جرم او انصاف

د انټرنېټ روان بندښت د تهران د پاڅون دوامداره وېره په ګوته کوي

د پاکستان فارورډ لخوا

د ایران د پارلمان ګڼ شمېر غړي د قانون له مسودې سره موافق نه دي چې انټرنېټ ته د کاروونکو لاسرسي محدودوي. [فارارو]

د ایران د پارلمان ګڼ شمېر غړي د قانون له مسودې سره موافق نه دي چې انټرنېټ ته د کاروونکو لاسرسي محدودوي. [فارارو]

د ایران په سویل ختیځ سیستان او بلوچستان صوبه کې هره هفته د جمعې د مانځه پر مهال د انټرنېټ ارتباط ګډوډېږي.

څارونکي وايي، د انټرنېټ د بندولو دغه کار، چې په ټول ایران کې لیدل کيږي، د دې ثبوت دی چې د ایران رژیم لاهم​​ په هغه هېواد کې د پاڅون ویره لري چې د سپتمبر په میاشت کې د مهسا امیني د مرګ له امله د رامینځته شوي و​.

د پایلې په توګه، د متحده ایالاتو حکومت په ایران کې د انټرنېټ په سانسور کې د رول له امله د ټیکنالوژۍ په دوو شرکتونو او دوو کسانو بندیز ولګوو.

د امریکا د خزانې وزارت د جون په ۲مه د ایران د ټیکنالوژۍ شرکت "اروان کلاوډ"، د هغې په دوو لوړ پوړي کارکونکو او په متحده عرب اماراتو (UAE) کې مېشت په یو اړوند شرکت د ایراني رژیم د انټرنېټي سانسور په اسانتیا کې د دوی د رول له کبله بنديز ولګوو.

په ایران کې ډېر سټورونه، چې ځینې یې حتی د سافټویر یا کمپیوټر سټورونه نه دي، وي پي اېنونه (VPNs) پلوري. په دې عکس کې ښودل شوې چې پدې وروستيو کې يو سټور چغجۍ او وچه مېوه -- او همدارنګه وي پي اېنونه پلوري -- لکه څنګه چې په کړکۍ کې يې تشهير شوی. [Khabaronline]

په ایران کې ډېر سټورونه، چې ځینې یې حتی د سافټویر یا کمپیوټر سټورونه نه دي، وي پي اېنونه (VPNs) پلوري. په دې عکس کې ښودل شوې چې پدې وروستيو کې يو سټور چغجۍ او وچه مېوه -- او همدارنګه وي پي اېنونه پلوري -- لکه څنګه چې په کړکۍ کې يې تشهير شوی. [Khabaronline]

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت وویل، اروان کلاوډ د ایران د ملي معلوماتي شبکې (NIN) د زیربنا په پراختیا کې لوی رول لوبولی دی. ياده شبکه د هېواد په کچه یو انټرنېټ دی چې د نړېوال انټرنیټ څخه د ایرانیانو د جلا کولو لپاره کارول کیږي.

دغه وزارت وويل، دا شرکت د استخباراتو او امنیت وزارت (MOIS) په ګډون د ایران له استخباراتي خدماتو سره نږدې اړیکې لري.

د ترهګرۍ او مالي استخباراتو لپاره د خزانې وزارت نايب سيکريټري براین اي نیلسن وویل، "معلوماتو ته وړیا او غیر محدوده لاسرسي د ایران په ګډون د ټولو خلکو بنسټیز حق دی."

هغه وویل، "متحده ایالات ژمنه لري چې د هغو کسانو سره حساب کتاب وکړي چې د بیان ازادۍ ته زيان رسوي او د اختلافونو د ځپلو هڅه کوي، او هغه رژیمونه وغندي چې د خپلو اتباعو دا حق ردوي."

ایراني رژیم د ګوګل او بینګ په څېر د لټون انجنونه، لویې ویب پاڼې لکه یوټیوب، او د فېسبوک او ټویټر په شمول ګڼ شمېر د ټولنیزو رسنیو ویب پاڼې د اوږدې مودې راهیسې بندې کړي.

په خپل وروستيو عملياتو کې، ډېرې ویب پاڼې او د فوري پیغام رسولو غوښتنلیکونه فلټر شوي، چې پکې وټس اېپ، ټیلیګرام، سنېپ چېټ، میډیم او انسټاګرام شامل دي. ایرانیانو د بلې هرې ویب پاڼې یا اپلیکیشن په پرتله انسټاګرام ډېر کارولی دی.

په ایران کې د انټرنېټ سانسور تاریخ

د ایران رژیم له ۱۹۹۸ راهيسې په دوامداره توګه په هېواد کې انټرنېټ فلټر کوي، کله چې خلک په لومړي ځل له انټرنېټ سره اشنا شول.

ایران له کلونو راهیسې د انټرنېټ د سانسور په برخه کې د نړۍ تر ټولو ناوړه هېواد دی.

د رژیم د فلټر کولو کار په ځانګړي توګه د عامه ناکرارۍ په وخت کې خورا څرګند دی. ډېر ایراني کاروونکو به په ځینو ویب پاڼو کې موادو ته د لاسرسي لپاره مجازي خصوصي شبکې (VPNs) اخېستل.

په ۲۰۲۱ کال کې، د ایران مجلس (پارلمان) انټرنیټ ته د لاسرسي محدودولو لپاره د یو قانون تصویب کولو په اړه بحث وکړ چې رژیم به وکولی شي په بشپړ ډول هغه څه کنټرول کړي چې کارونکي يې لټون کوي او کومې ویب پاڼې ګوري.

