ملګري ملتونه له پاکستان څخه غوښتنه کوي چې ذهني بيمار قاتل ته پهانسي نه ورکوي

ای اي پي

اسلام آباد -- د ملګرو ملتونو (يو اين) کارپوهانو ټیم د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۳ مه) له پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې د پولیسو هغه پخواني افسر ته "غير قانوني پهانسي" نه ورکوي کوم چې په نفسياتي بيمارۍ کې اخته دی.

د هغه حقوقي ټیم وویل، د خضر حيات پهانسي، چې په ۲۰۰۳ کال کې ورته د خپل ملګري د وژلو له کبله د مرګ سزا اورول شوې وه، د شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۲ مه) د ۵۵ کلن د ټاکل شوې پهانسۍ نه يوازې درې ورځې وروسته د پاکستان سپريم کورټ لخوا معطل شوې وه.

اګنيس کيلامارډ، چې د ملګري ملتونو لپاره د غير قانوني سزاګانو کارپوهه ده او کيټلينه ډيونډس، چې د معذورانو د حقوقو ځانګړی استازي ده، په يو بيان کې وويل، "په نفسياتي بيمارو کې اخته کسانو ته د مرګ سزا ورکول څرګندوي چې پاکستان په ښکاره توګه د نړیوالو ژمنو څخه سرغړونه کوي."

د جسټس پروجيکټ پاکستان، چې يوه اين جي او ده او د حيات د کيس څارنه کوي، له مخې، د دوشنبی په ورځ (د جنورۍ په ۱۴ مه) سپريم کورټ به اوريدنه ترسره کوي چې آيا هغه ته پهانسي ورکړي او که نه.

دغه ډلې "په هيواد کې تر ټولو ستر عدالت لخوا په وخت سره د مداخلت هرکلی وکړو چې د ناسم اعدام مخه ونیسي."

د ملګرو ملتونو په وینا، حیات د ۲۰۱۲ کال راهیسې یواځې په توقیف کې ساتل شوی دی.

ملګري ملتونو د حيات ممکنه پهانسي غير قانوني وګڼله ... او ويې ويل چې دا ظالمانه، غیر انساني او سپکه سزا ده. "په دې مقدمه کې، د هغه په دفاع کې هیڅ ثبتونه او شاهدان وړاندې نه کړی شول او د هغه د نفسياتي بيمارۍ په اړه هیڅ ډول پوښتنې ونه شوې."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500