تروريزم

شمسي تختې په قبايلي سيمو کې د وسله والو لخوا د واکسين کمپاين ګډوډولو د کوششونو مخنيوی کوي

اشفاق يوسفزۍ لخوا

تخنیکران د جنوبي وزيرستان په وانا کې د اپريل په ۲۸مه شمسي تختې نصب کوي. [اشفاق يوسفزۍ لخوا]

تخنیکران د جنوبي وزيرستان په وانا کې د اپريل په ۲۸مه شمسي تختې نصب کوي. [اشفاق يوسفزۍ لخوا]

پېښور - په فاټا کې د صحت چارواکو په صحت مرکزونو کې شمسي تختۍ نصب کړي دي چې دوامداره بجلي برابره کړي او د واکسین لپاره یخې بکسې وساتي. دا به دا يقيني کړي چې ماشومان اغیزمن واکسینونه ترلاسه کړي.

په فاټا کې د واکسين د پراختيا د پروګرام (اي پي آی) ډايريکټر ډاکټر افتخار علي له مخې، دا کوشش د جنورۍ په مياشت کې شروع شو او په فاټا کې د واکسين ۲۰۰ مرکزونو ته رسېدلی دی.

دوامداره بجلي واکسيناتوران په دې جوګه کوي چې دوی زيات ماشومانو ته ورسي، په داسې حال کې چې چې طالبان د واکسین په وړاندې خپل کمپاين ته دوام ورکوي.

په تېرو کلونو کې د فاټا هسپتالونه د ترهګرو لخوا تباه شوي وو او د بجلۍ لاينونو او نورو زيربنو د ستونزو سره مخ وو.

پوليو يوازې په درې هيوادونو کې پاتې دی: افغانستان، نایجیریا او پاکستان

افتخار پاکستان فارورډ ته وويل، "د واکسین کمپاين په قبايلي سيمو کې د طالبانو د مخالفت له امله ډېر زيان زغملی دی."

هغه وويل: "د تیرو دوو کلونو راهیسې، مونږ کو شش کوو چې د واکسين کمپاين ته وده ورکړو او ماشومان د نهه بيمارو، د کومو چې په واکسين سره مخنيوی ممکن دی، نه خوندي وساتو."

هغه وويل، په فاټا کې د واکسينيشن شرح ۳۰٪ ده، چې په ټول هيواد کې د ۷۰٪ اوسط نه ډېره کمه ده، ځکه چې په قبايلي سيمو کې وسله وال واکسيناتوران او مور او پلار ويروي او هغوی ته دهمکۍ ورکوي.

طالبان د هسپتال زيربنې تباه کوي

د ۲۰۱۲ کال د جون په مياشت کې طالبانو په شمالي او جنوبي وزيرستان او د قبايلي سيمو په نورو برخو کې د حفاظتي ټیکو خلاف اعلان وکړو. دهشت او تروریزم په دغه سيمو کې د واکسين پروګرامونه تباه کړل، چې ماشومان يې د مخنيوي وړ بيمارو سره مخامخ کړل او دغه عمل د يو شمير وباګانو سبب جوړ شو.

وسله والو نه یوازې په غلطه واکسين د مسلمانانو په وړاندې د مغرب دسيسه وګرځوله، بلکې دوی د صحت په ډیرو مرکزونو کې د بجلۍ زیربنې تباه کړې، چې د واکسينو لپاره په کې یخې بکسې ساتل مشکل شو.

افتخار وويل چې د جنورۍ راهیسې، په قبايلي سيمو کې په ۲۰۰ واکسين مرکزونو کې شمسي تختې نصب کول فريجونو ته "دوامداره بجلي" ورکوي او واکسین په ښه حالت کې ساتل يې يقيني کړی دی ځکه چې د دې په يو خاص درجه حرارت کې سټور کول ضروري دي.

په مهمند ايجنسۍ کې په يو هسپتال کې ای پي آی ټيکنيشن مشتاق علي وويل، د شمسي تختو نصب کولو نه مخکې، واکسين محفوظ ساتل یو ستر چيلنج و.

هغه وويل: "کله چې به واکسين خراب شو نو موږ هغه ضايع کول ځکه چې دې به په ماشومانو ناوړه اثر لرلو." "اوس، د یخو بکسو شتون ستونزه د تل لپاره حل شوې ده."

د پاکستان پيډياټريکس ټولنې مشر امين جان ګنډاپور په فاټا کې د واکسينيشن د کمې شرحې د مسلې حل کولو لپاره د حکومت د کوششونو ستاينه وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "فاټا په تېرو څو کلونو کې د ماشومانو د حفاظتي ټيکو نه لګولو له امله د دیفتريا، تور ټوخې او د شري بيمارو خپرېدلو سره مخامخ وه." "د شمسي تختو لګول يو صحيح ګام دی چې ماشومانو ته واکسین ورکول يقيني کړي او دوی په مستقبل کې د بيمارو نه خوندي وساتي."

