنوري ۲۰۲۱ کال کې د سعودي عرب په یمامه ماڼۍ د ناکام برید د ادعا وروسته په متحده عرب اماراتو د برید ګواښ وکړو.

دغه ډلې په متحده اماراتو کې د یادګار برج خلیفه لوړې ودانې هغه عکسونه خپاره کړل چې دا پکې د بې پیلوټه الوتکو لخوا په نښه شوې و -- دا هغه عکس دی چې هدف یې په متحده ایالاتو کې د سپتمبر ۱۱ د تروریستي بریدونو یادونه ده.

د واشنګټن انسټیټیوټ فيلو او د ملېشې سپاټ لایټ شریک بنسټ ایښودونکي حمدي مالک وویل، د حوثي یاغیانو د دوشنبې د ورځې له برید وروسته، الویات الواد الحق د یو کال لپاره د غیر فعال پاتې کیدو وروسته یو بيان خپور کړو او ویې ویل چې دا یوازې يو پیل دی.

هغه په ټویټر باندې په یو پوسټ کې وويل، ورته بيانونه د کتايب حزب الله ابو علي العسکري او عصائب اهل الحق د قیس الخزالي ورکړل، او اماراتو ته یې د "عراق په کورنیو چارو کې د لاسوهنې د پایلو" په اړه خبرداری ورکړو.

وال سټريټ ژورنال راپور ورکړو، په داسې حال کې چې یو امریکایي چارواکي وویل چې ایران په دې برید کې د مستقیم رول په اړه شک نلري، خو د خلیج یو چارواکي یادونه وکړه چې حوثي یاغیان "د ایران له اجازې یا د ایران له لارښوونې پرته" پر نورو هېوادونو بریدونه نه کوي.

پراخه غندنه

د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په ابوظبي کې د حوثي یاغیانو برید یو "وحشیانه جنایي تاوتريخوالی" وګڼلو.

د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان په یو بیان کې وویل، "موږ نن د متحده عرب اماراتو په خاوره کې د حوثي تروریستي ملېشو لخوا د ملکي سیمو او تاسیساتو په نښه کول غندو ... دا ناوړه هدفونه به بې سزا پاتې نشي."

متحده ایالاتو ژمنه وکړه چې حوثیان به د دې پيښې "حساب ورکړي"، پداسې حال کې چې بریتانیې، فرانس او خلیج قدرتونو په ورته ډول په متحده اماراتو کې بریدونه په کلکه وغندل.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان ژمنه وکړه چې واشنګټن به "د متحده عرب اماراتو او نړیوالو شریکانو سره کار وکړي ترڅو حوثي یاغیان د دې پيښې حساب ورکړي".

هغه وویل، "د متحده عرب اماراتو د امنیت لپاره زموږ ژمنتیا خورا کلکه ده او موږ د دوی خاورې ته د ټولو ګواښونو په وړاندې د خپلو اماراتي ملګرو تر څنګ ولاړ یو."

د بهرنیو چارو وزارت د دغه پيښې غندنه وکړه، پداسې حال کې چې ویاند نیډ پرائس "د دې قربانیانو کورنیو او د متحده عرب اماراتو د خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه".

پرائس په دویم بیان کې وویل، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ وروسته د اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړې.

د فرانس د بهرنیو چارو وزیر ژان یوس لي دریان وویل، د حوثیانو دغه اقدام د متحده عرب اماراتو او پراخې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.

لي ډریان له حوثیانو څخه وغوښتل چې "په سمدستي توګه په یمن او سیمه کې خپل بې ثباته کونکي عملونه ودروي او د کړکیچ څخه د وتلو لپاره په سیاسي پروسه کې رغنده برخه واخلي".

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیرې لیز ترویس وویل، هغې د حوثیانو "ترهګریز بریدونه" "په سختو ټکو" وغندل -- دا اصطلاحات د سعودي عرب، بحرین، قطر او د اسلامي همکاریو سازمان (او آی سي) په غندلو کې هم کارول شوي دي.

اسراییل هم وویل چې هغه د متحده عرب اماراتو سره ولاړ دی.

'خطرناک تاوترېخوالی'

دا پیښه دوه هفتې وروسته له هغې رامنځته شوه کله چې حوثي یاغیانو د متحده عرب اماراتو د روابي په نامه کښتۍ برمته کړه او يوه ويډيو یې خپره کړه چې په دغه بېړۍ کې پوځي تجهیزات ښيي.

متحده عرب اماراتو وویل، روابي، چې د نړیوالې عملې ۱۱ کسان یې اوس یرغمال دي، یوه "ملکي بار وړونکې کښتۍ" وه او برمته کول یې د سره سمندرګي په مصروفه بار وړونکې لار کې "خطرناک تاوترېخوالی" وګڼلو.

دې برمته کول د سمندري غلا یو عمل وګڼلو چې په جنوبي سور سمندرګي او باب المندب تنګي کې د سمندري تګ راتګ او نړیوالې سوداګرۍ آزادۍ ته ګواښ کوي.

حوثیانو وروسته په سمدستي توګه د کښتۍ د خوشې کولو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غوښتنه رد کړه.

په جلا توګه، د حکومت پلوه لوی برېګېډ ځواکونو، چې د سعودي عرب او متحده عرب امارات یې ملاتړ کوي، په دې وروستیو کې په شبوا صوبه کې د درېو ضلعو په نیولو سره حوثیانو ته د پام وړ ګوزار ورکړو.

دا نښتې په یمن کې د تاوتریخوالي د وروستي زياتوالي برخه وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500