بشري حقونه

هیڅوک نه پوهیږي چې د ایران د اخلاقي پولیسو د راستنېدو امر چا وکړو؟

د پاکستان فارورډ لخوا

څارونکي وايي، د ایران زیاتره برخې له تېرو څلورو لسیزو وروسته په بشپړه توګه مختلفې ښکاري کله چې ښځو پرده ماته کړه. [ایران نړېوال]

څارونکي وايي، د ایران زیاتره برخې له تېرو څلورو لسیزو وروسته په بشپړه توګه مختلفې ښکاري کله چې ښځو پرده ماته کړه. [ایران نړېوال]

په ایران کې ​د "اخلاقي پولیسو" په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني له مرګ وروسته په ایران کې د پراخو احتجاجونو په رڼا کې​، د ایران رژیم په لنډمهاله توګه په سړکونو کې د خورا محافظه کار ځواک واکمني پای ته ورسوله.

ډېر ایرانیان وايي چې د هېواد کوڅې په ځانګړي توګه په لویو ښارونو کې د پیژندلو وړ ندي ځکه چې د ډېرو ځوانو میرمنو په ګډون ډېرې میرمنې هره ورځ پرته له حجابه د خپلو کورونو نه وځي.

خو رژیم د جولای په نیمایي کې د ډارونکی پولیسو د بېرته راستنېدو اعلان وکړو ترڅو د لازمي لباس قوانين او ویښتو پټول پلي کړي.

په ښکاره ډول د نورو احتجاجونو د ويرې سره، رژیم په نرمۍ سره کار کوي ځکه چې دا دغه ځواک په تدریجي ډول سړکونو ته بېرته راولي.

د ایران مشهوره اداکاره افسانا بیګان د اداکارۍ او د هېواده د وتلو نه منع شوه او د دوو کالو په بند محکوم شوه کله چې هغې د دولت د ویښتو پټولو د حجاب د حکم څخه سرغړونه وکړه. [ټويټر]

د ایران مشهوره اداکاره افسانا بیګان د اداکارۍ او د هېواده د وتلو نه منع شوه او د دوو کالو په بند محکوم شوه کله چې هغې د دولت د ویښتو پټولو د حجاب د حکم څخه سرغړونه وکړه. [ټويټر]

ایرانۍ اداکاره لیلا بولوکات وروسته له هغې له کار کولو، له هېواده د وتلو او د ټولنیزو رسنیو فعالیت کولو څخه منع شوه کله چې هغې د رژيم د حجاب د اغوستلو څخه انکار وکړو. [ټويټر]

ایرانۍ اداکاره لیلا بولوکات وروسته له هغې له کار کولو، له هېواده د وتلو او د ټولنیزو رسنیو فعالیت کولو څخه منع شوه کله چې هغې د رژيم د حجاب د اغوستلو څخه انکار وکړو. [ټويټر]

د احتجاجونو د ځپلو په ترڅ کې، چې د ښځو په حقونو او آزادۍ يې تمرکز کولو او زياتره ښځو يې مشري کوله، د رژیم امنیتي ځواکونو له ۵۰۰ څخه زیات احتجاج کوونکي ووژل او شاوخوا ۲۰۰۰۰ عام وګړي یې بندیان کړل.

حکومت د انټرنیټ کنکشنونه، ټولنیزې رسنۍ او د پیغام رسولو غوښتنلیکونه هم ګډوډ کړل، حتی د دې کال په پېل کې د احتجاجونو له ختمېدو وروسته هم دغه بندیزونو ته دوام ورکوي.

په څو مواردو کې، د رژیم دننه چارواکي له هغه وخت راهيسې د يو بل سره اختلاف لري کله چې سړکونو ته د اخلاقي پولیسو د راستنېدو پریکړه اعلان شوه.

لکه څنګه چې د جولای په وروستیو کې د ځواک د غړو بیا په ځینو سړکونو کې لیدل پېل شول، د مجلس (ایراني پارلمان) یو نامعلوم غړي وویل چې د دې ځواک شتون به "یوازې د خلکو هڅول وي چې د دولت لخوا پلي شوی د جامو قانون ته غاړه کیږدي".

پایله دا وه چې اخلاقي پولیس به د هغو کسانو د نیولو لپاره چې دوی یې "سرغړونکي" ګڼي سختې طريقې استعمال نه کړي.

په ورته وخت کې، د خورا زيات محافظه کار عدليې مشر غلام حسین محسني اجي، د راپورونو له مخې، د هغو کسانو په اړه د کېسونو د محاکمې لپاره چې د اجباري لباس له قانون څخه سرغړونه کوي د ځانګړو قاضیانو د ټاکلو وړاندیز کړی.

تورونه ردول

د پریکړې په اړه د پراخو نیوکو په ترڅ کې، په رژیم کې دننه مختلفو سکتورونو او شخصیتونو تورونه رد کړي او په ياده پریکړه کې يې د رول لوبولو نه انکار کړی دی.

د تسنیم نیوز په ګډون د سپاه پاسداران اړوند رسنیو ويلي دي چې دا پرېکړه د ایران صدر ابراهیم رئیسي کړې، خو د رئیسي انتظاميې دا خبره رد کړې ده.

