بشري حقونه

اسلامي نړۍ باید د چین له خوا پر مسلمانانو د ظلمونو د مخنیوي لپاره متحد شي

د سلطان الباري لخوا

عربي سړي په شنجيانګ کې پر مسلمانانو د چين د ظلمونو په وړاندې احتجاج کوي. [ډېویډ فرسټ/ای اېف پي]

عربي سړي په شنجيانګ کې پر مسلمانانو د چين د ظلمونو په وړاندې احتجاج کوي. [ډېویډ فرسټ/ای اېف پي]

په منځني ختيځ کې ديني عالمانو او پوهانو وويل، عربي او اسلامي هېوادونه او بلاکونه بايد د شنجيانګ پر مسلمانانو د چين د ظلمونو په اړه خپل دريځ يو کړي او د دغه ظلم د ختمولو لپاره لا زياتې هڅې وکړي.

دوی زياته کړه چې په پراخه کچه يو کمپاین ته اړتیا ده ترڅو چین حساب ورکولو ته اړ کړي.

بیجینګ د شنجيانګ په شمال لویدیځ سیمه کې د مسلمانانو پر وړاندې د ګڼ شمير سرغړونو مرتکب دی. شنجيانګ د چین یوازینۍ سیمه ده چې اکثریت يې مسلمانان دي.

له یو ملیون څخه ډیر خلک چې ډیری یې ایغوریان دي په سیمه کې د "سیاسي بیا زده کړې" په کمپونو کې پخپلسري توګه توقیف شوي دي.

ایغور او نور مسلمانان د فبرورۍ په میاشت کې په استنبول کې مظاهرې کوي او په شنجيانګ کې د ترسره شویو جرمونو لپاره د انصاف غوښتنه کوي. [یاسین اکګل/ای اېف پي]

ایغور او نور مسلمانان د فبرورۍ په میاشت کې په استنبول کې مظاهرې کوي او په شنجيانګ کې د ترسره شویو جرمونو لپاره د انصاف غوښتنه کوي. [یاسین اکګل/ای اېف پي]

د اسلامي مدافع فرنټ (اېف پي آی) غړي په اندونیزیا کې په ۲۰۱۹ کال کې په یو احتجاج کې برخه اخلي ترڅو په چین کې د مظلومو مسلمانانو لپاره ملاتړ څرګند کړي. [محی الدین/ای اېف پي]

د اسلامي مدافع فرنټ (اېف پي آی) غړي په اندونیزیا کې په ۲۰۱۹ کال کې په یو احتجاج کې برخه اخلي ترڅو په چین کې د مظلومو مسلمانانو لپاره ملاتړ څرګند کړي. [محی الدین/ای اېف پي]

پولیس په هانګ کانګ کې په ۲۰۱۹ کال کې وروسته له هغې خلک نیسي کله چې دوی په شنجيانګ کې د مظلومو مسلمانانو سره د خپل ملاتړ څرګندونه وکړه. [ډیل دی لا ری/ای اېف پي]

پولیس په هانګ کانګ کې په ۲۰۱۹ کال کې وروسته له هغې خلک نیسي کله چې دوی په شنجيانګ کې د مظلومو مسلمانانو سره د خپل ملاتړ څرګندونه وکړه. [ډیل دی لا ری/ای اېف پي]

د کېمپ د پخوانیو بندیانو سره خپلواکه تحقیقاتو او مرکو په کېمپ کې دننه، چې په اغيزمنه توګه د بنديزونو په توګه کار کوي، جسماني او ذهني ځورنه، د مغز وينځل، په منظمه توګه تیری او جنسي تيري، او نور وحشتونه په ګوته کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان (اېچ آر ډبليو) د اپرېل په میاشت کې په یو مفصل راپور کې وویل، سربيره پر دی، چینايي چارواکو د سیمې د دوه پر درې برخې د جوماتونو او نورو سپیڅلو اسلامي ځایونو د ويجاړولو او تباه کولو لپاره مختلفې بهانې استعمال کړي دي.

