میران شاه -- د پوځ د عامه اړيکو دفتر په يو بيان کې وويل، وسله والو په شمالي وزيرستان کې د سه شنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۲ مه) د پاکستاني پوځ په يو ګاډي ډزې وکړې او دوه سرتیري یې ووژل.
د ډان خبري اژانس له مخې، سيکنډ لفټننټ عبدل معيد او سپاهي بشارت، چې دواړه د ۲۱ کالو وو، په دې پیښه کې ووژل شول.
د دغه بيان له مخې، معيد په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ اکيډمۍ نه فارغ شوی و. بشارت درې کاله وړاندې د پوځ سره یوځای شوی و.
د پوځ ویاند، ميجر جنرل آصف غفور، په يو ټويټ کې وليکل چې قمر جاوید باجوه وویل، "آزادي ويړيا نه ميلاويږي، دې ته د خاورې د زامنو ضرورت وي. دا آزادي، چې نن ترې مونږ خوند اخلو، د داسې ډیرو زړورو سرتيرو له کبله ده. زه خپلو شهیدانو ته سلام پیش کوم."