اقتصاد

د بلوچستان په کانونو کې تاوتریخوالی د چینایي سرمایه کارۍ په اړه شکایتونه روښانه کوي

د عبدل غني کاکړ لخوا

بلوچ وسله وال د فبرورۍ په میاشت کې. [بلوچ ملتپال پوځ]

بلوچ وسله وال د فبرورۍ په میاشت کې. [بلوچ ملتپال پوځ]

کویټه -- په پرمختیایي پروژو باندې د شکمنو بلوچ اورپکو ډلو له خوا بریدونه په تېره میاشت کې زیات شوي دي، ځکه چې په بلوچستان کې د چین د سرمايه کارۍ په اړه شکایتونه دوام لري.

مشکوکو وسله والو د جون په ۱۴مه کویټې ته نژدې د حبیب الله د سکارو له کان څخه څلور کارګران وتښتول.

د خېبر پښتونخوا او پنجاب څخه په زرګونو کان کیندونکي په بلوچستان کې کار کوي.

د حبيب الله د سکارو کان يو لوړپوړي چارواکي عصمت الله وويل، "د تښتونې مقصد معلوم ندی، خو داسې ښکاري چې په دې پېښه کې ښکېل وسله وال کېدې شي په بلوچستان کې روان پرمختيايي بهير د خپلو ګټو خلاف ګڼي."

د سوداګرۍ اتحادیې فعالان په کویټه کې د مۍ په لومړۍ نېټه د کارګرانو د نړېوالې ورځ د لمانځلو پرمهال شعارونه ورکوي. [بنارس خان/ای اېف پي]

د سوداګرۍ اتحادیې فعالان په کویټه کې د مۍ په لومړۍ نېټه د کارګرانو د نړېوالې ورځ د لمانځلو پرمهال شعارونه ورکوي. [بنارس خان/ای اېف پي]

هغه وويل، "په بلوچستان کې د کانونو په سکتور کې د زرګونو کارګرانو ژوند په صوبه کې د مخ په زياتېدونکي اورپکۍ له امله له ګواښ سره مخ دی."

هغه زیاته کړه، وسله وال په آزادانه توګه د صوبې په لرې پرتو سیمو کې تګ راتګ کوي او د کارکوونکو د وتلو غوښتنه کوي.

"موږ د خپلو برمته شویو کارکونکو د خوندي خلاصون لپاره په تماس کې یو، خو تر دې دمه له موږ سره کوم پرمختګ نه دی شریک شوی."

بلال احمد، چې په کویټه کې یو لوړ پوړی امنیتي چارواکی دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "د ناکراریو د خپرېدو اصلي هدف په صوبه کې د بې باورۍ رامنځته کول او نړۍ ته دا پیغام رسول دي چې دلته د سرمايه کارۍ لپاره وضعیت ښه نه دی.

هغه زیاته کړه، "اورپکي ډلې د صوبې په خرابو سیمو او ناکراره سیمو کې پیسې اخلي."

احمد وویل، "په بلوچستان کې د قانون او نظم بحالول د حکومت لومړیتوب دی. د خلکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره هره هڅه کیږي."

هغه وویل، د کانونو سکتور او د ساختماني شرکتونو کارکوونکي په نښه کیږي ځکه چې د دولت ضد ډلې غواړي دغه زرګونه کارکوونکي له صوبې څخه وتلو ته اړ کړي.

بیجینګ په وروستیو کلونو کې له اسلام آباد سره د څو میلیاردہ ډالرو په ارزښت د بنسټیزو پروژو تړونونه د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیز (سي پېک) د یوې برخې په توګه لاسلیک کړي. سي پېک د چین د جنجالي د بېلټ او سړک نوښت (BRI) یوه پاکستانۍ برخه ده، چې د یو بېلټ یو روډ (OBOR) په نوم هم پیژندل کیږي.

خو دغه تړونونو په ځایي اوسیدونکو کې د چینایي نفوذ په اړه اندیښنې او د شرکتونو د کار کولو په اړه خپګان راپورته کړی دی، په ځانګړي توګه چینایي اتباعو ته د پاکستاني کارکونکو په پرتله ډېرې پيسې ورکول کیږي.

په بلوچستان کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ له امله اندیښنې بلوچ او سندهي وسله وال سازمانونه دې ته هڅولي چې له یو بل سره يو ځای شي، چې لامله یې دا اندیښنه راپورته کیږي چې دغه ګډه ډله به په سیمه کې د تاوتریخوالي فعالیتونه لا نور هم زیات کړي.

د سرچینو لوټمار

ځايي چارواکو پر اسلام آباد تور پورې کړی چې له بهرنیو شرکتونو سره په خبرو کې د بلوچستان حکومت له شاملولو څخه ډډه کوي.

نوابزاده حاجي لشکري رئیساني، چې پخوانی سنېټر او سیاسي مشر دی، وویل، "چینايي شرکتونه له اوږدې مودې راهیسې د وفاقي حکومت په همکارۍ د بلوچستان سرچینې لوټ کوي. که چیرې د بلوچستان اصلي مشرتابه په کې شامل نه وي نو موږ به د بهرنۍ کمپنۍ سره هېڅ ډول معامله ونه منو."

"د لسیزو راهیسې، چینایي شرکتونه زموږ سرچینې لوټ کوي ... خو د بلوچستان حکومت او په ځانګړې توګه خلک په دې ټولو چارو کې له پامه غورځول شوي دي."

هغه زیاته کړه، "تر څو چې په بلوچستان کې د ځمکنیو حقایقو پر بنسټ د وضعیت ښه کولو لپاره ګامونه پورته نه شي، دلته هېڅ بهرنۍ سرمايه کاري د هیچا په ګټه نه شي کېدی."

د نېشنل پارټۍ مشر او د بلوچستان پخواني وزيراعلی عبدالمالک بلوچ وويل، "بهرنيو شرکتونو، په ځانګړې توګه چينايي پانګوالو تر اوسه هغه ژمنې نه دي پوره کړي چې د تړونونو د لاسليکولو پر مهال شوې وې."

هغه وويل، "د چينايي شرکتونو لخوا چې دلته کار کوي د ځايي خلکو لپاره د کار فرصتونو برابرولو او د اړوندو سيمو د پرمختګ په اړه اعلانونه هم د نه پلي کېدو په مانا دي."

"بلوچستان صوبه د طبیعي منابعو څخه ډکه ده -- که د دې وسیلو په اړه لاسلیک شوي تړونونو کې د صوبې مشرتابه شامل نشي، نو بیا به مونږ په دې برخه کې د حکومت پریکړې څنګه ومنو؟"

هغه وویل، په بلوچستان کې د بې ثباتۍ یو اصلي لامل دا دی چې اسلام آباد په چټکۍ سره له بهرنیو پانګوالو سره تړونونه کوي خو د دغو تړونونو اغیزو ته پام نه کوي.

"حتی زما په دوره کې، مرکزي حکومت د چینایي شرکتونو سره د تړونونو په اړه راپورته شویو اندېښنو ته هېڅ پام ونه کړو. که چېرې راپورته شوې اندېښنې په پام کې نیول شوي وې، نو نن به دا حالت نه و."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500