تروريزم

د کورونا ویروس وبا د روغتیايي پاملرنې په اړه د طالبانو منافقت په ګوته کوي

پاکستان فارورډ

یو رضاکار چې حفاظتي جامې او مخ ته یې ماسک اچولی دی په ۱۸ مارچ ۲۰۲۰ کال کې په کابل کې د کورونا ویروس ناروغۍ د خپریدو پروړاندې د مخنیوي کمپاین له پیل نه مخکې تياری کوي. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]

یو رضاکار چې حفاظتي جامې او مخ ته یې ماسک اچولی دی په ۱۸ مارچ ۲۰۲۰ کال کې په کابل کې د کورونا ویروس ناروغۍ د خپریدو پروړاندې د مخنیوي کمپاین له پیل نه مخکې تياری کوي. [وکیل کوهسار/ ای اېف پي]

کابل -- شنونکي او وګړي وايي، د طالبانو روانه هڅه، چې ځان د داسې یوې ډلې په توګه ښکاره کړي چې د کورونا ويروس د خپريدو په جريان کې عامې روغتیا ته پاملرنه کوي، په ښکاره ډول منافقت دی، ځکه چې دې ډلې د څو عشرو راهيسې په طبي تاسیساتو بریدونه کړي، ډاکټران یې وژلي او ملکي وګړي يې د مهمو واکيسنو ترلاسه کولو نه منع کړي دي.

د طالبانو د قطر دفتر وياند سهیل شاهین د مارچ په ۱۶ مه په یو ټویټ کې وویل چې دغه ډله د خپلې روغتیا کمیسیون له لارې ټولو روغتیايي سازمانونو او د روغتیا نړیوال سازمان ته ډاډ ورکوي چې دا چمتو ده چې د کورونا ویروس سره په مبارزه کې له دوی سره همکاري او همغږي وکړي.

دا بیان له کلونو راهيسې د طالبانو لخوا په افغانستان کې د نړیوالو روغتیایي هڅو مخالفت کولو سره توپير لري، او په ځانګړي توګه د طالبانو له چلند سره کله چې د تیر اپریل په میاشت کې دوی د روغتیا نړیوال سازمان (ډبليو ايچ او) او سره صلیب د خپل کنټرول لاندې سیمو نه وويستل.

د طالبانو د انديښنې په ورته څرګندونو کې چې تیر کال په بشپړه توګه موجود نه وه، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مارچ په ۱۵ مه وویل، "په افغانستان کې تقريباََ ۴۰،۰۰۰ خلک په جيلونو کې ژوند کوي چیرې چې روغتيا پالنه یا روغتیایي مرکزونه شتون نه لري چې دا یو جدي ګواښ دی."

د مارچ په ۲۷ مه د طالبانو لخوا په يو خپور شوی انځور د دې ډلې د "پوهاوي" هڅې وښودلی چې د کورونا ویروس د ناروغۍ مخه ونیسي. [فايل]

د مارچ په ۲۷ مه د طالبانو لخوا په يو خپور شوی انځور د دې ډلې د "پوهاوي" هڅې وښودلی چې د کورونا ویروس د ناروغۍ مخه ونیسي. [فايل]

عسکر په مخ د ماسکونو سره د مارچ په ۱۷ مه د سيند صوبې په سکهر کې د هغه پاکستانيانو لپاره قرنطين مرکز ته د تلونکي سړک ساتنه کوي کوم چې د تفتان له لارې د ايران نه راستانه شوي ول. [شاهد علي/ ای اېف پي]

عسکر په مخ د ماسکونو سره د مارچ په ۱۷ مه د سيند صوبې په سکهر کې د هغه پاکستانيانو لپاره قرنطين مرکز ته د تلونکي سړک ساتنه کوي کوم چې د تفتان له لارې د ايران نه راستانه شوي ول. [شاهد علي/ ای اېف پي]

د کابل يوې ډاکټرې مینا ناز وویل چې مات شوي وسله وال پوهیږي چې ویروس په چټکۍ سره خپریږي او د دوی قيد شوي همکاران او غړي به په بهر کې خوندي پاتې نه شي.

ناز وویل، له همدې امله، دوی اوس د روغتیایي کارکونکو سره همکاري کوي.

