امنیت

شواهد د افغانستان څخه د اعدام د ویډیو په اړه د طالبانو دروغ ردوي

د پاکستان فارورډ له خوا

د يوې ویډیو سکرین شاټ ښیي چې په فاریاب کې افغان کمانډو د طالبانو له خوا د اعدام کيدو څخه مخکې تسلیم شول.

د يوې ویډیو سکرین شاټ ښیي چې په فاریاب کې افغان کمانډو د طالبانو له خوا د اعدام کيدو څخه مخکې تسلیم شول.

څرګند شواهد د طالبانو دا دروغ ردوي چې په دې وروستیو کې یوه خپره شوې ویډیو په فاریاب صوبه کې د طالبانو لخوا د ۲۲ افغان ځانګړو ځواکونو کومانډو اعدامول "جعلي" دي.

دغه ۴۵ سيکنډه ویډیو، چې د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۱۲ مه) د سي اېن اېن له خوا خپره شوې، ښیي چې افغان کمانډو د جون په ۱۶ مه د فارياب صوبې په دولت آباد ضلعه کې خپلې وسلې په ځمکه اږدي او تسليميږي، کله چې طالبانو دغه ضلعه د درنې جګړې وروسته ونیوله.

په ویډیو کې ښودل شوي چې طالبان وسله وال د "الله اکبر" شعارونه پورته کوي او هغه ټول ۲۲ افغان کمانډو سمدلاسې وروسته له هغې په ډزو وژني کله چې دوی خپلې وسلې په ځمکه کيښودی.

سي اېن اېن د طالبانو په حواله ادعا کړې چې دوی افغان کمانډو نیولي، چې ژوندي دي او د طالبانو په توقيف کې دي.

په داسې حال کې چې سي اېن اېن وايي چې دې دا راپور تایید کړی او له ګڼو شاهدانو سره یې خبرې کړي، د طالبانو ویاند ادعا کوي چې دا ویډیو جعلي ده.

د طالبانو مذاکره کونکي او ویاند سهیل شاهین د چهارشنبې په ورځ په یو ټویټر پوسټ کې وویل، "دغه راپور د جعلي ويډيو څخه دی چې د بلې ويډيو سره يو ځای شوی، چې ۲۲ کمانډو په کې په فاریاب صوبه کې د عملیاتو په جريان کې وژل شوي ول."

د طالبانو ادعا ردول

که څه هم، د دفاع وزارت د طالبانو ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې طالبانو دغه کمانډو وژلي دي. د وزارت ویاند فواد امان په یو بیان کې وویل چې دا اعدامونه "يو جنګي جرم" دی.

سربیره پردې، سره صلیب د ۲۲ کمانډو د لاشونو ترلاسه کول تایید کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان، چې د بشري حقونو د څار سازمان دی، موافقه وکړه چې دغه وژل يو جنګي جرم دی. "دا سخته ځورونکي ويډيو د وحشت نه ډکه ده او په افغانستان کې مخ په زياتيدونکی ناکراره وضعیت په ګوته کوي. هغه څه چې موږ یې وينو د تسلیم شويو سرتیرو وژل دي -- چې یو جنګي جرم دی."

دا اعدامونه، په داسې حال کې چې طالبان د سولې د پروسې د تعقیب ادعا کوي او پلان لري چې له افغان حکومت سره خبرو اترو ته دوام ورکړي، د سولې د راتلونکو خبرو اترو په اړه شکونه رامينځته کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500