د ایران رسنیو د ښځو او کورنیو چارو د مرستیالې انسیه خزالي له قوله وویل چې دا پرېکړه د قانون پلي کوونکو ځواکونو (اېل اي اېف) کړې، نه چې حکومت.

خزالي زیاته کړه چې "له صدر څخه یې داسې امر نه دی اورېدلی".

خو د جولای په ۲۰مه، ایرانۍ ورځپاڼې اعتماد "د ایران د قانون پلي کوونکو ځواکونو سره د لوړ پوړي چارواکي" په حواله وویل چې د قانون پلي کوونکي ځواکونه به هېڅکله پخپله پرېکړه ونه کړي.

دغه چارواکي وویل چې "کوڅو ته د اخلاقي پولیسو ځواکونو د راستنېدو نوښت د صدر [رئیسي] په مستقیم امر سره د ډپټي کمانډر ان چيف او د ملي امنیت د عالي شورا د ډايريکټر په توګه پېل شو."

اعتماد ورځپاڼې د نوم نه ښودلو په شرط د یو چارواکي په حواله هم وویل چې "دا روښانه ده چې ښاغلي [حکومتي چارواکي] د احتمالي زیان څخه د ځان ساتلو لپاره پړه په اېل اي اېف اچوي".

ډېر شنونکي وړاندیز کوي چې رئیسي او د هغه انتظاميې د ټاکنو د موسم په راتلو سره د لازمي حجاب پلي کولو له پریکړې څخه ځان لرې ساتلی دی.

نفسياتي نښې

ډېر نامتو شخصیتونه د ښکاره ویښتو سره په دوامداره توګه د خپلو کورونو نه وځي، په مختلفو مراسمو کې برخه اخلي او د ویښتو پټولو پرته وینا کوي.

د جولای په نیمایي کې، مشهورې اداکارې افسانه بیګان اعلان وکړو چې هغه به له اداکارۍ څخه ريټايره شي ځکه چې هغه د ویښتو د پټولو له امر سره د موافقت کولو نه انکار کوي.

آزاده صمدي او لیلا بولوکات، چې دوه نورې مشهورې اداکارانې دي، هم د دغه امر له منلو څخه انکار کړی دی.

دغه درې مېرمنې د حجابونو پر ځای خولۍ استعمالوي، چې په فلمونو او تلویزونونو کې ورته کار د رژیم له نيوکو پرته ترسره کيږي.

خو عدليې ټولو درېو ښځو ته غير معمولي سزا اورولې ده.

دغه درې واړه د اداکارۍ کولو، د هېواده له وتلو او په ټولنیزو رسنیو کې د فعالیت کولو څخه منع شوي دي. بېګان ته هم د دوو کالو د بند سزا ورکړل شوه.

محکمې بیګان او صمدي دواړو ته امر کړی چې د رواني روغتیا په رسمي مرکز کې د مشورې غونډې ولري ځکه چې هغوی وویل چې دوی د "د ټولنیز شخصیت ضد اختلال" سره مخ دي.

څارونکي وايي، بې ساري سزا د داستان د کنټرول لپاره د رژیم مايوسه هڅې ښیي.

د محکمې په امر د مشاورتي غونډو په جریان کې، څلورو نفسياتي انجمنونو د دغه امر پروړاندې یو ګډ بیان خپور کړی دی.

د دغه بیان په څو ټکو کې، دوی یادونه وکړه چې محکمې چې څه د نفسياتي حالت په توګه بیان کړي، غیر قانع، غیر منطقي او غیر علمي دي.

دوی زیاته کړه چې دا ډول تشخیص باید ارواپوهان ترسره کړي، نه چې قاضیان يې ترسره کړي.

په بیان کې د نفسياتي روغتیا اړوند د "نښو" په کارولو هم نیوکه شوې.

په ورته وخت کې، ډېرو نارینه مشهورو شخصیتونو ویلي چې دوی د لازمي حجاب لپاره د هڅو په جريان کې د خپلو ښځینه ملګرو سره په پیوستون کې ولاړ دي.

په دوی کې یو مشهور لوبغاړی او د ایران د اداکارانو د ټولنې ډايريکټر پیژمان بازغی دی، چې د اداکارانو په ملاتړ یې خبرې کړې دي.

د نامتو شخصیتونو سربېره، نورو مشهورو شخصیتونو د رژيم په لازمي حجاب باندې نیوکه کړې ده.

د وروستیو احتجاجونو له پېل راهیسې، عبدالحمید اسماعیلزاهي، چې د زاهدان په اکثریت سني ښارګوټي کې د جمعې د مانځه امامتي کوي، هره هفته په خپلو خطبو کې د رژیم د مبارزې په طريقو تنقيد کوي.

حکومت همېشه د هرې جمعې په ورځ په زاهدان کې د انټرنیټ کنکشن په سختۍ سره ګډوډ کړی دی.

یو له هغو ټکو څخه چې اسماعیلزاهي، چې د مولوي عبدل حامد په نوم مشهور دی، په خپلو خطبو کې په مکرر ډول بیان کړی دی د ویښتو د پټولو د امر عبثوالى او د حکم د پلي کولو لپاره له خورا سختو لارو څخه کار اخیستل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500