امنیت

متحده ایالاتو ژمنه وکړه چې هېڅکله به اجازه ورنکړي چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي

د پاکستان فارورډ لخوا

A B-52H سټراټوفورټریس الوتکه په رنوی باندې د امرونو انتظار کوي. [سينټکوم]

A B-52H سټراټوفورټریس الوتکه په رنوی باندې د امرونو انتظار کوي. [سينټکوم]

یروشلم -- متحده ایالات په خپل انکار باندې ټینګ ولاړ دی او نه غواړي چې ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي.

تېره پنجشنبه (د جولای په ۱۴مه)، کله چې د متحده ايالاتو صدر جوبایډن اسراییلو او سعودي عرب ته سفر وکړو، د متحده آيالاتو حکومت ژمنه وکړه چې "د خپل ملي ځواک له ټولو عناصرو څخه به کار واخلي" ترڅو ایران د اټومي دولت له جوړېدو څخه منع کړي.

د سپینې ماڼۍ د یو بیان له مخې، دې خپل تعهد هم تایید کړ چې "د نورو شریکانو سره به په ګډه د ایران د تیري او بې ثباته کولو فعالیتونو، که په مستقیم ډول پرمختللی وي یا د پراکسيانو او ترهګریزو سازمانونو لکه حزب الله له لارې وي، سره د مقابلې لپاره کار وکړي".

دا اعلان د متحده ایالاتو او اسراییلو د ګډې اعلامیې د یوې برخې په توګه وشو چې تېره هفته بیت المقدس ته د بایډن د دوه ورځني سفر پرمهال لاسلیک شو.

د بایډن وفد د تېرې جمعې په ورځ د ایران اصلي سیمه ییز سیال سعودي عرب ته لاړو.

د ایران کړنې د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې، چې د عمل د ګډ هر اړخیز پلان (JCPOA) په نوم یادیږي، د بیا راژوندي کولو په اړه خبرې اترې​ په ټپه ولاړې دي​ ځکه چې د ایران رژیم د پټو اټومي فعالیتونو او نورو ښکاره سرغړونو سره مخ په وړاندې روان دی.

تړون ته بېرته راستنېدل به پر ایران لګول شوي اقتصادي بندیزونه لرې کړي، او په بدل کې به دا په خپلو اټومي فعالیتونو باندې د لګول شويو محدودیتونو په بشپړه توګه اطاعت وکړي.

د وروستیو موندنو له مخې، ایران بیا هم د خپلو اټومي فعالیتونو په پراخولو سره د موافقې له شرایطو څخه سرغړونې ته دوام ورکړی، او په غیر قانوني مالي فعالیتونو کې د لاس لرلو له لارې یې په پرله پسې ډول د بندیزونو څخه ډډه کړې ده.

نیویارک ټایمز د جون په ۱۶مه راپور ورکړو، په دوحه کې د اټومي موافقې د وروستیو خبرو اترو څخه مخکې، چې د اروپایي اتحادیې د منځګړتوب په مرسته ترسره کيږي، ایران ​​د نتانز اټومي مرکز په جنوب کې یو پراخه تونل جوړوي.

کارپوهانو ورځپاڼې ته وویل، دا اقدام "د تهران تر ټولو لویه هڅه ده چې په غرونو کې يې دومره ژور نوي اټومي تاسیسات جوړ کړي چې دوی کولی شي د بنکرونو ویجاړولو بمونو او سایبري بریدونو په وړاندې مقاومت وکړي."

رویټرز د جون په ۱۷مه د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (IAEA) یو سند حواله ورکړه چې پکې ویل شوي وو چې ایران ​​د یورانیمو غني کول​​ زياتوي او د ځمکې لاندې فورډو مرکز کې د پرمختللي IR-6 سنټرفیوجونو کارولو لپاره تياری کوي چې په آسانۍ سره د بډایه کولو له يوې کچې څخه بلې کچې ته ليږد کولی شي.

د ۲۰۱۵ کال تړون په فورډو کې د یورانیمو غني کولو ته اجازه نه ورکوي.

د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ (USI) هم د جون په ۷مه د IAEA د افشا شوي راپور په حواله وویل چې ایران د غني شوي یورانیمو د هغه مقدار څخه ۱۸ چنده زیات مقدار زیرمه کړی دی چې د ۲۰۱۵ کال د تړون له مخې ورته اجازه ورکړل شوې وه، او دا یې "بې ساري" وبوله.

