امنیت

پاکستان د محرم لپاره امنیتي انتظامات لوړوي

د جاويد خان لخوا

رینجرز د سپتمبر په لومړۍ نېټه په کراچۍ کې د شیعه ګانو د یو جومات نه بهر چمتو ولاړ دی. [ضیاء الرحمان]

رینجرز د سپتمبر په لومړۍ نېټه په کراچۍ کې د شیعه ګانو د یو جومات نه بهر چمتو ولاړ دی. [ضیاء الرحمان]

پیښور -- پاکستاني ځواکونو د محرم مبارکه میاشت، چې د سپتمبر په لومړۍ نيټه پيل شوه، په سوله ايزه توګه د لمانځلو لپاره امنيتي انتظامات په ټول هيواد کې زيات کړي دي.

د پولیسو سربیره، فرنټیر کانسټبلري او فرنټیر کور به د خېبر پښتونخواه په حساسو ضلعو کې د قانون او نظم ساتلو لپاره کار کوي. رینجرز به په پنجاب، سند، بلوچستان او د هیواد په نورو برخو کې د پولیسو سره مرسته وکړي.

کامران خان بنګش، چې د معلوماتي ټکنالوژۍ لپاره د خېبر پښتونخواه وزير اعلی محمود خان ځانګړی اسسټنټ دی، وویل، "په پیښور او د صوبې په نورو برخو کې محرم په سوله ايزه توګه د لمانځلو لپاره یو جامع پلان جوړ شوی دی."

بنګش د اګست په ۲۸مه په پیښور کې د یوې غونډې په دوران کې د محرم کميټۍ او امامیه جرګې مشرانو سره دغه خبرې وکړې.

هغه وویل، پولیسو امرونه ترلاسه کړي چې په دې مبارکې میاشت کې د عبادت د ځایونو او مذهبي غونډو امنیت يقيني کړي.

د خېبرپښتونخواه د پولیسو مشر محمد نعیم خان د اګست په وروستۍ هفته کې په پیښور او ډېره اسماعیل خان کې د لوړې کچې غونډې مشري وکړه چې د عاشورا لپاره د امنیتي انتظاماتو په اړه بحث وکړي. د پوليسو ټولو سیمه ایزو افسرانو (آر پي اوز) او د پولیسو ضلعي افسرانو (ډي پي اوز) امرونه ترلاسه کړل چې د لاریونونو نه مخکې په شخصي ډول د لارو معاينه وکړي.

د پوليسو سينير سپرنټنډنټ (ايس ايس پي) ظهور بابر آفريدي په يوې مرکه کې وويل، "د پولیسو او قانون پلي کونکو ادارو سربیره، دیني عالمان، د ټولنې مشران او خلک کولی شي چې د مبارکې میاشتې په دوران کې د قانون او نظم په ساتلو کې کلیدي رول ولوبوي."

پیښور په هغو ضلعو کې دی چې چارواکو حساس ګرځولی دی. دوی یو جامع پلان تیار کړی دی څو دا يقيني کړي چې د لاریونونو او محرم محفلونو په دوران کې څه ناوړه پیښه رامنځته نه شي.

د پیښور د پولیسو ویاند الیاس خان وویل، "د امنیتي پلان سره سم، تقريباََ لس زره پولیس به په پیښور کې ځای پر ځای شي چې د عاشورا محرم په دوران کې امنیت او نظم وساتي او سوله يقيني کړي."

هغه وویل چې پولیسو په صوبايي مرکز کې تقريباََ د ۶۱ امام بارګاهونو امنیت زيات کړی دی. هغه زیاته کړه چې پولیس به د جلوسونو په دورران کې په لارو کې او د ودانیو په چتونو موجود وي.

هغه زیاته کړه چې د فون خدمات به د محرم په نهمه او لسمه نیټه معطل وي.

د ښار د پوليسو سپرنټنډنټ (ايس پي) عتيق شاه، وويل، "د منظمو پولیسو سربیره، نارينه پوليس به په ساده کپړو کې، ښځینه پولیس او د خېبرپښتونخواه د بم شنډولو يونټ [بي ډي يو] غړي به په ښار کې دننه ځای پر ځای شي چې د هر ډول شکمن تګ راتګ مخه ونیسي."

هغه وویل، بي ډي يو او د دې سپي به د جلوسونو د هرې لارې څلور ځله پلټنه وکړي.

شاه وویل، "په داخلي ښار کې د درې اړخيزه امنیت انتظامات شوي دي چې د دې مبارکې میاشتې په دوران کې هیڅ ډول ناوړه پیښه رامنځته نه شي." د چټک غبرګون ځواک، ایلیټ ځواک، د ښار ګشتي پولیس او نور ټول ځواکونه به د عاشورا په دوران کې د منظم پولیسو ترڅنګ خپلې دندې ترسره کړي.

هغه وویل، "موږ د هغه کسانو معلومات ګورو چې په مهمان خانو، هوټلونو او مسافر خانو کې اوسيږي او ښار ته د ننوتلو او وتلو ځایونو امنيت مو قوي کړی دی."

هغه زیاته کړه چې ډرون کيمرې به د عاشورا په دوران کې د لاریونونو څارنه وکړي.

پنجاب چمتو دی

په عين حال کې، د سیند وزیر اعلی مراد علي شاه د سپتمبر په لومړۍ نیټه د محرم لپاره د امنیتی انتظاماتو په اړه د پولیسو، رینجرو او نورو ځواکونو د لوړې کچې غونډې مشري وکړه.

د سیند حکومت د اګست په ۲۳مه په یوې اعلاميه کې د محرم په نهمه او لسمه نیټه په موټرسايکل باندې د غبرګ سپرلۍ ( پر مو سايکل ډبل سواري) او د وسلو په نمايش باندې بندیز ولګوو. د قانون پلي کونکي افسران، ژورنالیسټان، میرمنې او ماشومان د غبرګ سپرلۍ له بندیز څخه معاف دي، چې هدف یې د موټر سايکل چلولو په دوران کې په ډزو د خلکو د وژلو مخه نيول دي.

په پنجاب کې، د پولیسو سينير پوليس افسرانو امرونه ترلاسه کړي چې په شخصي توګه د جلوسونو لپاره د امنیتي انتظاماتو بیا کتنه وکړي.

د مرکزي ښار د پولیسو افسر اشفاق خان د یوې غونډې په دوران کې افسرانو ته وویل، "د سخت امنیت د يقيني کولو سربیره، هیڅ يو اجنبي کس ته به اجازه ورنه کړی شي چې د محرم په دوران کې جلوسونو او امام بارګاهونو ته نږدې ورشي."

بلال احمد فيضي، چې د ریسکیو ۱۱۲۲ ویاند دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د ريسکيو ۱۱۲۲ ټول ټيمونه به په ټوله خېبر پښتونخواه کې د محرم په دوران کې چمتو وي چې د بيړني حالت په صورت کې غبرګون وښيي."

هغه وویل، د ريسکيو ۱۱۲۲ امبولانسونه او همدارنګه ماهرين، اور وژونکي او د بيړني حالت نور کسان به شپه او ورځ په ډيوټۍ وي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500