دین

جماعت اسلامي پاکستان د بین المذاهب هم آهنګۍ د ودې لپاره له کورونا ويروس وبا څخه کار اخلي

د ضياء الرحمان لخوا

د الخدمت فاونډېشن (ای کی اېف) غړي، چې د جماعت اسلامي پاکستان (جی آی) خیریه څانګه ده، د مارچ په ۳۱ مه په کراچۍ کې د کورونا ويروس پروړاندې د احتیاط په توګه په يو مندر کې د مکروبو ضد سپری کوي. [د جی آی میډیا څانګه]

د الخدمت فاونډېشن (ای کی اېف) غړي، چې د جماعت اسلامي پاکستان (جی آی) خیریه څانګه ده، د مارچ په ۳۱ مه په کراچۍ کې د کورونا ويروس پروړاندې د احتیاط په توګه په يو مندر کې د مکروبو ضد سپری کوي. [د جی آی میډیا څانګه]

کراچۍ -- د جماعت اسلامي پاکستان (جی آی) د کورونا ویروس کړکیچ په جريان کې د بین المذاهب هم آهنګۍ د ودې لپاره نوې لارې لټوي.

د دې هڅې د یوې برخې په توګه، الخدمت فاونډېشن (ای کې اېف)، چې د دغه پارټۍ يوه خیریه څانګه ده، په ټول هیواد کې په جوماتونو، کلیساګانو، مندرونو او ګوردوارونو کې د مرکروبو ضد سپری کولو کې مرسته کوي.

د کراچۍ د جماعت اسلامي ویاند زاهد عسکري وویل، د چهارشنبې (د اپریل لومړۍ نيټه) راهيسې، د الخدمت فاونډېشن رضاکاران د مذهبي ودانیو څخه لیدنه کوي او د مکروبو ضد کیمیاوي توکو سره پرې سپرې کوي.

دا اقدام وروسته له هغې واخيستل شو کله چې د جماعت اسلامي پارټۍ مشر سراج الحق یو ویډیو پیغام خپور کړو او د خپلې پارټۍ رضاکارانو او ځوان فعالینو ته يې لارښوونه وکړه چې د هغه مذهبي اقليتونو او هيجړاګانو پاملرنه وکړي کوم چې د حکومت لخوا د کورونا ویروس د خپریدو د کمولو لپاره د پلي شويو بنديزونو له امله ډیر ځپل شوي دي.

د یو چرچ مخې ته یو بینر، چې د مارچ په ۳۰ مه يې تصوير اخیستل شوی دی، څرګندوي چې په کراچۍ کې ټولې کلیساګانې د کورونا ویروس د وجې د احتیاط په توګه بندې شوي دي. د جماعت اسلامي خیریه څانګې په ټول هیواد کې د جوماتونو، کلیساګانو، مندرونو او ګوردوارو کې د مکروبو ضد سپری کولو يو کمپاين پيل کړی دی. [ضياء الرحمان]

د یو چرچ مخې ته یو بینر، چې د مارچ په ۳۰ مه يې تصوير اخیستل شوی دی، څرګندوي چې په کراچۍ کې ټولې کلیساګانې د کورونا ویروس د وجې د احتیاط په توګه بندې شوي دي. د جماعت اسلامي خیریه څانګې په ټول هیواد کې د جوماتونو، کلیساګانو، مندرونو او ګوردوارو کې د مکروبو ضد سپری کولو يو کمپاين پيل کړی دی. [ضياء الرحمان]

هغه وویل، رضاکارانو په غیر مسلمه ټولنه کې هغه بیوزلو کورنیو ته خواړه ورکړل چې د بنديزونو له امله ځپل شوي دي.

د جی آی له مخې، په کراچۍ او پېښور کې، د هیواد دوه لوی ښارونه، د الخدمت فاونډېشن رضاکارانو د اوو کلیساګانو، پنځو مندرونو او دوو ګوردوارو کې د مکروبو ضد سپری وکړو. جی آی پلان لري چې په نورو ښارونو کې هم برخه واخلي.