په دغه راپور کې ویل شوي چې د زیرمو د زیاتوالي مطلب دا دی چې "ایران کولی شي په څو هفتو کې د یو واحد اټومي بم لپاره کافي مواد راټول کړي".

بایډن د پنجشنبې په ورځ په بیت المقدس کې وویل، متحده ایالات به تر نامعلومې مودې پورې د ایران انتطار ونه کړي څو هغه شرايط پوره کړي کوم چې واشنګټن د اټومي موافقې د بېرته راژوندي کولو لپاره ټاکلي دي.

ای اېف پي راپور ورکړو، د دې پوښتنې په ځواب کې چې متحده ایالات د څومره وخت لپاره سفارتي هڅو ته چمتو دی، بایډن وویل چې د هغه انتظاميې د معاملې د بېرته بحالولو لپاره اړین شرایط ټاکلي دي او مونږ به د تهران ځواب ته "د تل لپاره انتظار ونه کړو".

په یوه مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ د اسراییلو چېنل ۱۲ لخوا خپره شوې وه، بایډن وویل چې ایران "د پخوا په پرتله اوس اټومي وسلو ته نږدې شوی". هغه زیاته کړه چې متحده ایالات به ځواک وکاروي چې ايران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو څخه منع کړي، "که دا وروستۍ لاره وي".

سیمه ایزه همغږي

د منځني ختیځ لپاره یو نوې دوره په لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر په ۱۵مه پېل شوه، کله چې متحده عرب امارات (UAE) او بحرین له اسراییلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره تړونونه لاسلیک کړل.

د تړونونو موخه په سیمه کې د لا زیات ثبات راوستل او ​په سيمه کې​د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (IRGC)​​نفوذ کمول دي.

وال سټریټ ژورنال (WSJ) د تیرې سه شنبې په ورځ راپور ورکړو چې د بایډن اداره هڅه کوي چې اسراییل او د هغه عربي ګاونډیان په سیمه ایز هوایي دفاع اتحاد کې شامل کړي چې دغه هېوادونه به د ایران او د هغې د متحدینو له ګواښونو څخه خوندي کړي.

دغه ورځپاڼې د بحرین د یو جګپوړي چارواکي په حواله وویل، اسراییلو موافقه کړې چې په بحرین به بې پیلوټه الوتکې او د بې پیلوټه الوتکو ضد سیسټمونه وپلوري.

د یوې نامعلومې سرچینې په وینا، د اسرایلو د موساد او شین بیت امنیتي خدماتو هم د بحرین د استخباراتو افسرانو ته روزنه ورکوي.

او اسراییل لا دمخه متحده اماراتو ته د مستقیمې مرستې وړاندیز کړی، کوم چې د دې کال په پېل کې په یمن کې د ایران پلوه حوثي وسله والو لخوا د توغندیو بریدونو هدف و.

د WSJ په وینا، تهران ګواښ کړی چې په متحده عرب اماراتو او بحرین به برید وکړي که دوی اسراییلو ته اجازه ورکړي چې په خپلو هېوادونو کې پوځي تاسیسات ځای په ځای کړي.

سعودي عرب هم د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو هدف ګرځیدلی چې پړه یې پر ایران او د هغه پر نیابتي ډلو اچول کیږي. د ۲۰۱۹ په سپتمبر کې د سعودي د تیلو ملي شرکت ارامکو باندې د ایراني بې پیلوټه الوتکې برید په دغه سیمه کې د بې پیلوټه الوتکو د مخ په زیاتیدونکي ګواښ اندیښنې رامنځته کړې.

د اسراییلو او متحده عرب اماراتو، بحرین او مراکش ترمنځ د عادي کولو معاملې دغو هېوادونو ته اجازه ورکړې چې تجارت او پانګه اچونه زیاته کړي، او همدارنګه خپلو پوځي اړیکو ته وده ورکړي.

د مارچ په میاشت کې، د څلورو هېوادونو لوړ پوړو سفارتکارانو، او همدارنګه مصر او متحده ایالاتو، په اسراییل کې یوه تاریخي غونډه پای ته ورسوله چې په کې دوی د همکارۍ د پراختیا ژمنه وکړه.

تېره میاشت اسرائیل او بحرین له یو خلیجي هېواد سره دا ډول لومړی دفاعي تړون لاسلیک کړو. په دې تړون کې استخبارات، تدارکات او ګډې روزنې شاملې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500