روغتیا

د ایران ماهان هوايي شرکت په نړۍ کې د کورونا ویروس په وبا کې يو کليدي عنصر ګڼل کيږي

پاکستان فارورډ

عراقیان، چې ځینو په کې حفاظتي ماسکونه اچولي دي، د فبرورۍ په ۲۱ مه د ایران په نجف نړیوال هوایي ډګر کې له ایران څخه د راتلو پرمهال د الوتکې نه راکوزيږي، په داسې حال کې چې له تهران څخه چین ته د ماهان هوايي شرکت له پروازونو وروسته د کورونا ویروس په ناروغۍ کې زياتوالی راغلی دی. [حیدر همداني/ای اېف پي]

عراقیان، چې ځینو په کې حفاظتي ماسکونه اچولي دي، د فبرورۍ په ۲۱ مه د ایران په نجف نړیوال هوایي ډګر کې له ایران څخه د راتلو پرمهال د الوتکې نه راکوزيږي، په داسې حال کې چې له تهران څخه چین ته د ماهان هوايي شرکت له پروازونو وروسته د کورونا ویروس په ناروغۍ کې زياتوالی راغلی دی. [حیدر همداني/ای اېف پي]

د زياتو شواهدو له مخې، ماهان هوايي شرکت، چې د څه حده پورې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو قول (آی آر جي سي) ملکیت دی، په ایران او دغه ټوله سیمه کې د وژونکي ویروس په خپریدو کې يو مهم عنصر دی.

ګڼ شمير رسنیو په تیرو هفتو کې راپور ورکړی چې ماهان هوايي شرکت د عامه پوهاوي روغتیايي پاملرنې کړنو څخه سرغړونه وکړه او د فبرورۍ او مارچ په میاشتو کې يې د کورونا ويروس د خپريدو د زياتوالي په جريان کې د ایران او چین تر منځ په درجنونو پروازونه په دوامداره توګه ترسره کړل، سره له دې چې ایراني چارواکو په ورته پروازونو بندیز لګولی و.

د راډیو فردا په تحقیق کې څرګنده شوه چې د فبرورۍ له څلورمې نيټې څخه د فبرورۍ تر ۲۲ مې نيټې پورې ماهان هوايي شرکت د تهران له امام خامنه اي هوایي ډګر څخه بیجینګ، شانګهای، ګوانګزو او شینزین ته لږ تر لږه پنځه ویشت ځله پروازونه کړې ول او بیا ایران ته راستانه شوې ول.

د فبرورۍ په ۲۵ مه د پروازونو د تعقیب ویب پا ڼې په يو راپور کې دغه معلومات شامل وو لکه فلایټ راډار ۲۴، چې دا ښیي چې ماهان هوايي شرکت د چین لپاره خپل عملیات نه و ځنډولي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی يو انځور د هوايي شرکت يو کارکونکی ښيي، چې د ټول بدن د پټولو لپاره يې طبي جامې اغوستي دي، په داسې حال کې چې هغه د دې کال په لومړيو کې په ايران کې د ماهان هوايي شرکت د يوې الوتکې معاينه کوي. [فايل]

په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی يو انځور د هوايي شرکت يو کارکونکی ښيي، چې د ټول بدن د پټولو لپاره يې طبي جامې اغوستي دي، په داسې حال کې چې هغه د دې کال په لومړيو کې په ايران کې د ماهان هوايي شرکت د يوې الوتکې معاينه کوي. [فايل]

د ایران يو روغتیایي کارکونکی هڅه کوي چې د مسافرو د ختو نه مخکې په الوتکه کې د مکروبو ضد سپری وکړي. [حسین تاواهوري/ تسنیم]

د ایران يو روغتیایي کارکونکی هڅه کوي چې د مسافرو د ختو نه مخکې په الوتکه کې د مکروبو ضد سپری وکړي. [حسین تاواهوري/ تسنیم]

له ایران څخه راويستل شوي کډوال، چې ځينې په کې شکمن او يا د کورونا ويروس تاييد شوي ناروغان دي، د مارچ په ۱۲ مه د هرات صوبې په اسلام قلعه کې افغانستان ته د بيرته داخلېدو په تمه دي. [عمر]

له ایران څخه راويستل شوي کډوال، چې ځينې په کې شکمن او يا د کورونا ويروس تاييد شوي ناروغان دي، د مارچ په ۱۲ مه د هرات صوبې په اسلام قلعه کې افغانستان ته د بيرته داخلېدو په تمه دي. [عمر]

د فبرورۍ مياشت په ایران کې د کورونا ویروس ناروغۍ د خپریدو يوه مهمه میاشت وه، ځکه چې د میاشتې په نیمایۍ کې دا څرګنده شوه چې ویروس په هیواد کې پښې ښخې کړي دي.

د ایران دولتي رسنۍ ارنا راپور ورکړو چې د ایران د روغتیا نايب وزیر علی رضا رئیسي د فبرورۍ په میاشت کې وویل، په قم کې د وبا خپریدل، چې په ایران کې د ویروس مرکز دی، "په ښکاره توګه او ځانګړي ډول" له چینايي کارکونکو او زده کونکو سره تړاو لري.

