امنیت

شواهد ښیي چې حقاني شبکه او داعش یو له بل سره په همغږۍ ترهګریز بریدونه ترسره کوي

د سلیمان راپور

د داعش د خراسان څانګې غړي په ۱۳۹۷ کې له ننګرهار سره نږدې ټریننګ کوي. [آرشیف]

د داعش د خراسان څانګې غړي په ۱۳۹۷ کې له ننګرهار سره نږدې ټریننګ کوي. [آرشیف]

کابل -- د افغانستان د ملي امنیت ریاست د یکشنبې په ورځ /د کب ۳مه/ د یوې ترهګرې حلقې د نیولو اعلان وکړ. دغه حلقه طالبانو پورې د تړلې حقاني شبکې او داعش له غړو څخه تشکیل شوې ده.

د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو دغه پنځه کسیزه حلقه د کابل په ۱۷مه ناحیه کې ونیوله. په هغوی باندې تور دی چې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې راکټونه ساتي، انتقالوي او توغوي او تېر کال یې د هزاره ګانو د وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري د یاد په مراسمو باندې برید کړی وو.

د افغانستان د استخباراتو او سیاسي چارو شنونکیو وویل، وروستۍ نیونې هغه شواهد پیاوړي کوي چې داعش او حقاني شبکه په شریکه په افغانستان کې ترهګریز بریدونه پلانوي او ترسره کوي.

د ملي امنیت ریاست رییس احمد ضیاء سراج د سلواغې په ۲۵مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، داعش او حقاني شبکه یو د بل له تجربو څخه ګټه اخلي.

د انځورونو په یوه ننداره کې چې د لړم په ۲مه په اسلام کې جوړه شوې وه، یو سړی د یوه مونېټر پر مخ د جلال الدین حقاني د ژوند مستند ګوري. نوموړی د طالبانو د تاوتریخوالي جوړونکې څانګې حقاني شبکې مؤسس وو. [عامر قریشي/ای اېف پي]

د انځورونو په یوه ننداره کې چې د لړم په ۲مه په اسلام کې جوړه شوې وه، یو سړی د یوه مونېټر پر مخ د جلال الدین حقاني د ژوند مستند ګوري. نوموړی د طالبانو د تاوتریخوالي جوړونکې څانګې حقاني شبکې مؤسس وو. [عامر قریشي/ای اېف پي]

یوه ګډه ترهګره ډله

د ملي امنیت ریاست ویاند حارث جبران وویل، یو فعال ترهګر ګروپ چې د داعش له عناصرو او د حقاني شبکې له پخوانیو غړو څخه تشکیل شوی دی، موجود دی.

جبران وویل، له دغه مشارکت څخه -- چې د متحده ایالاتو - طالبانو د هوکړې پر خلاف جوړ شوی دی -- د یوې پردې په توګه کار اخیستل کیږي، چې په هغې سره طالبان او حقاني شبکه خپل ځانونه «له ملي او بین المللي تورونو» څخه پټوي.

هغه وویل، د دواړو ډلو هدف دا دی چې د عامو افغانانو او حکومت تر منځ فاصله رامنځته کړي او په حکومت باندې د هغوی باور مات کړي.

نوموړي وویل، د دغه مشارکت کړنلاره داسې ده چې، «حقاني شبکه پلان جوړوي او امکانات برابروي، په داسې حال کې چې داعش بریدونه کوي او مسؤلیت پرغاړه اخلي.»

جبران وویل، د پېچلیو ترهګریزو بریدونو اکثرو پلان جوړونکیو او مرتکبینو پخوا له حقاني شبکې سره کار کاوه.

هغه وویل، په څو پېښو کې، بایومټریکو معلوماتو وښودله چې دغه کسان پخوا د حقاني شبکې د غړو په توګه بندیان شوي ول.

هغه وویل، په ډېرو پېښو کې، نیول شوي کسان اعتراف کوي چې هغوی د داعش عناصر دي چې له «یوه ځانګړي ګروپ» سره یې بیعت کړی دی، خو تحقیقات ښیي چې هغوی د حقاني شبکې دویمو او درېیمو درجو پورې تړاو لري.

هغه وویل، «خو پخپله جنګیالي په دې هکله نظر نه لري، او فکر کوي چې هغوی د داعش د خراسان څانګې لپاره جنګ کوي.»

د حلقې غړي اعتراف کوي

د ملي امنیت ریاست د سلواغې په ۲۱مه اعلان وکړ چې هغوی په کابل کې یوه داسې حلقه نیولې ده چې د داعش او حقاني شبکې دواړو غړي په کې شامل دي.

د ملي امنیت ریاست وویل، دغې حلقې د مقناطیسي بمي بریدونو او وژنو تر شا لاس درلود، او یادونه یې وکړه چې د هغوی د موندنو له مخې، د طالبانو د ډلې، حقاني شبکې او داعش عناصر «په ګډه ترهګریز بریدونه ترسره کوي».

