تروريزم

ماهان هوايي جهاز په منځني ختیځ کې د ایران په ملاتړ شخړو کې مرسته کوي

په قاهره کې د وليد ابو الخير لخوا

ماهان هوايي جهاز د دمشق په هوايي اډه کې کوزيږي. ماهرين وايي چې ایران په منځني ختیځ کې د جګړې بېلابېلو سیمو ته د وسلو، پوځي وسایلو او بهرني جنګياليانو لیږدولو لپاره يو ذاتي جهاز استعمالوي. [تصوير د محمد العبدالله نه په مننه]

ماهان هوايي جهاز د دمشق په هوايي اډه کې کوزيږي. ماهرين وايي چې ایران په منځني ختیځ کې د جګړې بېلابېلو سیمو ته د وسلو، پوځي وسایلو او بهرني جنګياليانو لیږدولو لپاره يو ذاتي جهاز استعمالوي. [تصوير د محمد العبدالله نه په مننه]

کارپوهانو المشارق ته وويل، چې ایران د خپلې توسیع پسندانه اجنډې لپاره په منځني ختیځ کې د جګړې بېلابېلو سیمو ته د وسلو، پوځي وسایلو او بهرني جنګياليانو ليږدولو لپاره د مسافرو ماهان هوايي جهاز کاروي.

د يو سرچينې، چې د حزب الله سره تړاو لري، له مخې، دغه جهاز ایران ته د لبنان او سوریې د پارټو غړو ليږدولو لپاره استعمال شوی دی چې پوځي ټريننګ ترلاسه کړي.

د ډلې نه د جدا کيدو نه مخکې، صلاح منصور، چې د حزب الله يو سينير چارواکی دی، په لبنان کې د بکا درې د پارټۍ ليډرشپ سره زيات تعلقات لري. هغه د خوندیتوب د اندیښنې له کبله يو بل نوم استعمال کړو.

هغه المشارق ته وويل، چې ماهان هوايي جهاز او د دولت خپل جهاز ايران هوايي جهاز ته له مخکې نه په سوريه کې د کار کولو مکمل ازادي ورکړل شوې وه او داسې ښکاري چې د سوریې د رژیم ځواکونه په دې جهازونو باندې هيڅ واک نه لري.

هغه وويل: "ګاډي چي [پوځيان او ملېشا] وړي په هوايي اډه کې د کسټم، پاسپورټ يا د نورې تلاشۍ لپاره د ودريدو نه بغير په مستقيمه توګه داخليږي."

منصور وويل، هغه د دمشق او د ایران د هوايي کمپنۍ مرکز، آبادان هوايي اډې تر منځ سفر کړی دی. په يوه موقع باندې کله چې هغه د حزب الله غړی وو په دمشق کې د هوايي اډې نه د ايران د وسلوالو د بدرګه سره د اسکارټ ډيوټې ترسره کړه.

هغه وويل: " د ايران هوايي جهازونه او ماهان هوايي جهازونه به زياتره د وسلو او ګوله بارودو نه په هوايي اډه کې خالي کيدل او بيا به دغه وسلې او ګوله بارود لبنان ته ليږدولو لپاره د [حزب الله] پارټۍ په ټرکونو کې لوډ کيدل."

هغه وويل، جهازونه به د وسلو او ګوله بارود نه په ټرکونو کې په مستقيمه توګه خالي کيدل، صرف په ځينې موقعو باندې به انتقال په عمومي ډول د زياتې رازدارۍ سره ترسره کيدو.

د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ قول يوه اضافي اداره

د منځني ختیځ مرکز لپاره د سیمه ییزو او ستراتیژیکي مطالعاتو يو څیړونکی، فتحی السيد، چې د ایران په چارو کې تخصص لري، وويل، د ميډيا د مختلفو رپوټونو له مخې، ماهان هوايي جهاز د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول یوه اضافي اداره ده.

هغه المشارق ته وويل، چې دغه هوايي کمپني د ايران نه سوريې او يمن ته د "وسلو، پوځي وسایلو او عناصرو د ټرانسپورټ لپاره استعمال شوې ده چې هلته کې په جګړه کې برخه واخلي."

هغه وويل، يو شمېر راپورونه څرګندوي چې دا هوايي کمپني د ايران د اسلامي انقلاب قول او القدس ځواک، چې په سورېه، يمن او لبنان کې د دې يوه وسله واله ډله ده، د ځواکونو ليږدولو لپاره استعماليږي.

