امنیت

په تاجکستان کې د متحده آيالاتو په مشرۍ پوځي مشقونه سیمه ییزه همکاري پیاوړې کوي

د پاکستان فارورډ لخوا

د متحده ایالاتو د ملي ګارډ سرتیري او هوایي سرتیري د اګست په ۱۱مه د تاجکستان په دوشنبه کې د سیمه ییزې همکارۍ ۲۰۲۲ په جریان کې د څو ملي ملګرو سره روزنه ترلاسه کوي. [د متحده ایالاتو د پوځ ملي ګارډ]

د متحده ایالاتو د ملي ګارډ سرتیري او هوایي سرتیري د اګست په ۱۱مه د تاجکستان په دوشنبه کې د سیمه ییزې همکارۍ ۲۰۲۲ په جریان کې د څو ملي ملګرو سره روزنه ترلاسه کوي. [د متحده ایالاتو د پوځ ملي ګارډ]

دوشنبه -- د متحده ایالاتو پوځ او د منځنۍ آسیا څو همکارانو په دې هفته کې د تاجکستان په کوربه توب مشقونه پېل کړل چې هدف یې د سیمه ییزې همکارۍ ښه کول دي.

په تاجکستان کې د متحده ايالاتو د سفارت خانې د یو بیان له مخې، سیمه ایزه همکاري ۲۲ (RC 22) پوځي مشقونه، چې د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې (سينټکوم) لخوا تمویل شوي، د چهار شنبې په ورځ (د اګست په ۱۰مه) په دوشنبه کې پېل شول او د اګست تر ۲۰مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د RC 22 د برخې په توګه، د متحده ایالاتو، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان، منګولیا، پاکستان او ازبکستان څخه به ګډونوالان د شپږو ورځو په کمانډ پوسټ مشقونو کې برخه واخلي.

تاجکستان او متحده ایالات به د فخر آباد په روزنیز مرکز کې د دغه مشقونو د پنځه ورځو دوه اړخیزه تمریناتي برخه هم ترسره کړي.

د تاجکستان جمهوریت د وسله والو ځواکونو د ستر مشر لومړی نايب مشر جنرل ميجر خوشبخت میراور د اګست په ۱۰مه په دوشنبه کې د سیمه ییزو همکاریو د ۲۲مې دورې د پېل په مراسمو کې وینا کوي. [د متحده آيالاتو پوځ]

د تاجکستان جمهوریت د وسله والو ځواکونو د ستر مشر لومړی نايب مشر جنرل ميجر خوشبخت میراور د اګست په ۱۰مه په دوشنبه کې د سیمه ییزو همکاریو د ۲۲مې دورې د پېل په مراسمو کې وینا کوي. [د متحده آيالاتو پوځ]

په ياد بیان کې راغلي، "په دې مشق سره به په غیر ګواښونکي چاپیریال کې د پیښو په وړاندې د همغږي کولو، مطابقت لرلو او عکس العمل یو فرصت وړاندې کړل شي."

دا مشقونه د دې لپاره جوړ شوي چې سیمه ایز امنیت او ثبات پياوړي کړي، د ډله ایزو ویجاړونکو وسلو، ترهګریزو عناصرو، او مخدره توکو د مخنیوي لپاره ملي وړتیا او ژمنه زياته کړي، او د نړېوالو سوله ییزو عملیاتو او د معلوماتو په شریکولو کې د سیمه ییزو دفاعي ځواکونو په پراختیا کې مرسته وکړي.

په تاجکستان کې د متحده ایالاتو سفیر جان مارک پومرشیم د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې وویل، "د متحده آيالاتو د پوځ تر ټولو لوی مشق په توګه چې د مرکزي او جنوبي اسیا هېوادونه پکې برخه لري، سیمه ییزه همکاري ۲۲ په دې سیمه کې له خپلو شریکانو سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو بې ساري فرصت دی."

هغه وویل، "دا مشق د اړوندو سیمه ییزو مسلو د حل لپاره د یو فورم په توګه کار کوي، چې پدې کې د نړېوالو چيلنجونو پروړاندې سوله ییز غبرګون، د معلوماتو تبادله او امنیتي همکاري شامله ده."

سیمه ییزه همکاري

برخه اخیستونکي د ۲۰۰۴ کال راهیسې هر کال د دغه مشق کوربه توب کوي، يوازې د ۲۰۲۰ کال نه علاوه چې دغه مشق پکې د کووېډ-۱۹ وبا له امله نه و ترسره شوی.

تېر کال د متحده آيالاتو په مونټانا ایالت کې د ياد کلني مشق کوربه توب کړی و.

په هغه وخت کې د متحده ایالاتو د هوایي ځواک میجر جنرل جان پي هرونیک وویل، "دا زما لپاره په زړه پورې خبره ده چې دا ملګرتيا وينم."