دغې ادارې وویل، طالبان او حقاني شبکه په لویو ښارونو کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي، په داسې حال کې چې مسؤلیت یې داعش پرغاړه اخلي، او مبهمې اعلامیې خپروي چې خلک تېر باسي.

یوه بندي (چې ځان یې د زاهدالله یا «عبدالله» په نامه معرفي کړ) په داسې توطیو اعتراف وکړ چې ویل یې د خدر اډې د په نښه کولو لپاره یې میزایل وار کړي وو، او په خدر سړک باندې یې یو ماین ښخ کړی وو «ترڅو په امنیتي ځواکونو باندې چاودنه وکړي».

په یوه ویډیو کې چې د ملي امنیت ریاست له رسنیو سره شریکه کړې، یوه بل بندي (چې ځان یې د عبدالبصیر یا «بلال» په نامه معرفي کړی) او شک کیږي چې د داعش - حقاني د حلقې غړی دی -- اعتراف وکړ چې د یوه تښتول شوي پولیس افسر پښې یې وتړلې او په ځمکه باندې یې څملاوه.

هغه وویل، پولیس افسر له بصیر نه غوښتل چې اجازه ورکړي ترڅو لمونځ وکړي، خو ده د لمانځه اجازه ورنه کړه او ویې واژه.

د ملي امنیت ریاست وویل، د داعش - حقاني د حلقې غړو د سلواغې په ۲۳مه د حامد کرزي پر نړۍ وال هوایي ډګر او بګرام هوایي ډګر باندې د بریدونو په ګډون، په کابل ښار باندې په راکټي بریدونو کې لاس درلود.

د ملي امنیت ریاست د غوایي په ۱۷مه په کابل ښار کې د داعش او حقاني شبکې له غړو څخه د جوړې شوې یوې بلې حلقې غړي ونیول.

په هغې حلقې باندې تور وو چې د ولسمشر د لوړې په مراسمو او بګرام هوایي ډګر باندې د توغندیو په توغولو کې ښکېل ول، او هم یې د سکانو په یوه ګوردواره او د مزاري د یاد په مراسمو باندې بریدونه کړي ول.

نړۍ والې هیلې

د سیاسي چارو شنونکي احمد سعیدي وویل، «کله چې داعش رامنځته شو، هغوی له حقاني شبکې سره اړیکې نه لرلې.»

هغه وویل، «خو په دې ورځو کې، او د سولې د بین الافغاني خبرو له پيل راهیسې، داعش او حقاني شبکې -- چې دواړه په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ضد دي -- په خپلو کې اړیکې سره جوړې کړي او د سولې د پروسې د مختل کولو لپاره ګډ ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي.»

هغه وویل، «د داعش او حقاني شبکې تر منځ د اړیکو په نزدیکت سربېره، له هغوی سره ځینې نور ترهګر ګروپونه هم یوځای شوي دي.»

سعیدي زیاته کړه، «داعش، القاعده او ځینې نور نړۍ وال ترهګر ګروپونه سره رایوځای شوي او پلان لري چې یو نړۍ وال سازمان جوړ کړي ... چې مشري به یې د حقاني شبکې پر غاړه وي.»

په کابل کې د پوځي چارو یوه شنونکي او متقاعد پوځي افسر ظاهرعظیمي وویل، «ګډو ګټو د داعش، حقاني شبکې، القاعدې او طالبانو په څېر ترهګر ګروپونه سره رایوځای کړي ترڅو یو ګډ هدف تعقیب کړي.»

په دغو هدفونو کې «د نړۍ والو ځواکونو جبري اېستل، د افغان حکومت کمزوري کول او راچپه کول، په هېواد باندې کنټرول ترلاسه کول، د افغانانو تر منځ درزونه جوړول او په افغان حکومت باندې د عامه فشار زیاتول» شامل دي.

په کابل کې د سیاسي او پوځي چارو یوه شنونکي عارف کیاني وویل، هغه ګروپ چې د داعش تر نامه لاندې فعالیت کوي د حقاني شبکې برخه دی.

هغه وویل، دغه ګروپ دې ته منتظر دی چې د پخلاینې پروسې سره د طالبانو د سیاسي استازو په یوځای کېدلو سره رامنځته کېدونکې د قدرت خلا ډکه کړي او له همدې امله یې «ترهګریز بریدونه او وژنې زیات کړي» دي.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي زلمي افغانیار وویل، داعش د وروستیو ترهګریزو بریدونو، بمي چاودنو او وژنو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.

هغه وویل، خو د افغان امنیتي ځواکونو له خوا وړاندې کړای شوي اسناد او شواهد ښیي چې د دغو ترهګریزو بریدونو تر شا اصلا حقاني شبکې او طالبانو لاس درلود.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500