د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ قول کمانډر حامد عرب نيجاد د کمپنۍ د چيرمين په توګه کار کوي، په داسې حال کې چې د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ قول بل کمانډر حامد اسلاني لوړ پوړی پوسټ لري.

السيد وويل، د ايران او دمشق تر منځ د نامشروع فلايټونو په اړه معلومات په لومړي ځل په ۲۰۱۱ کال کې، کله چې د سوریې شخړه رامنځته شوه، ښکاره شول او دا پلايټونه په تیرو څو کلونو کې په سوريه او يمن کې زیات شوي دي.

هغه وويل، يو شمېر هېوادونو، د سعودي عرب په ګډون، د دې کمپنو سره په کار کولو باندې مکمل بندیز ولګوو. هغه زياته کړه چې سعودي عرب د ۲۰۱۶ کال په اپریل کې په سعودي عرب کې د ماهان هوايي جهازونو پلايټونه بند کړل.

د امریکې د خزانې وزارت هم په دغه کمپنۍ باندې د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ قول د القدس ځواک سره د مرستې کولو له کبله پابندۍ لګولې.

د وسلو د سمګلنګ عملیات

السيد وويل: "د ايران د اسلامي انقلاب قول ۱۹۰ يونټ نورو هېوادونو، لکه سوډان، یمن، سوریه او لبنان ته د وسلو په سمګلنګ کې تخصص لري، او دا يونټ ټول شته وسایل کاروي چې د ځمکې، د بحر او د ماهان هوايې کمپنۍ له لارې د کارګو انتقال ترسره کړي."

هغه وويل، د ايران سوداګر او د القدس ځواک چاروکی بهنام شهرياري د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ قول د دې پټې ډلې څارنه کوي، او ځينې يو شمېر معاملې د بهنام شهرياري ټريډنګ کمپنۍ د پوښښ لاندې ترسره شوې.

هغه وويل: "داسې يو بل يونټ، چې د يونټ ۱۹۸په نامه ياديږي، د جګړې سيمو ته د هوايي ټرانسپورټ او د ايران د اسلامي انقلاب د افسرانو په مکمله رازدارۍ سره د ليږدولو ذمه داري په غاړه واخيسته." "دا دوهم يونټ د يونټ ۱۹۰ ساتنه کوي او د عملیاتو بيمې سمبالوي."

السيد خبرداری ورکړو چې "ایران، د سوریې آجنيهات الشام کمپنۍ سره د تجارتي معاهدو له لارې، د شام د کمپنۍ د هوايي جهازونو بيړه د شکمن هوايي ټرانسپورت عملیات ترسره کولو لپاره په خپل لاس کې اخيستې ده."

خالد عبدل مطال، چې په اسيوت يونيورسټۍ کې يو پروفيسر دی او د نړيوال قانون د چارو کارپوه دی، وويل، د پوځي وسایلو او د وسله وال عناصرو د انتقال لپاره د ملکي وګړو او د دولت جهازونو کارولو سره، ايران د د ملګرو ملتونو د وسلو د برامداتو قرارداد سرغړونه کړې ده.

د پوځي موخو لپاره د ملکي جهازونو کارولو سره، ايران د "د بنيادي نړیوال هوايي نيويګيشن او د ملکي هوايي چلند له قواعدو سرغړونه کړی ده."

هغه وويل: کيداې شي چې ايران "د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ قول سره د ماهان هوايي کمپنۍ تعلقاتو، په ځانګړې توګه د جګړې په سیمو کښې د وسلو او جنګياليانو ترانسپورت" له کبله د نړیوال بندیزونو د نوې لړۍ سره مخامخ شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران په ټوله اسلامي نړۍ کې په فرقه يې وژنه کې بوخت دی. ايران په سوريا، عراق او يمن کې د ۲۵۰،۰۰۰ نه د زيات معصومانو سني مسلمانانو د وژلو ذمه دار دی. مسلمانانو له پکار ده چې د ايران د سني مسلمانانو پرضد د تروريستي فعاليتونو مخنيوی وکړي. ايران د اسلامي امه برخه نه ده. ايران هميشه د اسلامي هيوادونو مخالفت کوي او د امريکې، اسرايل، انډيا او روس ښه ملګری دی.

ځواب