"زه واقعي فکر کوم چې دا یو خورا مهم مشق دی ځکه چې موږ خپل راتلونکي ته ګورو چې څنګه موږ د ملت په توګه وده کوو او څنګه اړیکې رامینځته کوو."

د متحده ایالاتو د سمندري کور ليفټننټ جنرل ریچارډ ویکس، چې په هغه وخت کې د دغه کال د مشقونو مشر پلان جوړونکی و، وويل، "یوه خبره چې سیمه ایزې همکارۍ ما ته ښودلې ده هغه دا ده چې هر يو کس داسې څه وړتیا لري چې بل کس ته یې ښودلی شي، او هر يو کس داسې څه لري چې زده کولو ته يې اړتیا لري."

"هېڅ یو هېواد نه شي کولای چې یوازې په هره سیمه کې معاملات په غوره توګه ترسره کړي، او د سیمه ییزې همکارۍ په څېر مشقونه یقیناً موږ ته اجازه راکوي چې یوځای کار وکړو او د نظرونو تبادله وکړو ترڅو د یو بل له ځواک څخه څه زده کړو."

سږکال دا مشق وروسته له هغې رامنځته شو کله چې تاجکستان او ازبکستان د ازبکستان په ترميز کې ګډ پوځي مشقونه ترسره کړل چې په سیمه کې د نږدې اړیکو یوه بله نښه ده.

د ازبکستان د دفاع وزارت د بیانونو له مخې، د ۲۰۲۲ کال د کامن ویلت مشقونه د اګست له ۴ څخه تر ۱۰ پورې جاري ول.

د وزارت په وینا، دغه مشقونه په عمده توګه د دواړو هېوادونو د پولو څخه د فرضي سرغړونې په مخنيوي باندې متمرکز وو، چې "د مشین ګنونو، ټينکونو، توپخانو او نورو جنګي يونټونو لخوا په دقیقو بریدونو سره ویجاړ شول".

د تاجکستان د دفاع وزیر کرنل جنرل شیرعلي میرزو د اګست په ۹مه تاشکند ته راورسیدو چې له خپل ازبک سیال لفټننټ جنرل قربانوف سره په پوځي مسلو خبرې وکړي.

دغه وزارت وویل، قربانوف "د ازبکستان او تاجکستان جمهوریت ترمنځ پر دوستانه اړیکو ټینګار وکړو" او د اړیکو د زياتې پراختیا په اړه یې "باور څرګند کړو."

دواړو لورو په مختلفو برخو کې، له سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او بشري برخو څخه تر د دفاع او امنیت پورې، د همکارۍ یادونه وکړه او د ازبکستان په ادارو کې يې د تاجکستان د پوځي پرسونلو د روزنې لپاره یو تړون لاسلیک کړو.

امنیتي ملګري

متحده ایالات په منظمه توګه د تاجکستان له وسله والو ځواکونو، پوله ساتونکو او قانون پلي کونکو ادارو سره د پولو د امنیت د ښه کولو او د ترهګرۍ او مخدره موادو د قاچاق په وړاندې د مبارزې په برخه کې مرسته کوي.

دا مرسته نه یوازې د تجربو تبادله ده بلکې پدې کې، د مخابراتو او ټرانسپورټ لپاره د زيربناوو په ګډون، د زیربناوو جوړول او د هارډویر چمتو کول شامل دي.

د ۲۰۲۱ اټکلونو سره سم، د ۱۹۹۲ راهیسې، متحده ایالاتو تاجکستان ته د امنیتي سکټور په برخه کې د ۳۳۰ ملیونه ډالرو (۳.۷ ملیارده تاجکستانۍ سومانۍ) څخه ډېره مرسته کړې ده.

د رحمان په رسمي ويب پاڼه کې د یو بیان له مخې، د سينټکوم قوماندان جنرل مایکل "ایرک" کوریلا د جون په میاشت کې په دوشنبه کې د تاجکستان له صدر امام علي رحمان سره وکتل چې د متحده ایالاتو- تاجک د امنیتي مسلو په اړه خبرې وکړي.

د متحده ایالاتو او تاجکستان استازو د متحده ایالاتو او تاجکستان ترمنځ د اړیکو په احتمالي پراختیا، په ځانګړې توګه په پوځي او امنیتي مسلو، باندې غور وکړو.

دوی دغه راز د سیمه ییزو او نړېوالو حالاتو، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د نشه یي توکو پر قاچاق او نورو نړېوالو جرمونو هم خبرې وکړې.

په تاجکستان کې دغه خبرې اترې وروسته له هغې وشوې کله چې کوریلا د ازبکستان او قزاقستان سره خبرې اترې بشپړې کړې، کوم چې له شوروي اتحاد څخه جلا شوي دوه هیوادونه دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500