امنیت

پاکستان د محرم لپاره امنيت ټينګوي

جاويد خان لخوا

د پېښور مرکزي ښار پولیس افسر محمد طاهر د سپتمبر په ۲۸مه له پولیسو افسرانو او ديني عالمانو سره د محرم د امنیتي تدبیرونو په اړه خبرې اترو کولو لپاره د يوې غونډې مشرتوب کوي. [د خیبر پښتونخوا پولیسو لخوا]

د پېښور مرکزي ښار پولیس افسر محمد طاهر د سپتمبر په ۲۸مه له پولیسو افسرانو او ديني عالمانو سره د محرم د امنیتي تدبیرونو په اړه خبرې اترو کولو لپاره د يوې غونډې مشرتوب کوي. [د خیبر پښتونخوا پولیسو لخوا]

پېښور - پاکستاني چارواکو د امنيت کچه لوړه کړې ده ځکه چې د محرم (د اکتوبر ۳ مه) او عاشوره (د اکتوبر ۱۲ مه) تر منځ کيدی شې چې په سلګونو لاريون او مذهبي غونډې رامنځته شي.

په خیبر پښتونخوا (KP) کې پولیس، لکه څنګه چې په نورو ولايتونو کې، چمتو دي چې په دغه مبارکه مياشت کې پرعبادت ځایونو د ترهګرۍ د بريد مخنيوی وکړي.

د پاکستان د رسنیو له مخې، په ټول ولايت کي له ۴۲۹ څخه زيات لاريون رامنځته کيدو توقع ده، په داسې حال کې چې په امام بارګاهونو کې د ۹۴۰ مجلسونو ( مذهبي غونډې) به د عاشورا په ترڅ کې ترسره شي.

د خېبرپښتونخوا د پولیسو عمومي پلټونکي ناصر خان دراني ته د سپتمبر په ۳۰ مه ټولو سیمه ییزو پولیسو افسرانو، د ولسوالۍ پوليسو افسرانو او د پولیسو نورو لوړ پوړو چارواکو په خپلوسيمو کې د محرم په ترڅ کې د امنيت لپاره د تدابيرو په اړه يو مفصل بريفنګ وړاندې کړو.

دراني پاکستان فارورډ ته وويل، "ټولو افسرانو ته لارښونه وشوه چې په محرم کې د امنيت او همدارنګه مذهبي آهنګۍ يقيني کولو لپاره اغیزمن اقدامات وکړي."

هغه وويل، په خېبرپښتونخوا کې پولیسو د محرم لاريون د لارو په اوږدو کې ۱۲۹ حساس ځايونه په ګوته کړي دي. دوی به په دغه سيمو کې اضافي امنیتي ګامونه پورته کوي. دوی پېښور، کوهاټ، ډېره اسماعيل خان ا هنګو د ډيرو حساسو ولسواليو په توګه په ګوته کړي دي.

دراني وويل: "ټولو افسرانو ته لارښونه وشوه چې دوی دې له [خپلو ګرځنده تیلیفونونو] لارې د ټولو لاريونو ژوندي برېښنايي څارنه يقيني کړي."

هغه وويل، پوليسو امر صادر کړی دی چې د لاريون د لارو او د امام بارګاهونو د ننوتلو د لارو به له بم ډيټکټرو او د بوی راښکونو سپو سره په کلکه لټون وکړې شې.

سربېره پر دې، دراني دا څرګنده کړه چې چارواکي به د نوي یا ناپلان شوي لاريون اجازه ورنه کړي او د دغې پرېکړې سرغړونه کوونکي به محاکمه کړي.

د مذهبي آهنګۍ اهميت

ديني عالمانو او قومي مشرانو په دې وروستيو ورځو کې په پېښور، لاهور، اسلام آباد، کراچۍ، کویټه او نورو ښارونو کې کنفرانسونه جوړ کړ چې د عاشورا چې د سني او شيعه مسلمانانو دواړو لپاره يوه ستره ورځ ده په ترڅ کې د مذهبي توافق او تفاهم په اهميت ټينګار وکړي.

په پېښور کې ديني عالم قاري روح الله مدني او د خېبرپښتونخوا پخوانی ولايتي وزير د اکتوبر په ۱ په پېښور کې په کنفرانس کې وويل: "د عاشورا محرم د ټولو مسلمانانو لپاره ورته اهمیت لري او ټول باید په دې مبارکه مياشت کې د سولې يقيني کولو کې یو رول ولوبوي."

هغه له ټولو مذهبونو مشرانو وغوښتل چې له پوليسو سره د لاريون او نورو غونډو په ترڅ کې د قانون او نظم ساتلو کې مرسته وکړي.

په پېښور کې چارواکو د سپتمبر په آخري اونۍ کې يو شمير غونډې جوړې کړې چې د عاشورا لپاره امنيتي تدابيرو ته حتمي شکل ورکړی.

سنیما او د موسيقۍ سالونونه به د عاشورا پر مهال بند کړی شي. برسېره پر دې، د خیبر پښتونخوا ولسوالۍ حکومتونو د پاکستان پينل کوډ ۱۴۴ برخې د لاندې د موټر سايکلونو پر غبرګ سپرلۍ او د وسلو په نندارتون بنديز ولګوو.

په کوهاټي کې به یو کمانډ پوسټ د ټولو امنيتي ترتيباتو له مرکزي ټکې څخه څارنه کوي.