یوازې دوه ورځې وروسته له هغې چې رژیم د فبرورۍ په ۱۹ مه په هیواد کې د کورونا ويروس ناروغۍ د لومړي کېس اعتراف وکړو، ایراني کارکونکي ولیدل شول چې په قم کې د ۱۰۰ مترو اوږد ډله ایز قبرونه کني.

د دې میاشتې په پای کې، خلکو ته د دقیقو معلوماتو په رسولو کې د ایراني رژیم د شفافيت د نشتوالي له امله په نړيواله کچه انديښنه زياته شوه، ځکه چې په دغه هیواد کې د کورونا ويروس په پراخه کچه خپریدل -- او بلاخره په ناروغۍ يې اخته کیدل -- د ګاونډیو هیوادونو او نورو لپاره يو خطر دی.

د ماهان هوایي شرکت پروازونه دوام لري

د بي بي سي فارسي راپور له مخې، د کورونا ويروس ناروغۍ د ښکاره ګواښ او ډیریدونکي مرګ ژوبلې سره، ماهان هوايي شرکت د مارچ په میاشت کې د تهران او چین ترمنځ پروازونو ته دوام ورکړو.

بي بي سي د مارچ په ۳ مه راپور ورکړو، ماهان الوتکو د فبرورۍ له درېمې نیټې راهیسې د ايران او په چین کې د څلورو ځایونو تر منځ ۳۲ ځله پروازونه کړي دي.

د ایران او چین تر منځ د ماهان هوایي شرکت پروازونو جاری ساتلو په اړه راپورونه د ایران د قانون جوړونکو او عامو خلکو له سخت انتقاد او غوسې سره مخ شول.

د ایران د پارلمان غړي بهرام پارسايي، ماهان هوايي شرکت ته په اشارې وویل، "د دوی جرم له هغو کسانو څخه لوی دی چې ماسکونه ذخيره کوي. هغه زیاته کړه، پکار ده چې د ویروس په خپریدو کې د دغه هوایي شرکت او د ایران د ملکي هوایي چلند ادارې د رول په اړه پلټنه وشي.

ماهان هوايي شرکت دا خبره رد کړې چې دی چین ته سوداګریز پروازونه ترسره کړي دي او ادعا کوي چې دغه پروازونه د "بشردوستانه مرستو" د لیږدولو لپاره ترسره شول، چې په کې د کورونا ویروس ټیسټ کټونه او نور طبي تجهیزات شامل ول.

سي ای او د دې ادعا ملاتړ وکړو او ویې ویل چې دغه هوایي شرکت یوازې د کارګو پروازونه ترسره کوي.

البته، د ایران خلک د دې وضاحت څخه خوشحاله نه دي او په ټولنیزو رسنیو یې خپلې اندیښنې پورته کړي دي.

د ایران د درملو او طبي توکو کمې ته په پام سره -- د ټیسټ کټونو، مخ ماسکونو او لاس پاکونکو جيل په ګډون -- دا احتمال شتون نه لري چې دا چین ته د روغتیایي مرستې توکې په داسې وخت کې لیږدوي کله چې په ایران کې وبا په چټکۍ سره وده کوله.

دا نه شي کيدې چې ماهان هوايي شرکت به چین ته خپل پروازونه د صدر حسن روحاني حکومت نه لوی بل واک -- يعنې آی آر جي سي -- له اجازې پرته جاری ساتلې وې، چې هغه یوازې ستر مشر آیت الله علي خامنه اي ته حساب ورکونکی دی.

د انقلاب ساتونکو سره اړیکې

ګمانونه د ماهان هوايي شرکت د پروازونو د جاري ساتلو لپاره دلایلونه په ګوته کوي، خو شواهد د آی آر جي سي لپاره مالي ګټو او د ایران رژیم لپاره سیاسي اړتیا ته اشاره کوي.

رویډاډ ۲۴ راپور ورکړو چې ګڼ شمير ذکر شوي پروازونه وروسته له تهران څخه کرمان او اسلوویه ته ترسره شول.

د ایران خبري ویب پاڼې وړاندیز وکړ چې دغه هوایي شرکت کرمان موټر، چې په کرمان کې د موټرو جوړولو يوه فيکټري ده، او اسلوویه ته نورې سوداګریزې توکې ليږدولې. اسلوويه د آزاد تجارت او د سویل پارس د تیلو او ګيس پلانټونو او د تیلو پاکولو فيکټرو ځای دی.

دې راپور ورکړو چې مول-ال-موحیدین خیراتي اداره هم په کرمان کې ده. دا "خیراتي اداره" د آی آر جي سي تر کنټرول لاندې ده او په ماهان هوايي شرکت کې ٪۱۰۰ او په کرمان موټرو کې ۵۰٪ برخه لري.

ډیری کتونکي په سیمه کې د تهران لخوا د ملیشو او د ترهګرۍ تمویل او د اټومي وسلو د تعقیب د نه پريښودلو څخه د انکار له امله د دې دوامداره انفرادي توب ته هم اشاره کوي.

