ټولنه

د افغانستان د روان بحران له امله پاکستان د او آی سي د غونډې د کوربه توب وړاندیز کړی دی

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

ښځې د نومبر په ۲۹ مه په کابل کې د خوړو نړیوال پروګرام د نغدو پیسو د ویش پرمهال په کتار کې انتظار کوي. [هیکټر ریتامل/ای اېف پي]

ښځې د نومبر په ۲۹ مه په کابل کې د خوړو نړیوال پروګرام د نغدو پیسو د ویش پرمهال په کتار کې انتظار کوي. [هیکټر ریتامل/ای اېف پي]

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د دوشنبې په ورځ (د نومبر په ۲۹ مه) وویل، پاکستان وړاندیز کړی چې په راتلونکې میاشت کې د اسلامي همکارۍ سازمان (او آی سي) د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې غونډې کوربه توب وکړي چې په افغانستان کې روان بشري بحران حل کړي.

قریشي په ټویټر باندې اعلان وکړو چې پاکستان د دسمبر په ۱۷ مه په اسلام آباد کې د دغه غونډې د کوربه توب وړاندیز وکړو.

ملګرو ملتونو (يو اېن) په مکرر ډول خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړۍ تر ټولو ناوړه بشري بحران سره مخامخ دی، او قریشي وویل چې او آی سي باید "د خپلو افغان وروڼو سره د مرستې لپاره ګام پورته کړي".

هغه په یو بیان کې وویل، "موږ باید د افغانانو د بشري اړتیاوو د کمولو لپاره خپلې ګډې هڅې ګړندۍ کړو."

ښځې د نومبر په ۶ مه په کابل کې د خوړو نړیوال پروګرام د خوراکي توکو د ویش پرمهال په کتار کې انتظار کوي. [هیکټر ریتامل/ای اېف پي]

ښځې د نومبر په ۶ مه په کابل کې د خوړو نړیوال پروګرام د خوراکي توکو د ویش پرمهال په کتار کې انتظار کوي. [هیکټر ریتامل/ای اېف پي]

د پاکستان دغه وړاندیز د سعودي عرب له غوښتنې وروسته کېږي، چې دا مهال د ۵۷ کسیزې ډلې مشري کوي.

دا به احتمالا د تېر حکومت له نسکورېدو وروسته د افغانستان په اړه تر ټولو لویه نړیواله غونډه وي.

قریشي مخکې د نومبر په ۱۱مه خبرداری ورکړی و چې افغانستان "د اقتصادي سقوط په څنډه کې دی" او دا چې نړیواله ټولنه باید ژر تر ژره مرستې بیا پیل کړي او بشري مرستې برابر کړي.

قریشي په اسلام اباد کې د امریکې، چین، روس او نورو سفارتکارانو په یوې غونډه کې وویل، "دا د نړیوالې ټولنې لپاره اړینه ده چې په بیړني ډول د بشري مرستو چمتو کول چټک کړي."

هغه زیاته کړه، په دې کې افغانستان ته د دې وړتیا ورکول هم شامل دي چې د اګست په میاشت کې د افغان حکومت له نسکوریدو راهیسې د لویدیځ تمویل کونکو لخوا کنګل شوي فنډونو ته لاسرسی ومومي.

قریشي وویل، د تمویل د جریان بیا پیل کول به "زموږ هڅې پياوړي کړي ترڅو اقتصادي فعالیتونه بېرته پيل کړو او د افغانستان اقتصاد د ثبات او پایښت په لور روان کړو."

پراخه اړتیاوې

نړیواله ټولنه د نوي حکومت له لارې د مرستې د هڅو لپاره د تمویل په اړه محتاطه ده.

نړیوالو سازمانونو افغانانو ته مرستو رسولو ته دوام ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبليو اېف پي) تېره هفته له تاجکستان څخه افغانستان ته د خوراکي توکو رسول پیل کړل، چې د ۲۵۰۰ ټنه غنمو اوړه چې له سیمې څخه اخیستل شوي چمتو کوي.

ډبليو اېف پي هم د دوشنبې په ورځ د افغانستان په مرکزي ښار کې شاوخوا ۳۰۰۰ کورنیو ته چې په هیواد کې د مخ په زیاتیدونکي بشري بحران له امله سخت ځپل شوي وو ته ۷۰۰۰ افغانۍ (۷۴ امريکايي ډالره) نغدي پيسې ورکړې.

که څه هم، د افغانانو اړتیاوې زیاتې دي.

د ملګرو ملتونو د سيکريټري جنرل ځانګړې استازی او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې دیبورا لاينز د نومبر په ۱۷ مه وویل، "اوس د افغانانو پرېښودل به یوه تاریخي تېروتنه وي -- یوه داسې تېروتنه چې تر دې مخکې یې پایلې غمجنې وې."

هغې وویل، د ژمي په را رسېدو سره به تر ۲۳ میلیونو پورې افغانان په بحران کي وي يا به د خوراکي توکو د کمښت د بيړني حالت سره مخ شي.

هغې زیاته کړه، سره له دې چې یو وخت د قحط خطر د کلیوالو سیمو پورې محدود و، خو اوس ګمان کيږي چې د افغانستان په ۱۱ ګڼو ښاري سیمو کې ۱۰ سيمې د خوراکي توکو د کمښت بیړنۍ کچې ته رسیدلي دي.

ملګرو ملتونو د نومبر په ۲۳ مه وویل چې د کال تر پایه پورې په افغانستان کې د بشردوستانه غبرګون سره د مرستې لپاره د ۵۰۰ ملیونو ډالرو څخه زياته د مرستې غوښتنه اوس په بشپړ ډول پوره شوې ده.

اصلي تمویل کوونکي متحده ایالات، اروپایي هیوادونه او جاپان وو، چې د ۶۰۶ ملیونه ډالرو د تمویل هدف ته په رسیدو کې یې مرسته وکړه.

دا فنډونه په افغانستان کې د ۱۱ میلیونو ډېرو بې وزلو خلکو سره د مرستې لپاره کارول کيږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500