امنیت

د خيبر پښتونخوا اوسيدونکي د پوليسو ستاينه کوي

اشفاق يوسفزي لخوا

د ساینس او معلوماتي ټکنالوجۍ سرحد پوهنتون زده کوونکي په پېښور کې د جولای په ۲۳ مه د پوليسو يو افسر ته ګلونه وړاندې کړل. [اشفاق يوسفزي لخوا]

د ساینس او معلوماتي ټکنالوجۍ سرحد پوهنتون زده کوونکي په پېښور کې د جولای په ۲۳ مه د پوليسو يو افسر ته ګلونه وړاندې کړل. [اشفاق يوسفزي لخوا]

پېښور - د خیبر پښتونخوا (KP) پولیسو د ترهګرو پر وړاندې د زړورتيا له کبله له ټولنې د ټولو برخو څخه ستاینه تر لاسه کړې ده.

هغه وروستۍ ډلې چې په رسمي توګه د پوليسو د قربانۍ تائيد کوي په پېښور کې د ساینس او معلوماتي ټکنالوجۍ سرحد پوهنتون زده کونکې دي چې هغوی د جولای په ۲۳مه د تلاشۍ د ځايي پوستو څخه لیدنه وکړه او پوليسو افسرانو ته يې ګلونه وړاندې کړل.

جويريا خان، يوه زده کونکي چې لږ تر لږه ۲۰ د تلاشۍ پوستو ليدنه یې وکړه او هغوی ته يې ګلونه ورکړل، وويل: "موږ غواړو چې د پوليسو احترام وکړو ځکه چې دوی له خپلې دندې سره عقيدت لري او له دې کبله خلک په بشپړه توګه خوندي دي."

هغې پاکستان فارورډ ته وويل: "عامو خلکو ته امنيت برابرولو لپاره پولیس شپه او ورځ دندې ترسره کوي." "په تیرو څو کلونو کې زموږ پوليسو ډیر ترهګر نيولې يا وژلې دي."

له وياړ او زړورتیا سره خدمت کول

د پولیسو يو عمومي پلټونکی زهير خان وايي چې د خلکو څخه ګلان ترلاسه کولو هغه خوشاله کړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "هغوی زموږ د پوليسو ليدنه پر پوهنتون سړک، حلقوي سړک او داسې کينټ سيمې کې وکړه او په پيښور ښار کې د سولې د ساتلو لپاره سخت کار په اعتراف کې هغوی زموږ پوليسو ته ګلونه په تحفه کې ورکړل."

هغه وويل: "په حقيقت کې موږ د زده کوونکو د پيرزوينې له وروسته وياړ محسوسوو." "دا به موږ نور زيات وهڅوي او زمونږ کارکوونکي به هر قسم هڅه کوي چې د خلکو خونديتوب يقيني کړي."

په پېښور کې د امنیتي چارو کارپوه، خادم حسین وايي چې پوليسو ته ګلونه وړاندې کول د زده کوونکو پر پوليسو باورڅرګندوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "دا د اورپکو پر وړاندې مبارزه کې زموږ د پوليسو زړورتيا څرګندوي او هم دا وجه ده چې زده کوونکي دوی ته ګلونه ورکړل." " دا پيرزوينې زموږ پوليس نور هم هڅوې او د هغوی مورال پياوړی کوي چې د ترهګرو پر ضد کلک ګامونه واخلي."

هغه وويل، پوليسو په دې وروستیو کلونو کې په سلګونو بريدونه ناکامه کړې دي او بې شمېره خلک يې ژغورلي دي. برسېره پر دې، دوی له ترهګرو څخه د ښوونځيو او د پوليو د واکسين ټيمونو ساتنه کوي.

حسين وويل: " پوليس په مسلکي توګه ښه شوي دي." "هغوی په ټول ولایت کې د اورپکو په لټه کې دي. په تيرو څو کلونو کې دوی د ترهګرو په سلګونو تروريستې هڅې شنډې کړې دي او له دې امله دوی ستر احترام ترلاسه کړی دی."

هغه وويل: "د قانون او نظم وضعیت ښه شوی دی، ځکه زموږ پولیس د تاوتریخوالی عاملینو په واړاندې چمتو ودريږي."