دغه انفرادي توب د دې لامل شوی چې روس او چین د ایران لوی اقتصادي مرکزونه دي، چې ډیر شنونکي یې دې پایلې ته رسولي چې آی آر جي سي، که هر څومره خطر موجود وي، له چین سره هر ډول اړیکې پرې کولو ته زړه نازړه دی.

ایران د وبا مرکز دی

د خپرېدو په اړه د ایران رژیم بې شمیره غلط ګامونه دغه هیواد په نړۍ کې د کورونا ويروس وبا یو لوی مرکز ګرځولی او خپلو ګاونډیانو ته یې ډیر زیان رسولی دی.

د جمعې (د اپریل لسمه نيټه) پورې، په ایران کې تایید شوې ۶۶،۲۲۰ کېسونه ول، چې په دې کې ۴،۱۱۰ مرګونه شامل ول، خو بهرني شنونکي شک لري چې ریښتینې شمیره خورا لوړه ده، په داسې حال کې چې په نړۍ کې د ۱۰۰،۰۰۰ نه زيات مرګونه شوي دي او په تدريجي توګه وده کوي.

په پاکستان کې د پولې هاخوا، د کورونا ويروس ناروغۍ ډیر کېسونه له ایران سره تړاو لري.

د وزیر اعظم عمران خان لپاره د روغتیا ځانګړي معاون ډاکټر ظفر مرزا د مارچ په ۲۴ مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وویل، "په پاکستان کې د کورونا ويروس ناروغۍ تایید شوي اتیا سلنه ناروغان له ایران څخه دي، کوم چې په نړيواله کچه د عامې روغتیا اضطراري حالت سره د مبارزې توان نه لري."

په افغانستان کې، چارواکي هڅه کوي چې هغه په لسګونو زره افغان مهاجرین سمبال کړي کوم چې هره ورځ له ایران څخه په زور راويستل کيږي، چې ځينې په کې شکمن او يا د کورونا ويروس تاييد شوي ناروغان دي.

هرات صوبه، چې د ایران او افغانستان تر منځ يوه مهمه سرحدي لاره ده، اوس د وژونکي ویروس سره د افغانستان د کړکیچ مرکز دی. ترکمنستان، چې له ایران سره ګډه پوله لري، له ایران سره خپلې داخلي لارې بندې کړي دي.

د سیمې نورو هیوادونو لکه عراق، ترکیې، کویت او متحده عرب اماراتو، د ناروغه شويو وګړو په شمیر کې زياتوالی ليدلی، کومو چې د هغو خلکو سره ليدل کتل کړې ول چې ایران ته يې سفر کړی و او یا هلته کې پاتې شوي ول.

د ملیشې هوایي شرکت

د کورونا ويروس ناروغۍ په اړه شخړه لومړی ځل نه دی چې ماهان هوایي شرکت په سرلیکونو کې دی.

ماهان هوايي شرکت، چې له ۲۰۱۱ راهیسې د آی آر جي سي قدس ځواک لپاره د ملاتړ چمتو کولو له کبله د متحده ایالاتو د خزانې وزارت لخوا د بندیزونو سره مخ دی، د ډیرو لخوا د "ملیشې هوایي شرکت" په توګه هم پيژندل کيږي.

آی آر جی سي له کلونو راهیسې ماهان هوايي شرکت له افغانستان، پاکستان، عراق، یمن، لبنان او نورو ځایونو څخه د سوریې په څیر نورو ځایونو ته د غیرقانوني جنګیالیو لیږدولو لپاره کاروي، چېرې چې دوی د ایران رژیم په نيابتي جګړو کې جنګېږي.

په دې کسانو کې د فاطمیون ډويژن او زینبیون بریګیډ جنګیالي شامل دي، چې په ترتیب سره په افغانانو او پاکستانیانو باندې مشتمل دي.

په دې وروستیو کې، د فاطمیون جنګیالي داسې ښکاره شول چې په نړۍ کې د روغتیایي وبا په هکله د بې پروايۍ چلند لري.

دې ډويژن د مارچ په ۲۹ مه د خپلو غړو ګڼ انځورونه خپاره کړل چې د لوبو په سیالیو کې یې برخه اخیستې وه، په داسې حال کې چې ګڼ شمیر انځورونه ښیي چې وسله وال له یو بل سره نږدې دي او حتی کشتي کوي او د دې بحران په جریان کې د روغتیايي خونديتوب پرواه نه کوي.

په عین حال کې، تهران د ویروس د اصلي سرچينې په اړه سازشي نظریات خپروي او تهران په خپله سازشي نظریې خپروي او هڅه کوي چې پړه پر بل چا واچوي او له دې څخه د خلکو پام واړوي چې څنګه ایراني رژیم د وبا سره مقابله وکړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د پاکستان حکومت باید د ايران رژيم په پاکستان کې دکورونا ويروس د خپريدو له کبله محاکمه کړي کوم چې د ملایانو او آیت الله د کنټرول لاندې دی. دا رژیم د خپلو ګاونډیانو او د خپلو خلکو لپاره ډیر خطرناک دی. دا وخت دی چې د ایران خلک له دې سخت دريځو څخه خلاصی ترلاسه کړي.

ځواب