د کراچۍ د کلفټن سيمې يو هندو اوسیدونکي راجیش کمار وویل، هغه خوشحاله دی چې د هغه په مندر کې، چیرې چې هغه او د هغه کورنۍ عبادت کوي، د الخدمت فاونډيشن د غړو لخوا د مکروبو ضد سپری شوی دی.

"بحران فرصت برابروي. کمار، چې یو طبيب دی، وويل، د کورونا ویروس خپریدو يوه ستره موقعه برابره کړې چې د مختلفو عقیدو غړي یوځای کړي چې بين الامذاهب هم آهنګۍ ته وده ورکړي او په ګډه د دې وبا سره مبارزه وکړي."

د سکهانو د حقونو د یوې خپلواکې موسسې، د پاکستان د سکهانو شورا، مشر سردار راميش سينګ وويل، د مذهبي اقليتونو د عبادت په ځایونو کې د کورونا ويروس پر ضد سپری کول به په هیواد کې بین المذاهب هم آهنګي نوره هم پياوړي کړي.

سینګ د مارچ په ۲۵ مه د افغانستان په مرکزي ښار کابل کې په یوه ګوردواره باندې د برید یادونه وکړه، چیرې چې له ۱۰۰ څخه زیات سکهان د سهار مانځه لپاره راټول شوي ول، او ويې ويل، دا هڅه په داسې حال کې کیږي چې "د تروريستي ډلو چې د اسلام نوم په غلط توګه کاروي زموږ په عبادت ځایونو باندې ناوړه بریدونه کوي."

داعش د دې قتل عام مسؤلیت په غاړه واخیستو، چې لږ تر لږه ۲۵ کسان په کې وژل شوي ول.

بين المذاهب هم آهنګي

د داعش او تحریک طالبان پاکستان په ګډون وسله والې ډلې په پاکستان او افغانستان کې د مذهبي اقليتونو په نښه کولو تاریخ لري.

که څه هم، پاکستاني چارواکو، د مدني ټولنې ډلو او افرادو د بین المذاهب هم آهنګۍ د ودې لپاره یو لړ نوښتونه پیل کړي دي.

د پاکستان او هند د حکومتونو ترمنځ د دوامداره تاوتریخوالي سربیره، دواړو هیوادونو په تیر نومبر کې موافقه وکړه چې له هندوستان څخه د سکه زيارت کونکو لپاره د کرتار پور دهلیز پرانيزي.دې اقدام زيارت کونکو ته دا وړتیا ورکړه چې د پنجاب صوبې د مقدس ځای څخه لیدنه وکړي چې په ۱۵۲۲ کال کې د سکه مذهب د بنسټ ايښودونکي ګرو نانک دیو لخوا جوړ شوی و.

په تېر سپتمبر کې، په سلګونو مسلمانانو د هندو ټولنې په ملاتړ هغه وخت لاریون وکړو کله چې د سیند صوبې په ګوټکي ضلعه کې یو مندر د ګڼ شمیر خلکو لخوا وروسته له هغې ويجاړ شو کله چې دا افواه خپره شوه چې په دغه سيمه کې د سکول يو هندو پرنسپل د اسلام سپکاوی کړی دی.

د مسلمانو مذهبي مشرانو یوه شپه د ځایي هندو استازو سره په ويجاړ شوي مندر کې تیره کړه، او ځان یې له فساد څخه لرې کړو.

سکهان او نور اقليتي مذهبي ډلې د روژې په مبارکه میاشت کې اکثر روژه لرونکو مسلمانانو ته افطار ورکوي، چې دا یوه اشاره ده چې په پاکستان کې بین المذاهب هم آهنګي په ګوته کوي.

تير کال، د خېبر پښتونخواه په خېبر ضلعه کې يو سکه پلورونکي هغه وخت ستاینه ترلاسه کړه کله چې هغه د روژې په میاشت کې د مسلمانانو لپاره د توکو او خوراکي توکو قیمتونه راکم کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه

ځواب