امنیت

د سلیماني د مرګ څخه دوه کاله وروسته د ایران رژیم نه بدل شوی او نه پښيمانه شوی

د پاکستان فارورډ لخوا

تېر کال د آی آر جي سي په لسګونو نوې تیزې کښتۍ نندارې ته وړاندې شوې. تیزې کښتۍ د هرمز تنګي د تړلو او د جګړې په حالت کې د سمندري کښتیو د برید کولو لپاره د آی آر جي سي د ستراتیژۍ يوه کلیدي برخه ده. [آی آر جي سي]

تېر کال د آی آر جي سي په لسګونو نوې تیزې کښتۍ نندارې ته وړاندې شوې. تیزې کښتۍ د هرمز تنګي د تړلو او د جګړې په حالت کې د سمندري کښتیو د برید کولو لپاره د آی آر جي سي د ستراتیژۍ يوه کلیدي برخه ده. [آی آر جي سي]

د ایران د یو ځواکمن قوماندان له وژل کېدو دوه کاله وروسته، تهران لا هم ګواښونه کوي او سیمه بې ثباته کوي.

د متحده ایالاتو له برید څخه سمدستي وروسته چې د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۳مه یې په بغداد کې د اسلامي انقلابي ګارډ قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني وژلی و، ایراني مشرانو د غچ اخیستو غوښتنه وکړه.

د ایران ستر رهبر علي خامنه اي او صدر حسن روحاني د "سخت انتقام" خبرداری ورکړو.

نورو ایراني چارواکو متحده ایالاتو ته ګواښونه وکړل، خو د ایران ترټولو وژونکي غبرګون د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه بې ګناه ملکي وګړي ووژل -- د اوکراین د نړیوال هوايي شرکت الوتکې ۷۵۲ ټول ۱۷۶ مسافر او عمله، چې د ایران پوځ د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۸مه هغه وخت وویشتله کله چې دا له تهران څخه پاڅېدله.

د آی آر جي سي قدس ځواک قوماندان اسماعیل قااني د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په تهران کې د خپل مخکیني مشر قاسم سلیماني د مرګ د لومړۍ کلیزې د لمانځلو پرمهال وینا کوي. د آی آر جي سي د قدس ځواک کمانډر په توګه د خپلې دورې دوه کاله وروسته، قااني د سلیماني د مشرتابه ځانګړتیاو په ښودلو کې پاتې راغلی. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د آی آر جي سي قدس ځواک قوماندان اسماعیل قااني د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په تهران کې د خپل مخکیني مشر قاسم سلیماني د مرګ د لومړۍ کلیزې د لمانځلو پرمهال وینا کوي. د آی آر جي سي د قدس ځواک کمانډر په توګه د خپلې دورې دوه کاله وروسته، قااني د سلیماني د مشرتابه ځانګړتیاو په ښودلو کې پاتې راغلی. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د توغندي بريد چې د تېر کال په وروستیو کې د آی آر جي سي لخوا ترسره شوی و. [آی آر جي سي]

د توغندي بريد چې د تېر کال په وروستیو کې د آی آر جي سي لخوا ترسره شوی و. [آی آر جي سي]

څو ورځې وروسته، روحاني د دوو توغندیو سره د الوتکې ویجاړول "یوه لويه تېروتنه" وبلله.

لا هم د خپلو ګاونډیانو په وړاندې د ایراني رژیم جګړه دوام لري.

د جولای او اګست په مياشتو کې، په ترتیب سره، د ایران رژیم په اېم ټي مرسر سټريټ، چې د تیلو یو ټانکر دی، باندې د وژونکي ډرون برید پیل کړو، او اسفالټ پرنسس، چې د اسفالټ او بټومین ټانکر دی، یې برمته کړو. لومړی برید د فجیره په بندر کې وشو، او دوهم د عمان په خلیج کې وشو.

د ایران سره نږدې د کښتیو په وړاندې دا ډول جارحيت د ټولې نړۍ سوداګرۍ له خطر سره مخ کوي، ځکه چې د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ رسولو لپاره خورا مهم دی. د نړۍ شاوخوا دریمه برخه تېل هره ورځ له دې لارې تیریږي.

د متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو لخوا په اقداماتو کې د هرمز تنګي ساتل او په عربي بحر کې د بیړني حالت لپاره چمتو کول شامل دي.

ایراني توغندي

د ایران رژیم، چې په خپل اټومي پروګرام کې بوخت دی او کوم چې کولی شي دوی ته د توغندیو څخه تر د وار هېډ لیږدولو پورې ګټه ورسوي، په دې پلانونو کې قیمتي فنډونه خرچ کوي، پداسې حال کې چې خلک يې له ډېرې بې وزلۍ سره مخ کيږي.

د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په مياشت کې، دغه رژیم د سخت محرمیت په ساتلو سره په خلیج کې په یو ځای کې د توغندیو اډه ښکاره کړه، چې د څو لسیزو تمرکز څه برخه یې په توغندیو او اټومي ټیکنالوژۍ باندې دی. پدې خفيه مراسمو کې خبریالانو او عامو خلکو ته د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.

