زده کړه

حکومت د قبایلي زده کونکو لپاره په کالجونو کې داخلې زیاتوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

د خېبر میډیکل يونيورسټۍ (کی ايم يو) وايس چانسلر پروفیسر ارشد جاوید د جنورۍ په لومړۍ نيټه په کی ايم يو کې د طبي ساینس سیمینار په دوران کې د یوې الې معاینه کوي. [کی ايم يو]

د خېبر میډیکل يونيورسټۍ (کی ايم يو) وايس چانسلر پروفیسر ارشد جاوید د جنورۍ په لومړۍ نيټه په کی ايم يو کې د طبي ساینس سیمینار په دوران کې د یوې الې معاینه کوي. [کی ايم يو]

پېښور -- حکومت د ضم شويو قبایلي ضلعو د زده کونکو لپاره د طب او انجینرۍ په برخو کې په يونيورسټو کې د داخلې شمیر زیاتوي، چې دا يو داسې اقدام دی چې د ځوانانو سره د اورپکۍ نه په لرې پاتې کيدو کې مرسته کوي او د هغه سیمې پرمختګ ته وده ورکوي چې د عشرو راهيسې د ترهګرۍ لخوا ځپل شوې ده.

د وفاقي تعلیم وزیر شفقت محمود په وینا، حکومت د قبایلي سیمو د طبي زده کونکو لپاره په تير دسمبر کې په ټول هيواد کې په کالجونو او يونيورسټو کې د طبي زده کوونکو لپاره کوټه له ۱۷۵ څخه تر ۳۵۰ پورې دوه چنده کړه، په داسې حال کې چې د انجینرۍ داخلې له ۱۰۸ څخه تر ۲۱۶ پورې، او د نورو مضامینو لپاره داخلې له ۱،۷۱۹ څخه تر ۳،۱۹۲ پورې زياتې شوې.

"دغه زیاتوالی په مارچ ۲۰۱۷ کال کې د کابینې د یوې پریکړې په رڼا کې شوی دی." "موږ اړتیا لرو چې ځوانان پياوړي کړو او هغوی ته د تعلیم زيات فرصتونه ورکړو چې هغوی له اورپکۍ څخه لرې وساتو.

محمد اسلم، چې په شمالي وزيرستان کې په مير علي ګورنمنټ ډګري کالج کې د يولسم جماعت زده کونکی دی، وويل، "دا د زده کونکو لپاره ډیره هڅونکي خبره ده ځکه چې دا به د غریبانو لپاره دروازې خلاصې کړي چې ډاکټران او انجینران جوړ شي."

د خېبر میډیکل يونيورسټۍ (کی ايم يو) وايس چانسلر پروفیسر ارشد جاوید د جنورۍ په لومړۍ نيټه په کی ايم يو کې يو ډاکټر ته د سکالرشپ اسناد ورکوي. [کی ايم يو]

د خېبر میډیکل يونيورسټۍ (کی ايم يو) وايس چانسلر پروفیسر ارشد جاوید د جنورۍ په لومړۍ نيټه په کی ايم يو کې يو ډاکټر ته د سکالرشپ اسناد ورکوي. [کی ايم يو]

هغه وویل چې وسله والو په تیرو وختونو کې په قبایلي سیمو کې په سلګونو ځوانان استخدام کړي دي. دوی د هغوی نظريې بدلې کړې او ځان وژونکي بریدګریې ترې جوړ کړل. هغه زیاته کړه چې د زده کړې د فرصتونو نه شتون دغه ځوانان زیانمنونکي کړي دي.

اسلم وویل، اوس دا یو رحمت دی چې حکومت د پخوانیو قبایلي سیمو د اوسیدونکو لپاره د داخلې کوټه زیاته کړې ده.

هغه وويل، "دا به د زده کونکو تر منځ د سیالۍ فضا رامنځته کړي، او داسې تعلیمي چاپیریال به رامنځته شي چې اورپکۍ به په کې هیڅ ځای ونه مومي."

فضل مقيم، چې د ضم شيو قبایلي ضلعو لپاره د روغتیا ریاست چارواکی دی، وویل، د کوټې اقدام د ځپل شويو سيمو او د خلکو د پراختيا لپاره د حکومت د ستراتيژۍ يوه برخه ده.

هغه وويل، "دا د ستاینې وړ اقدام دی ځکه چې دا به زده کونکو ته د زده کړې زمینه برابره کړي، [دوی] له ډیرې مودې راهیسې د اضافي داخلې غوښتنه کوي."

هغه زیاته کړه چې دا د هغو کسانو لپاره یوه صدمه ده چې هڅه کوي چې د ترهګرۍ له لارې ویره خپره کړي چې عام خلک نالوستي وساتي.