هغې وویل، "ورته وسله وال په افغانستان کې د روغتیایي پاملرنې د کمزوري حالت لپاره مسؤل دي ځکه چې ډاکټران، طبيبان او نرسانې چمتو نه دي چې واکسین او خدمات وړاندې کړي."

هغې زیاته کړه، "دوی روغتیايي مرکزونو ته زیان رسولی او روغتیایي کارکونکي یې د واکسین ورکولو له کبله وژلي دي، چې د دوی په وینا هغوی د اسلامي لارښوونو خلاف ول."

په تیر یو نیم کال کې، طالبانو د میدان وردګو په صوبه کې لسګونه روغتیایي تاسیسات بند کړل چې د سویډن يوې مرستندویه ډلې چلول، او یوه میاشت وروسته یې د موټر بم سره په زابل کې یو روغتون تباه کړو.

دا د طالبانو د عمل په بې شميره مثالونو کې یوازې دوه مثالونه دي چې د تیرو څو لسیزو راهيسې عامه روغتیا ته زيان رسوي.

په پاکستان کې د پولې هاخوا، نورو ډاکټرانو د دې ناروغۍ په هکله د طالبانو د ناڅاپي اندیښنو په اړه ورته نفرت څرګند کړو.

په سوات کې د ضلعې د روغتیا پخواني افسر ډاکټر عبدالرووف وویل، د افغانستان په جيلونو کې د خپلو ۵،۰۰۰ نه زياتو غړو لپاره د طالبانو اندیښنه یوه ټوکه ده ځکه چې وسله والو په تیرو وختونو کې روغتیايي کارکونکي په هغه سيمو کې د واکسین ورکولو نه منع کړي ول کومې چې د دوی تر کنټرول لاندې وې.

رووف وويل، "طالبانو د [کورونا ویروس] ناروغۍ د رامنځته کيدو نه مخکې ویل چې د مخنیوي درمل د اسلام خلاف دي."

په کابل کې میشت د سیاسي چارو کارپوه امین الله شارق وویل، "دوی دا تکتیک کاروي چې افغانانو او نړۍ ته ووایي چې دوی د افغانانو د روغتیا په اړه اندیښمن دي، خو حقیقت دا دی چې دوی پروا نه کوي ... ځکه چې دوی هره ورځ د خپلو ترهګریزو بریدونو سره د افغانانو ژوند په خطر کې اچوي."

شارق وویل، "طالبان د خپلو ژوبل شويو کسانو د علاج کولو وړتیا هم نه لري." "دوی هغوی په ګاونډیو هیوادونو کې روغتیایي مرکزونو ته وړي. دوی څنګه د کورونا ویروس سره د جګړې توان لري؟"

هغه وويل، "که طالبان واقعي غواړي ... چې خلک وژغوري، نو دوی باید له اوربند سره موافقه وکړي او سوله وکړي او له حکومت سره په ګډه د کورونا ويروس سره مبارزه وکړي."

'هیڅ پلان نلري'

د کابل اوسیدونکي، ۲۶ کلن، ناصر احمدي وویل، طالبان پټې موخې لري ځکه دوی د نړيوالې مداخلې غوښتنه کوي.

هغه وويل، "دوی یوازې هڅه کوي چې له نړیوالو سازمانونو څخه پیسې ترلاسه کړي او پر خپلو تروریستي فعالیتونو یې خرچ کړي."

احمدي وویل، "طالبانو د ډاکټرانو په وژلو او هسپتالونو او روغتیايي کلینیکونو په الوځولو سره په زرګونو خلک له خطر سره مخامخ کړي دي." "دا ډله د خلکو د خوندي کولو لپاره هیڅ پلان نه لري."

"طالبان د روغتیايي ليبارټرو او کلینیکونو پرځای د مخدره توکو ليبارټرۍ او د تولید مرکزونه لري."

شنونکي وايي، حتی که طالبان د مرستې اراده لري، دوی د کورونا ویروس سره د مبارزې وړتیا نه لري.

د افغانستان د ولسي جرګې د روغتیا کمیټۍ چيرمين ډاکټر یارباز خان حميدي وویل، "طالبان ... هیڅ سرچينې، روزل شوي ډاکټران، طبي آلات، روغتیايي کارکونکي، هسپتالونه یا کلینیکونه نه لري."