پوليس نه ډاريږي

د خېبرپښتونخوا د عمومي روغتيا مشر پروېز کمال خان وویل، د طالبانو د حملو د تشدد د لړۍ باوجود د خېبرپښتونخوا پولیس افسران نه ډاريږي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: " له ۲۰۱۲ کال راهیسې د طالبانو له خوا په خیبر پختونخوا او سیند ولايتونو کې پر پوليو واکسين ټيمونو بريدونو کې له ۴۰ څخه زيات د پوليس افسران وژل شوي دي."

هغه وويل، په هر حال، پوليس د هغه روغتيايي ټيمونو ساتنې ته دوام ورکړی دی چې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکوي او دا یقیني کوې چې ماشومون د معیوبۍ له ناروغۍ څخه خوندي پاتې شې.

هغه وويل: " پوليسو د پوليو په وړانډې مبارزه کې يو پام وړ رول لوبولی دی." " د پولیسو له کبله موږ په دې وروستيو کې په دې ولايت کې ۵.۴ ميليونو ماشومانو ته واکسین ورکول يقيني کړې دي."

په پيښور پوهنتون کې د سولې او شخړې د مطالعاتو انستيتوت استاد احمد علي پوليسو ته د زده کونکو لخوا د ګلونو ورکولو ستاينه وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: " طالبان وسله وال د پولیسو افسران وژنې، د هغوی پر موټرو او دفترونو بريد کوي، خو هغوی هيڅکله هم د خپلو دندو ترسره کولو او د خلکو ژوند په خوندي ساتلو کې ټال مټول نه دی کړی."

هغه وويل: "د تروریزم له منځه وړلو کې د پوليسو رول ډېر د ستاینې وړ دی." " داسې وخت هم و چې هره ورځ به درې ځانمرګي بريدونه ترسره کيدل، خو پوليسو د يو ګټ په څير ولاړ وو او ترهګر يې د ځان ساتنې لپاره په تيښته مجبوره کړل."

هغه زياته کړه: "موږ په لوړه کچه د وسله وال طالبانو لخوا د پوليسو وژنه غندو او د هغوی سره يووالى څرګندوو."

ښه نظم او قانون

په دې وروستيو کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشرعمران خان وويل: خېبرپښتونخوا د پولیسو پر ضد ډېر لوى رول لوبولی دی.

هغه په پيښور کې د جولای په ۱۹ مه وويل: " پولیسو ترهګرۍ له منځه وړې ده." "هغوی د نورو ولايتونو د پوليسو لپاره يو رول ماډل دی."

د خان ګوند په خېبرپښتونخوا کې حکومت کوي چې د تروریزم لخوا تر ټولو ځپل شوی ولايت دی. هغه وويل: "موږ خوښ يو چې خلک له خپلو پوليسو سره مرسته کوي. په تېرو دوو کلونو کې نه يوازې د ترهګرۍ [ پر وړاندې مبارزه] ښه شوې ده بلکې په عمومي توګه د قانون او نظم وضعيت هم ښه شوی دی."

سميع الله خان مروت، په لکي مروت ولسوالۍ کې د مروت د رفاه سازمان منشي وويل، د هغه سازمان له امنيتي ادارو او پوليسو په مرسته د وزيرستان د بې ځایه شویو خلکو مرسته کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: " د پوليسو د اجرا له امله اوس حالت ډېر ښه شوې دي." "زموږ پوليس همدارنګه له بې ځایه شویو خلکو او په کليو کې د هغوی له کوربنو سره مرسته کوي."

هغه وويل: "موږ په لکي مروت کې په يوه ښوونځی کې د پنځو کورنو کوربه توب وکړو چې په دغه کار کې پوليسو زموږ ساتنه وکړه." "په تېرو دوو کلونو کې په دوو موقعو طالبانو پر بې ځایه شویو خلکو برید وکړ، خو پولیسو د دوی د هڅو مخه ونيوله."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ما د دې پروګرام انتظام کړی وو او په زده کوونکې کې د جويريا په نوم څوک نه وه.

ځواب

زه د زدکوونکو د دغه نوښت په اړه ډېر خوشحاله شوم.

ځواب