خو د دغو ظلمونو په وړاندې د اکثريت مسلمانو عربو هېوادونو غبرګون ډېر ښه ندی او ځينې عرب مشرانو حتی د چين ملاتړ کړی دی.

سعودي عرب، متحده عرب امارات (يو ای اي) او مصر په هغوی ۳۷ هیوادونو کې وو چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته یو لیک لاسليک کړو چې په شنجيانګ کې يې "د ساتنې او امنیت " د بېرته بحالۍ لپاره د چین ستاینه وکړه.

د ۲۰۱۹ کال د مارچ په یو پریکړه لیک کې چې په غیر اسلامي هیوادونو کې د میشتو مسلمانانو د حقونو په ساتلو باندې تمرکز کوي، په سعودي کې میشته د اسلامي همکاریو سازمان (او آی سي) د چین د هڅو ستاینه وکړه چې "خپلو مسلمانو اتباعو ته پاملرنه چمتو کوي".

اېچ آر ډبليو یادونه وکړه چې په دغه پریکړه لیک کې "د بیجینګ لپاره د انتقاد یا غندنې کلمه شامله نه وه".

سعودي عرب، مصر او متحده عرب اماراتو هم جلاوطن شوي اویغوران نیولي او د بیجینګ په غوښتنه یې چین ته استولي دي.

د مسلمانانو پیوستون

مسلمانو دیني عالمانو چې له المشارق سره یې خبرې کولې وویل، د چین حکومت د اویغورانو سره د ناوړه چلند د دوام د مخنیوي لپاره ترټولو غوره لاره دا ده چې په پراخه کمپاینونه ترسره کړو او د چینایي توکو بایکاټ وکړو.

دوی وویل، عربي هېوادونه باید د سازمانونو او بلاکونو لکه د او آی سي او د خلیج د همکارۍ شورا (جي سي سي) له لارې د چین د مسلمان اقليتونو په وړاندې د ظالمانه کړنو غندنه وکړي.

په الازهر يونيورسټۍ کې د شريعت او حقوقو پروفيسر نایف عبد ربو وویل، "په دیني لحاظ سره، د یو مسلمان دنده دا ده چې د خپل مسلمان ورور ملاتړ او مرسته وکړي، که هغه د ظلم قرباني وي."

هغه وویل، "چینايي مسلمانان یوازې د دې لپاره چې دوی مسلمانان دي د ډله ایز ظلم سره مخ دي." هغه ټینګار وکړو چې دا د هغه خپل نظر دی، نه د الازهر رسمي دریځ، چې د لسیزو راهیسې د چین څخه د اویغور زده کونکو کوربه توب کوي.

عبد ربو وویل، په وروستیو کلونو کې الازهر په چین او برما کې د مسلمانانو سره د ملاتړ لپاره يو څو بیانونه خپاره کړي دي، چې په دې کې د ۲۰۱۵ کال یو بيان شامل دی چې په چین نیوکه کوي چې د روژې په میاشت کې اویغوران د روژې نیولو څخه منع کوي.

الازهر په دغه بیان کې ویلي، دا "په چین کې د ایغور مسلمانانو پر وړاندې هر ډول ظلمونه ردوي".

عبد ربو وویل چې په پراخه کچه ولسي احتجاجونه "به د حکومتونو په دریځ کې د بدلون لامل شي یا به چین دې ته اړ کړي چې د خپلو ګټو د ساتنې لپاره له خپلو کړنو څخه ډډه وکړي".

ځینې هغه غبرګون ته اشاره کوي چې په افغانستان کې رامنځ ته شو، چېرې چې وسله وال تر دې حده پورې لاړل چې د نړۍ له ټولو مسلمانانو څخه یې وغوښتل چې د بیجینګ په وړاندې د "جهاد" لپاره متحد شي.

همغږيز غبرګون

د مصر د ابن الولید مطالعاتو او ساحوي څیړنو په مرکز کې د نویو رسنیو ډايريکټر مازن ذکي د چینایي مسلمانانو په اړه د خبرونو لپاره ټولنیزې رسنۍ کارولي دي.