وفاقي حکومت د جنورۍ په میاشت کې د خېبر پښتونخواه سره د فاټا له انضمام وروسته د ۱۰۰ مليارده روپیو (۶۵۴ امريکايي ډالره) سرمايه کارۍ اعلان وکړو چې د ۱۰ کالو په موده کې د روغتیا او زده کړې تاسیسات نوي کړي.

د خېبر میډیکل يونيورسټۍ وايس چانسلر پروفیسر ارشد جاوید وویل، اوس په اوو ضم شويو ضلعو کې هر یوه ضلعه د طب او غاښونو په کالجونو کې ۵۰ سيټونه لري.

هغه وويل، "موږ لا زیاتو ډاکټرانو ته اړتیا لرو چې په هغه ځپل شويو سیمو کې ځای په ځای شي کومې چې په تیرو وختونو کې د بغاوت له خوا ځپل شوي وې. ترهګرۍ عامو خلکو ته زیان رسولی، په ځانګړي توګه ځوانانو ته."

میډیکل کالجونه د ۱۹۶۰ عشرې راهيسې د کوټې سيسټم لاندې د اوو قبایلي ضلعو زده کونکو ته داخلې ورکوي چې زياتو زده کونکو ته فرصت ورکړي چې خپل تعلیم جاري وساتي.

وسله وال سکولونه په نښه کوي

په پېښور يونيورسټۍ کې د سیاسي چارو کارپوه کلیم الله خان وویل، دا اقدام پر وخت او سم دی ځکه چې د تعلیم او روغتیا خدمات د ترهګرو د تاوتریخوالي کمپاینونو له کبله ځپل شوي دي.

هغه وویل، وسله والو سکولونه او هسپتالونه په نښه کړي چې خلک له زده کړې او طبي علاج نه محرومه کړي.

خان وویل، "یوازې د تعلیم وده اورپکۍ ته ماتې ورکولی شي، او دا ډول اقدامات به ګټې ورکړي او سوله به په پای کې بحال شي."

کشماله بي بي، ۱۷ کلنه، چې د کوټې سیسټم له لارې يې په لاهور کې د پاکستان د فیشن او ډیزاین انسټیټوټ (پي آی اېف ډي) کې داخله ترلاسه کړه، د خپلو فرصتونو په اړه خوشحاله ده.

هغې وویل، "که چیرې کوټه نه وې زیاته شوې، نو ما به داخله نه وې ترلاسه کړې."

په پي آی اېف ډي کې کوټه له ۷ څخه ۱۴ پورې زياته شوې، کومې چې هغې ته د داخلې ترلاسه کولو توان ورکړو. هغې زیاته کړه چې هغې په فیصل آباد کې په نېشنل ټیکسټايل یونیورسټۍ کې داخله واخيسته، چيرې چې کوټه د ۹ نه تر ۱۸ پورې زياته شوه.

په پېښور کې ميشت د تعلیم متخصص سیف الاسلام د حکومت د دې پریکړې ستاینه وکړه.

هغه وويل، "په تعلیمي ادارو کې سيټونه دوه چنده کول په داسې وخت کې یو ښه پرمختګ دی کله چې وسله والو ته د پوځي عملیاتو له لارې ماتې ورکړل شوې او پاکستانیان د مسلکي زده کړو لپاره زیاتو فرصتونو ته اړتیا لري."

د ترهګرو د خوندي ځايونو له منځه وړل

اسلام زیاته کړه چې د اورپکۍ ځپلو سیمو اوسیدونکي د ترهګرو له منګولو څخه د خلاصون لپاره د پوځ ستاینه کوي او د دوی لپاره لاره هواروي چې خپل ځانونه ښه کړي.

هغه وويل، په دايمي توګه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره، پکار ده چې ځوانانو ته تعليم ورکړل شي چې دوی د نهایي سولې لپاره په لاره هوارولو کې مرسته وکړي.

هغه وويل چې د سيمې اوسيدونکي له اورپکۍ څخه او د تعليم په ترلاسه کولو کې د اوږدې مودې راهيسې د ناتوانۍ څخه تنګ راغلي دي.

اسلام وويل، اوس ځوانان غواړي چې پوهه ترلاسه کړي او د خپلو اصلي سیمو په پراختیا کې خپله ونډه واخلي.

د خېبرپښتونخواه حکومت ویاند اجمل وزیر وویل، ترهګر اوس په قبایلي سیمو کې د بیرته راګرځیدو چانس نه لري.

هغه وویل، "موږ د نويو سکولونو، کالجونو، هسپتالونو او مسلکي ادارو جوړول پیل کړي دي ... موږ د قبایلي ضلعو په اهمیت پوهیږو او غواړو چې دوی ته وده ورکړو چې ترهګر په راتلونکي کې خوندي ځای ونه مومي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دې مقاله کې یوازې دروغجنې ژمنې دي، خو حقیقت پټ ساتل شوی دی.

ځواب