حميدي وويل، د دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره، طالبان بايد د حکومت ډاکټرانو او نورو روغتيايي پرسونلو ته اجازه ورکړي چې د طالبانو تر واک لاندې سيمو ته لاړ شي.

د پروپيګنډې جګړه

د افغانستان صدر محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۲۴ مه) په یوې تلویزیوني وینا کې له یاغیانو څخه وغوښتل چې د اوربند اعلان وکړي که چيرې دوی غواړي چې له نورو سره د دې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي.

"هغه څوک چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې ژوند کوي افغانان دي ... زه مسؤلیت لرم چې د دوی ژوند خوندي کړم. " "له همدې امله، زه په طالبانو غږ کوم چې [د طالبانو لپاره چې سوله وکړي] د دیني عالمانو غوښتنې ومني او د اوربند اعلان وکړي چې موږ له کورونا ویروس سره مبارزه وکړو."

د نورو چارواکو له مخې، د دې ناروغۍ په وړاندې د مبارزې لپاره د نړیوالو روغتیایي سازمانونو نه د طالبانو غوښتنه یوازې يوه پروپيګنډه ده.

په ولسي جرګه کې د پکتیکا صوبې استازي خالد اسد وویل، "که چیرې طالبانو د کورونا ويروس سره د مبارزې اراده لرلې، نو دوی به د اوربند سره موافقه کړې وې او د حکومت او امنیتي ځواکونو سره به يې په ګډه کار کړی وای."

هغه وویل، د دې پرځای، "دوی هیله لري چې د نړۍ پاملرنه راجلب کړي."

د دې برعکس، افغان حکومت په کلکه د دې ناروغۍ سره مبارزه کوي.

شارق وویل چې "دې په ميليونونو ډالره د دې ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړي کړي دي." "دوی د ناروغانو د علاج لپاره روغتیایي مرکزونه پرانستي دي چې په ویروس د اخته شوي ناروغانو تداوی وکړي او د هغې د خپریدو مخه ونیسي، په داسې حال کې چې طالبانو یوازې چيغې وهلی او هیڅ عملي کار يې نه دی کړی."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سلاکار وحید مجروح زیاته کړه، د نورو اقداماتو سربیره، افغان حکومت د عامه پوهاوي کمپاینونه ترسره کړي، هسپتالونو ته یې ځانګړي توکي چمتو کړي، ځانګړي هسپتالونه یې جوړ کړي او د کورونا ویروس د کنټرول ځانګړي يونټونه یې جوړ کړي دي.

هغه وویل، "حکومت د کورونا ویروس د وبا سره د مبارزې لپاره ۲۵ ملیونه ډالره ځانګړي کړي دي."

د اسلام غلط تفسیر وړاندې کول

افغان طالبان یوازیني وسله وال نه دي چې ناڅاپه یې په عامې روغتیا کې دلچسپي څرګنده کړې ده.

ګلف نیوز د مارچ په ۱۵ مه راپور ورکړو، داعش په خپله آل نبا خبري خبرپاڼه کې له فعالانو څخه وغوښتل چې په کورونا ويروس اخته اروپا نه ډډه وکړي، او دا یې د "وبا خاوره" وبلله.

دغه تروریستي ډله، چې په اروپا کې يې د بریدونو حوصله افزايي کوله، اوس په اروپا کې له پلویانو، چې کيدې شي د کورونا ويروس له کبله ناروغه شوي وي، څخه غواړي چې هلته پاتې شي او د ناروغۍ د خپریدو مخه ونیسي.

دا پلويانو ته لارښوونه کوي چې "خپلې خولې پټې کړي کله چې دوی ارګمی او پرنجې کوي" او په منظم ډول خپل لاسونه ووینځي.

په پېښور کې د روغتیا د نړیوال سازمان پخواني کارمند ډاکټر عمر خان وویل، "نړۍ باید پوهه شي چې وسله وال ... د خلکو لپاره هیڅ درناوی نه لري، خو غواړي ځان خوندي وساتي."

هغه زیاته کړه چې هغه وسله والې ډلې چې په ټوله نړۍ کې فعالیت کوي د خپلې اجنډې لپاره د اسلام غلطه تشریح کوي.