د "سایبر سپېس د ساتنې بل" د "ملي انټرنېټ" غوښتنه کوي -- په اصل کې هغه انټرانېټ چې د حکومت د "قانوني وي پي اېن سکیم" له لارې پلي شوی وي -- چې په هېواد کې هر يو کس به ورته د نړېوال انټرنېټ سره د وصل کېدو لپاره اړتیا ولري.

پدې توګه، کارونکي باید د وي پي اېن اتصال لپاره غوښتنه وکړي، چې دا معنی لري چې حکومت به په خورا لوړه کچه په انټرنېټ کنټرول او نظارت ترلاسه کړي.

ډېر خلک، حتی ځینې سخت دریځه سیاستدانان، د دې بل خلاف دي.

که څه هم د ایران مجلس اوس مهال زیاتره سخت دریځي لري، خو تر اوسه پورې یې دا بل نه دی تصویب کړی -- او نه یې د دې په اړه رایه ورکړې ده.

خو کله چې د خلکو پراخه احتجاجونه -- چې د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب وروسته تر ټولو لوی و -- د سپتمبر په میاشت کې پېل شول، نو حکومت او د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) په ډېر شدت سره د انټرنېټ فلټر کول پېل کړل.

دوی حتی د پیغام رسولو غوښتنلیکونه فلټر کړي چې په تېرو وختونو کې پرې تل بنديز نه ولګول شوی، لکه وټس اېپ او ټیلیګرام.

د وي پي اېن بدلول

د ایران په کرمانشاه کې یو ۴۲ کلن درمل جوړونکي وویل، "زه باید هره میاشت یو نوی وي پي اېن واخلم."

هغه د نوم نه ښودلو په شرط المشارق ته وویل، "ډېر قیمتي وي پي اېنونه خورا پیاوړي دي، خو زه نشم کولی هره میاشت یې واخلم. ځینې وختونه، زه باید په میاشت کې له یو څخه ډېر وي پي اېنونه واخلم، او زه د یو وي پي اېن نه بل ته منتقل کيږم."

ایراني چارواکو نه غوښتل چې د مظاهره چیانو په وړاندې د امنیتي ځواکونو د عملياتو انځورونه نړۍ وویني، نو دوی خپله هڅه وکړه چې د انټرنېټ له لارې د خلکو او ژورنالیستانو لپاره د عکسونو یا ویډیوګانو لیږل ستونزمن کړي.

خو حتی کله چې احتجاجونه کم شول، د انټرنېټ اتصال بېرته بحال نه شو، او تر نن ورځې پورې، انټرنېټ خورا ورو دی او د وي پي اېن پرته کارول يې نږدې ناممکن دي.

د ډېرو راپورونو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې، ایران د انټرنېټ د سانسور لپاره په نړۍ کې دویم نمبر لرلو.

د کامپريټک، چې په انګلستان کې د پیرودونکي پلوه ویب پاڼه ده او داسې معلومات چمتو کوي چې هدف یې د سایبر امنیت او محرمیت ښه کول دي، یو راپور وښودل چې ایران په ۲۰۲۳ کال کې هم د انټرنېټ د سانسور په برخه کې دویم نمبر لري.

اسلامي جمهوریت دغه نمبر له برما، ترکمنستان او متحده عرب اماراتو سره شریکوي.

تهران د "ډي اېن اېس ري ډایریکشن" په کارولو سره د اتباعو انټرنېټ اتصال محدود کړی، چې د دې له لارې به یو کارونکی د ریښتیني پتې پرځای د انټرنېټ پروتوکول (آی پي) پتې سره وصل شي.

ځینې شنونکو د ایران د انټرنېټ د سانسور تخنیکي اړخ د والدینو کنټرول فلټر کولو سیسټم سره پرتله کړی.

حتی په داسې حال کې چې انټرنېټ د اوسط ایرانیانو لپاره ډېر فلټر شوی، چارواکي او دولتي رسنۍ د خپلو پروپيګنډو لپاره د ټویټر او انسټاګرام په آزاده توګه کارولو ته دوام ورکوي.

د وګړو ژوند ګډوډول

په دې وروستیو کلونو کې ایراني اتباع په زیاتیدونکې توګه د مختلفو کاروبارونو د ودې او د محصولاتو د خرڅولو لپاره له انټرنېټ څخه کار اخلي، خو د انټرنېټ له ګډوډۍ سره، ډېر خلک له ستونزو سره مخ شوي.

هغه اتباع چې د کورنۍ غړي یې په بهر کې دي هم د دوی سره په تماس کې د پاتې کېدو لپاره په انټرنېټ تکیه کوي، او اوس د دې خدمت څخه محرومه دي ترڅو چې دوی وي پي اېنونه نه وي اخېستي.

یوې ۶۸ کلنې ایرانۍ میرمنې چې ماشومان یې په استرالیا او کاناډا کې ژوند کوي، وویل، "زه د کورنۍ د غړو سره د اړیکو لپاره چې په بهر کې ژوند کوي ګوګل ميټ کارووم، کوم چې فلټر شوی نه دی."

هغې المشارق ته وویل، حتی د ګوګل میټ سره، تاسو قوي وي پي اېن ته اړتیا لرئ ځکه چې دا یوازې د پیغام رسولو غوښتنلیک خبره نده، ستونزه دا ده چې کنکشن خورا ورو دی‌‌."

"دا څه نه څه کار کوي، که څه هم د تلیفونونو کیفیت تل ښه نه وي، او ډېر وختونه، موږ نشو کولی د ویډیو ځانګړتيا وکاروو ځکه چې زه قيمتي وي پي اېن نلرم."

هغې وویل، "زه هيله لرم چې دوی به د ګوګل میټ فلټر کول هم پېل نه کړي. ګنې نو، څنګه به له خپلو ماشومانو او لمسیانو سره خبرې اترې کوم."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500