په ملتان کې د آی ايس آی يو چارواکی ووژل شو

پاکستان فارورډ

ملتان -- ډان خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د اګست په ۹ مه) راپور ورکړو چې نامعلومو برید کونکو په ملتان کې د استخباراتو یو چارواکی په ډزو ووژلو.

پولیسو وويل، د استخباراتي ادارې افسر مهر محمد یاسر منظور د سه شنبې په ورځ (د اګست په ۸ مه) په موټرسایکل روان وو چې وسله والو کسانو د يو روان ګاډي نه په هغه ډزې وکړې.

منظور د آی ايس آی دوهم چارواکی دی چې سږ کال په ملتان کې ووژل شو. پولیسو د مارچ په ۴مه د انسپکټر عمر مبین جيلاني په ګولو سورې لاش موندلی وو. جیلاني په جون ۲۰۱۴ کال کې تښتول شوی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500