جرم او انصاف

ایراني عمله وروسته له هغه ونيول شوه کله چې د کب نیولو له کښتۍ څخه د ۳۹ ملیونه ډالرو مخدره توکي ونیول شوې

د پاکستان فارورډ لخوا

د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو لخوا لارښود شوي توغندي ویجاړونکي بيړۍ يو اېس اېس مومسن څخه د مخنيوي ټیم د مۍ په ۱۶مه د عمان په خلیج کې د کب نیولو کښتۍ کې سپاره دي.[د متحده آيالاتو سمندري ځواک]

د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو لخوا لارښود شوي توغندي ویجاړونکي بيړۍ يو اېس اېس مومسن څخه د مخنيوي ټیم د مۍ په ۱۶مه د عمان په خلیج کې د کب نیولو کښتۍ کې سپاره دي.[د متحده آيالاتو سمندري ځواک]

د متحده ایالاتو سمندري کښتۍ د سه شنبې په ورځ (د مۍ په ۱۷مه) وویل چې د متحده ایالاتو سمندري کښتۍ د څو ملي سمندري کاري ځواک د یوې برخې په توګه د عمان په خلیج کې په نړېوالو اوبو کې د ایراني عملې لخوا د کب نیولو له کښتۍ څخه د ۳۹ ملیونه ډالرو په ارزښت غیرقانوني مخدره توکي ضبط کړې.

د لارښود توغندي ویجاړونکي بيړۍ يو اېس اېس مومسن، چې د ګډ ملاتړ کاري ځواک ۱۵۰(سي ټي اېف ۱۵۰) په ملاتړ کار کوي، د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې له کښتۍ څخه ۶۴۰ کیلوګرامه میتامفیتامین ضبط کړل.

دغه غيرقانوني نشه يي توکي د نړېوالو قوانينو سره سم د بيرغونو د تصديق کولو په ترڅ کې کشف شوې. نوموړي ټيم يادونه وکړه چې نيول شوي نشه يي توکي او د کب نيولو کښتۍ د متحده آيالاتو په توقيف کې دي.

د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو وویل چې دا کښتۍ په نړېوالو اوبو کې په هغه لاره کې د سفر کولو پرمهال ودرول شوه چې جرمي سازمانونه يې په تاریخي ډول د خلکو، وسلو، مخدره توکو او چارکولو د قاچاق لپاره استعمالوي.

د غیرقانوني مخدره توکو کڅوړې د مۍ په ۱۶مه د لارښود توغندیو ویجاړونکي بيړۍ يو اېس اېس مومسن کې ځای پرځای شوي، وروسته له هغه کله چې دغه توکې د عمان په خلیج کې د کب نیولو کښتۍ څخه ضبط شوې. [د متحده آيالاتو سمندري ځواک]

د غیرقانوني مخدره توکو کڅوړې د مۍ په ۱۶مه د لارښود توغندیو ویجاړونکي بيړۍ يو اېس اېس مومسن کې ځای پرځای شوي، وروسته له هغه کله چې دغه توکې د عمان په خلیج کې د کب نیولو کښتۍ څخه ضبط شوې. [د متحده آيالاتو سمندري ځواک]

د عملې غړو د نیول شويو مخدره توکو له ۶۰ څخه ډېرو کڅوړو د ضايع کولو هڅه وکړه کله چې يو اېس اېس مومسن دغه کښتۍ ته نږدې شوه.

سمندري ځواکونو وویل، د کښتۍ د عملې نهه غړي ځانونه د ایراني اتباعو په توګه وښودل او د بېرته ستنېدو لپاره به سیمه ایز هېواد ته واستول شي.

په سیمه ایزو اوبو او په هوا کې، په ځمکه او سمندري بندرونو کی د نشه یي توکو نيول په منظم ډول د غیرقانونی مخدره موادو په قاچاق کی د ایران او د هغوی د نیابتي ډلو لاس لرل په ډاګه کوي.

سي ټي اېف ۱۵۰ د ۳۴ هېوادونو د ګډ سمندري ځواکونو لاندې د څلورو کاري ځواکونو څخه یو دی چې مرکزي دفتر یې په بحرین کې دی.

نړېوال سمندري ځواک د غیرقانوني سمندري فعالیتونو د موندلو او مخنیوي لپاره سیمه ایز ګشتونه زیات کړي، پداسې حال کې چې سي ټي اېف ۱۵۰ په ۲۰۲۲ کال کې نهه بريالي عمليات ترسره کړل او د ۱۳۰ ملیونه ډالرو په ارزښت يې مخدره توکې ضبط کړې.

د متحده ایالاتو د ساحل ساتونکي بيړۍ د چټک غبرګون کټر د یکشنبې په ورځ د عمان په خلیج کې د کب نیولو له یوې کښتۍ څخه غير قانوني مخدره توکې ضبط کړې چې د اټکل له مخې په بازار کې د ۱۷ ملیونه ډالرو ارزښت لري.

د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو وویل چې USCGC ګلین هاریس ۱۸۲ کیلوګرامه هیروین، ۱۸۲ کیلوګرامه میتامفیتامین، ۲۷ کیلوګرامه امفیتامین ګولۍ او ۵۶۸ کیلوګرامه چرس ونيول.

د می په ۱۲مه، USCGC ایملین تونیل د عمان په خلیج کې د کب نیولو یوه کښتۍ ودروله او د ۱۰۰۰۰ ډالرو په ارزښت میتامفیتامین او چرس یې ونیول.

او د مۍ په ۵ مه، برتانوي کښتۍ اېچ اېم اېس مونټروس د عمان په خلیج کې د کب نیولو له یوې کښتۍ څخه ۹۵ کیلو ګرامه هیروین ضبط کړل چې اټکل شوی ارزښت یې ۴ ملیونه ډالره و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500