د پېښور پولیسو د عملیاتو مشرعباس مجید مروت وويل: "ټولو افسرانو ته لارښونه شوي ده چې د محرم په ترڅ کې د مذهبي هم آهنګۍ يقيني کولو لپاره له ديني عالمانو او مشرانو سره اړيکې ونيسې."

پولیس افسرانو امر صادر کړی دی چې د لاریون په ټولو لارو دې ګزمې ترسره کړی شې چې دوی دا يقيني کړي چې آيا د سړک په دواړو غاړو شکمن شيان شته که نه.

لوړ امنیتي عملیات

پولیسو هم د لټون-او-ګوزار عملیات تيز کړي دي او د ولايت مرکز په ټولو کلیوالو، ښار او ښاري سیمو کې په سرکونو باندې د تالاشۍ پوستونه جوړ کړي دي چې د محرم له مخکې شکمن کسان ونیسي.

د ښار د پوليسو مرستيال رييس وحيد پاکستان فارورډ ته وويل: " د اکتوبر په ۲ مه پوليسو د پېښور ښار پر رينګ روډ يو بريد کې ۴۶ تومانچې، اته نيم اتوماتيک ټوپکونه او ۲۴،۰۰۰ د وسلو مرمۍ له يو موټر څخه تر لاسه کړې. کيدای شوه چې دغه موټر د محرم په ترڅ کې د تاوتریخوالي رامنځته کولو لپاره کارول شوی وای."

هغه وويل، پولیسو يو کس نيولی دی او له هغه څخه پوښتنه کوي.

وحيد وويل: "د لټون-او-ګوزار عملیات هم په سيمه کې تر سره کړی شو چې په دغه عملياتو کې موږ دوه جنايتکاران ونيول کوم چې په مختلفو مواردو کې مطلوب وو او همدارنګه ۱۳ تنه شکمن کسان هم ونيول شول."

د ولسوالۍ چارواکو پرمختللې امنيتي تدابير نيولي دي چې دا يقيني کړې چې محرم له څه پیښې پرته تېرشي.

د هنګو ولسوالۍ د پوليسو افسر شاه نظر له مخې، په هنګو کې به بازارونه د محرم په ۹مه او ۱۰مه (اکتوبر ۱۱-۱۲) د امنيت له کبله بند وي او پوليسو اته امام بارګاهونه حساس بللي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "پرته له ۳،۵۰۰ پوليسو، د ملي اردو او فرنټير کور درې ډلګۍ او د ايف سي څلور ډلګۍ به هر يو ولسوالی کې محرم له سولې سره لمانځلو لپاره ګومارل شي."

د نفرت تقريرونو خلاف مبارزه کول

امنيتي تدابير د پاکستان په نورو برخو کې هم تر سره کيږي.

په پنجاب کې، اعلی وزير شهباز شریف په ټول ولايت کې د ټینګ امنيت امر صادر کړی دی او د هغه ټولو کسانو په وړاندې یې ګامونه پورته کړي دي چې د نفرت تقريرونه کوي او د محرم په ترڅ کې د کرکې ډک ادبيات وېشي.

شریف د اکتوبر په ۱ د محرم ترتیباتو ته حتمي شکل ورکولو لپاره په يوه غونډه کې وویل."باید په مبارکه مياشت کې ځانګړي پاملرنه جوماتونو، امامبارګاهونو او د لاريون امنيت ته ورکړل شي."

هغه وويل، د هغه حکومت به په عبادت ځایونو او د لاريون لارو په اوږدو کې د امنيت غفلت و نه زغمي.

د سپتمبر په ۲۸مه د رينجرو په اعلامیه کې ويلی شوي دي چې د سیند رينجر او پوليس هم د امنيت تدابيرو ته حتمي شکل ورکړو چې د سیند ولایت په کراچۍ ښار کې د محرم په ترڅ کې د هر ډول بیړني حالت سره مقابله وکړي.

مشرانو د سولې لپاره د همکارۍ ژمنه وکړه

په پاړه چنار، کرم ايجنسۍ او نورو حساس سيمو کې اردو او پوليټيکل ايډمنسټريشن محرم له سولې سره لمانځلو لپاره د ترتيباتو د برخې په توګه له مشرانو سره غونډه وکړه.

ډګرمن امير محمد خان او د کورم اجنسۍ پوليټیکل اجینټ اکرام الله خان د اکتوبر په ۱ په پاړه چنار کې د مشرانو په يوې جرګې کې ګډون وکړ. په دغه جرګه کې مشرانو د محرم په ترڅ کې د سولې په بشپړه توګه ټینګښت لپاره د ملاتړ ډاډ ورکړ.

همدارنګه د مذهبي هم آهنګۍ څرګندولو او امنيت يقيني کولو لپاره د سني مسلمانانو يوې ډلې په خپله خوښه په ګلګت ولسوالۍ کې د محرم د لاريون د ساتنې پريکړه وکړه.

سربیره پر دې، د بيړني غبرګون ټيمونو به د عاشورا په ترڅ کې چمتو وي.

د ۱۱۲۲ ژغورنې ادارې وياند بلال احمد پاکستان فارورډ ته وويل: "د نورو لويو پېښو په څېر، زموږ ډلې او امبولانسونه به چمتو وي چې د هر ډول بیړني حالت مقابله وکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

وا، ډير ښه، شاندار. خدای مو وبخښه

ځواب