هغه وويل، "وسله وال د طبي چارو په اړه هيڅ معلومات نه لري او له همدې امله د اسلام په نوم [خلک] ګمراه کوي."

[له پېښور څخه اشفاق یوسفزۍ او له کابل څخه سلیمان په دې راپور کې برخه واخیسته]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 11

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا تبصره بيانوي چې د طالبانو دښمنانو له دې اعلان څخه څومره زیان ترلاسه کړی دی.

ځواب

له ډير خفګان سره، زه باید ووایم چې دا ډول مقاله د یو مسلمان لخوا نشي لیکل کیدی. دا د امریکې لخوا تادیه شوي یا د یهودانو لخوا تادیه شوي کارمند څخه کيدې شي. د طالبانو او امریکا جګړه د اسلام او کفر جګړه ده. یو اړخ ته د اسلام ځواکونه دي او بل اړخ د کفر ځواکونه دي، او حقیقت څرګند دی چې څوک د طالبانو په ځواکونو کې نه وي، نو هغه به د کفر په ځواکو کې وي.

ځواب

اې لیکواله! ایا تاسو نه پوهیږئ چې څوک د سولې په لاره کې اصلي خنډ دی؟ دا چې اشرف غني سوله نه غواړي ځکه چې د هغه "په امریکا کې جوړ شوی" حکومت به پای ته ورسیږي. او تاسو د یو څو ګټو لپاره هر څه لیکئ. مخکې تاسو د امریکې ستاینه کوله او اوس کله چې امریکا بې عزته او بدنامه وځي، نو تاسو د اشرف غني په پښو کې وغورځيدلئ خو ټوله نړۍ پوهه شوې ده چې تاسو د اسلام او سولې واقعي دښمنان يئ، نه چې طالبان. کله چې ټوله نړۍ په افغانستان کې د سولې بیارغونې لپاره هيله منده ده، نو ستاسو په څیر خلک لیکل پیلوي او د خلکو په ذهنونو کې د شکونو رامنځته کولو سره د شیطان لپاره کارونه اسانوي. حتی ویکي پیډیا د طالبانو د رژیم په اړه ریښتیني حقایق لیکي (چې د ملا عمر لخوا جوړ شوی و)، خو خلک ستاسې په شان حقایق پټوي او خپلې عقيدې پلوري او تاسو به بدبخته پاتې شئ.

ځواب

ښه

ځواب

دا د طالبانو پروړاندې زهرجن او د تعصب نه ډکه لیکنه ده. څه چې طالبان کوي، دوی د خپل ځان دفاع کوي. که چيرې نړۍ د دوی روغتیا ته پاملرنه کړې وې، دوی به هیڅکله په دوی په پراخه کچه بمباري نه وې کړی.

ځواب

امریکا د نړۍ ترټولو لوی ترهګر دی.

ځواب

دا یوازې د مخدره توکو په اړه تور دی، ه په داسې حال کې چې امریکایي جنرالان د مخدره توکو په سوداګرۍ کې ښکيل دي او په تیر رژیم کې، د مخدره توکو تولید د ملا عمر په یو حکم صفر ته راټیټ شو. او هغه څوک چې د سولې په اړه خبرې کوي ريښتيني کيدې شي که چیرې دوی له طالبانو سره معاهدې وساتي.

ځواب

طالبان په جګړه کولو مجبوره شول. امریکې دغه جګړه په طالبانو مسلط کړې ده، ګنې، هیڅ يوه ډله له طالبانو نه زیاته بشر پاله نه شي کيدې. په داسې حال کې چې امریکا او د هغې اتحاديان د لسیزو راهیسې قتل عام کوي، او اوس دوی هڅه کوي چې ځان بشر پاله ثابت کړي.

ځواب

دا ټول بکواس دی. د طالبانو نه څوک زیات مهذبه دي.

ځواب

ترټولو زيات منافقین انجو اوګاني دي چې د خوندي واکسینونو په شکل کې جاسوسي کوي. که جاسوسان د نرسانو او کارمندانو په جامه کې راتلی شي، نو بیا طالبان هم حق لري چې د دوی مخه ونيسي.

ځواب

تاسو رښتیا وايئ، دې انجیوګانو د امريکې لپاره جاسوسي کوله…

ځواب