د آی آر جي سي خبري رسنۍ سپاه نیوز د آی آر جي سي کمانډر حسین سلامي له خولې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۸مه وویل، آی آر جي سي د توغوندو اډه "د آی آر جي سي د بحري ستراتیژیکي توغندیو لپاره د ډېرو توکیو ذخیره کولو څخه یوه اډه لري".

سربېره پر دې، د خرم آباد په ختيځ کې ۳۵ کیلومتره لرې د آی آر جي سي د توغندیو اډه چې په ندرت سره پې بحث شوې په مساوي ډول تر کلک محرمیت لاندې فعالیت کوي.

د امام علي میزایل اډه د ایران له دوو سیلو توغندیو اډو څخه یوه ده چې د ځمکې لاندې ګودامونه لري چې دومره لوی ښکاري چې د شهاب-۳ منځني واټن بالستیک توغندي پکې ځای په ځای کېدی شي، چې نږدې ۱۳۰۰ کیلومتره واټن لري.

که څه هم، د متحده ایالاتو پوځ داسې وړتیا لري چې د متحده ایالاتو پرسونلو ته احتمالي خطر کموي که چېرې دوی په لرې پرتو اډو باندې د برید امر ترلاسه کړي.

که چېرې د عراق او کویت په څېر له نږدې هېوادونو څخه وتوغول شي، د متحده آيالاتو د پوځ تاکتیکي میزایل سیسټمونه کولی شي د ایران خاورې ته ورسیږي.

په جنوبي عراق کې د بصرې په شاوخوا سیمه کې د ګرځنده ATACMS سره د متحده ایالاتو ځواکونو ځای پرځای کول به په خرم آباد باندې د بريد لپاره دوی په يو ښه واټن کې ځای په ځای کړي.

د سیمه ییزې ګډوډۍ لامل کیږي، او په کورنیو ستونزو باندې سترګي پټوي

د سلیماني له مرګ څخه وروسته په دوو کلونو کې، د ایران رژیم او د دې نیابتي ډلو په سیمه کې د کړکیچ د رامینځته کولو مخه نه ده نیولې. د ګران لګښت بهرني عمليات په داسې حال کې دوام لري چې بې وزلي د ایران نفوس له ستونزو سره مخ کوي.

د ایران ملاتړي ګوندونو د تېر نومبر په مياشت کې په عراق کې په انتخاباتو کې د خپلې ویجاړونکې ماتې له منلو څخه انکار کړی او د هغه سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو مخه یې ونیوله چې لبنان ورته سخته اړتیا لري.

د ایران په ملاتړ حوثي یاغیان په یمن کې جګړه پرمخ وړي حتی په دې هېواد کې بشري ناورین لا پسې خرابیږي.

په عېن حال کې، ایران په سوریه کې د نفوذ او دغه هېواد د طبیعي زیرمو د کنټرول لپاره د روسیې سره د بایلونکي مبارزې په لاره اچولو ته دوام ورکوي، پداسې حال کې چې د بشارالاسد دواړه متحدین د سوریې د خلکو له کړاوونو څخه بې پروا دي.

خو په داسې حال کې چې د ایران رژیم په دې توانیدلی چې په کمزورو هېوادونو کې ستونزې او تباهي رامنځته کړي، په تهران کې د عامو ایرانیانو او یا د هغوی د مشرانو لپاره دا انځور ښه نه دی.

دا رژیم د بهرنیو پراکسيانو، آی آر جي سي او منظم پوځ په تمویل ټینګار کوي، او اقتصاد ته زیان رسوي. تقريباََ د ایرانیانو نيمه برخه د "مطلق بې وزلۍ" سره مخ دي، چې په میاشت کې نږدې د ۲۶۶ ډالرو سره د عاید په توګه تعریف شوې ده.

د ایران د احصایې د مرکز په وینا، تقريباََ ۶۰ فيصده ایرانیان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

دا حالات ځکه رامنځته شوي چې بریګیډير جنرل اسمعیل قااني د سلیماني ښه ځای ناستی نه دی ثابت شوی. قااني چې اوس د دوو کلونو لپاره د آی آر جي سي مشري په غاړه لري او چې په عربي ژبه خبرې نه کوي، توان نه لري چې هغه شان د منځني ختیځ د پراکسيانو مشري وکړي لکه څنګه چې سلیماني کوله.

د عراق پوځي کارپوه حاتم الفلاحي د نومبر په میاشت کې المشارق ته وویل، د قااني د ډېرو ناکامیو تر ټولو څرګند شاخص "په عراق کې په خپلو دوديز متحدینو باندې د ایران د کنټرول کمېدل دي".

الفلاحي وويل، بغداد ته د پټو سفرونو په ترڅ کې، قااني په ملېشو باندې د واک کارولو وړتيا نه لرله، کومو چې د امرونو "په بشپړه توګه اطاعت نه کول پيل کړي" او د جزیاتو په اړه جګړې کوي، په ځانګړې توګه کله چې دوی د هغوی ګټو ته زيان رسوي.

د سلیماني د مرګ څخه دوه کاله وروسته، د ایران رژیم، چې د يو محرک له کبله کار کوي، په سیمه کې د مرګ او تباهي رامنځته کوي. بیا هم هیڅوک نشي کولی چې په ورته موده کې د خپلو ستراتیژیکو ګټو پرمختګ ته اشاره وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500