هغه وویل، "هغه په اسلامي هیوادونو کې د دوی لپاره خورا زياته خواخوږي لیدلې"، په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې، خو هغه د همغږۍ او "د یو متحد کمپاین د نشتوالي یادونه وکړه ترڅو دا غږونه په لوړه کچه واوریدل شي".

زکي وویل، د هشټاګونو ښه همغږي، د احتجاجونو سره یوځای، کولی شي عرب یا اسلامي حکومتونه دې ته اړ کړي چې يو داسې دریځ غوره کړي چې بیجینګ دې ته اړ کړي چې له خپلو کړنو څخه ډډه وکړي.

د ام القره يونيورسټۍ د تقابلي فقهې پروفيسر عبدالله المقرین وویل، "چین په منځني ختیځ کې، په ځانګړې توګه په اسلامي هېوادونو کې پراخې [اقتصادي] ګټې لري."

هغه وویل، هیوادونه کولی شي له دې څخه د يو ځواک په توګه کار واخلي ترڅو د چین په حکومت فشار راوړي چې د مسلمانانو په وړاندې له خپلو اقداماتو څخه ډډه وکړي.

المقرين د چين د مسلمانانو پر ضد د ظلمونو د خبرونو د شريکولو لپاره د ولسي مظاهرو او د ټولنيزو رسنيو په کارولو ټينګار وکړو او په حکومتونو يې د فشار راوړلو لپاره د چين د اقداماتو په وړاندې په دريځ نيولو باندې ټينګار وکړو.

هغه زیاته کړه، "د انفرادي هیوادونو دریځونه ممکن د پام وړ پایله رامنځته نه کړي، د هغو ډله ايزو اقداماتو برعکس چې د او آی سي او جي سي سي په څیر ډلې يې پورته کوي."

ټولنیز مسؤلیت

عربي سیمه د چین د بيلټ او سړک نوښت (بي آر آی) مرکزي برخه ده. بي آر آی یوه لویه پروژه ده چې په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوه چې په آسیا، افریقا، اروپا او اوقیانوس کې ۷۸ هیوادونه د ریل پټلو، د بار وړلو د لارو او نورو زیربنایي پروژو له لارې يو ځای کوي.

د بي آر آی له لارې، چین کمزورو هیوادونو، لکه ايران، ته د قرضو وړاندیز کړی چې بيرته ورکول به يې د دوی لپاره ستونزمن وي، چې په پايله کې به بیجینګ ته د دوی پروړاندې ګټه ورکړي.

دغه اقتصادي ملګرتيا په ځینو برخو کې دا څرګندوي چې ولې ځینې هېوادونه په شنجيانګ کې د مسلمانانو پر وړاندې د چین د سرغړونو په اړه خبرې نه کوي.

د مصر په المادي ښار کې د النور جومات امام او د الازهر عالم شیخ عبدالمنعم محمد وویل، په چین کې د مسلمانانو مسئلې ته باید زیاته پاملرنه وشي.

هغه المشارق ته وویل، "په جوماتونو کې چې زه د کومو زیاتو کسانو سره لیدنه کوم، هغوی د دې موضوع په اړه هیڅ معلومات نه لري او حتی حیران دي چې دا ډول حالات روان دي."

هغه وویل، مسلمانان ټولنیز مسؤلیت لري چې د خپلو وروڼو سره د چلند په اړه عامه پوهاوی لوړ کړي.

محمد وویل، "بنسټیز کمپاینونه ممکن د حکومتي او رسمي دريځونو په پرتله ډیر اغیز ولري، لکه په منځني ختیځ او اسلامي هیوادونو کې د چینایي توکو د بایکاټ غوښتنه."

هغه وويل: "که چېرې دا عملي شي، نو دا به چين لپاره يو دردناک ګوزار وي،" ځکه چې عربي سيمه د چين د توکو لپاره يو لوی بازار دی او بايکاټ به د چين پر اقتصاد د پام وړ اغېز وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500