ټولو ماشومانو ته حفاظتي ټيکې لګول

د فاټا د صحت ډايريکټر ډاکټر جواد حبيب خان پاکستان فارورډ ته وويل، يو ميليونه ماشومانو ته د واکسين ورکولو لپاره، اي پي آی نور ۳۵۰ واکسيناتوران بهرتي کوي چې له هغو ۵۰۶ کسانو سره یوځای شي کوم چې له مخکې نه په اوو قبايلي ايجنسو کې کار کوي.

هغه وويل: "موږ د امنیتي ادارو په ملاتړ باندې انحصار کوو چې دوی مونږ سره په هغو سیمو کې ماشومانو ته په واکسين ورکولو کې مرسته وکړي کوم ځای چې د طالبانو په دور کې تر ټولو ټیټه کچه ثبت کړی شوې ده."

هغه وويل: "د پوځي عملياتو له امله د طالبانو د شړلو راهیسې، مونږ د واکسین په کمپاين ښه کولو کې بوخت يو." هغه ضرب عضب عملياتو، چې پوځ په جون ۲۰۱۴ کال کې په جنوبي وزيريستان کې شروع کړل، ته اشاره وکړه. "شمسي تختې لګول او ځای پرځای د اي پي آی زيات مرکزونه جوړول د هغې پلان برخه ده کوم چې د بحلۍ نشتوالې ختموي، واکسين د خرابيدو نه خوندي ساتي او ماشومانو ته حفاظتي ټيکې لګوي."

هغه وويل، په قبايلي سيمو کې د اي پي آی اته دیرش واکسين مرکزونه اوس هم شمسي تختې، چې د دوی فريجونو ته به دوامداره بجلي يقيني کړي، نه لري.

د جنوبي وزیرستان ايجنسۍ په وانا کې د ايجنسي هيډکوارټر هسپتال يو ډاکټر رحيم شاه پاکستان فارورډ ته وويل چې د شمسي بجلۍ نظام د اي پي آی مرکزونو په ښه کولو کې يو ډير مهم رول لوبولی دی.

هغه وويل: "طالبانو واکسيناتوران ووهل او د اي پي آی مرکزونه یې بند کړل کله چې دوی په سيمه کې درې کاله مخکې په ناقانونه توګه حکومت کولو."

هغه وويل، ضرب عضب "د ماشومانو لپاره يو رحمت دی ځکه چې د طالبانو ماتې امنيت رامنځته کړی دی او واکسيناتوران يې جوګه کړي دي چې دوی په آرم سره خپل کار وکړي."

هغه وويل، په مهمند ايجنسۍ کې د واکسين ټول ۴۶ مرکزونه د نظم او قانون د ښه والي له کبله کار کوي.

د پاکستان د واکسین د پروګرام مشر، ډاکټر رانا صفدر وويل، د اورپکۍ په وړاندې د پوځ مبارزه په فاټا کې ماشومان په دې جوګه کړل چې دوی عادي واکسين ترلاسه کړي لکه څنګه چې د پاکستان په هرځای کې ماشومان واکسين تر لاسه کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "په فاټا کې د طالبانو د وتلو نه وروسته، موږ د پوليو [واکسین] لپاره د آبادۍ ۹۹٪ برخه کور کوو." "د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو د ۱۶ او ۱۷۹ کيسونو په پرتله، موږ په ۲۰۱۶ کال کې صرف دوه د پوليو کيسونه لرل."

ماشومانو ته د طالبانو لخوا رسيدلی زیان ختمول

په پېښور کې يو ميډيکل سکالر اهتشام الحق وويل، طالبانو ماشومانو ته ستر زیانونه ورسول کله چې دوی هغوی د سکولونو نه او واکسين ترلاسه کولو نه منع کړل.

هغه وويل، هېواد يوه ښه موقع لري چې په قبايلي خلکو کې د حفاظتي ټيکو اهمیت په اړه پوهاوي رامنځته کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "شمسي توانايي ماشومانو ته په واکسين ورکولو کې يو ستر ګام دی." "پکار ده چې دا کار نور هم پراخه شي چې ټول هسپتالونه کور کړي، په ځانګړې توګه په هغو سيمو کې چې بجلۍ نه لري."

د باجوړ ايجنسۍ يو اوسيدونکی، احسان الله شاه، وويل، هغه په دې وروستيو کې خپل درې ماشومان د واکسین لپاره د اي پي آی مرکز ته يوړل.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د طالبانو په دور کې، زما يو ماشوم د واکسينو د نشتوالي له کبله د شري بيماري تر لاسه کړه، خو اوس حالت ښه دی او ماشومانو ته حفاظتي ټيکې لګولی کیږي."

شاه د واکسين په وړاندې د طالبانو د کمپاين غندنه وکړه او ژمنه يې وکړه چې خپل ماشومان به د بيمارو نه خوندي وساتي.

هغه وويل چې حکومت بايد په ټولو هسپتالونو کې شمسي بجلي نصب کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسې د پرمختګ په اړه د لوستلو نه وروسته زه د ټولو مننه کوم چې د دې په رامنځته کولو کې مو مرسته کړې ده.

ځواب