پېښور-- پوځي مشران وايي، که په پوځي عملیاتو کې د تروریزم سره مبارزه وي او يا په ټوله نړۍ کې د سوله ساتلو ځواکونو په توګه خدمت کول وي، خو د پاکستان پوځ د دې لپاره چمتو دی او مهارت لري.
د پوځ لوی مشر جنرل قمر جاوید باجوه د جنورۍ په ۲۳مه په ملتان چوڼۍ کې د ځواکونو سره د ليدلو په موقع وويل، "د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې زموږ تجربې موږ د جګړې لپاره سخت کړي يو، چې دا په عملیاتي چمتووالي کې يوه اضافه ده."
نوموړي په فاټا او خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد روان عملیاتو کې د ځواکونو د ګډون او "د روايتي جګړې د چيلنجونو شنډولو لپاره د خپل ځانونو په بشپړه توګه د تربيت يافته او چمتو ساتلو، ستاينه وکړه."
باجوه وويل: "زه په دې خبره فخر کوم چې زه د یو زړور او د لوړې کچې مسلکي پوځ مشر يم."
پاکستاني سوله ساتونکي
په پېښور کې يو امنیتي شنونکی او کالم نګار، کرنل (ريټايرډ) جي بي شاه بخاري، وويل: "د پاکستان د پوځ د مهارت او تجربې اندازه د تېرو جګړو او د ضرورت په وخت کې د دوی د پام وړ کار کردګۍ نه لګولی شي."
هغه پاکستان فارورډ ته وويل، د مهارت دا لوړ معیار او د ډيوټۍ احساس د پاکستاني ځواکونو لپاره د ملګرو ملتونو د سوله ساتلو ځواکونو په منځ کې د درناوي وړ مقام وګټو.
پاکستان د ملګرو ملتونو د سوله ساتلو ماموريتونو کې د ګډون يو اوږد تاريخ لري او په دوامداره توګه د سرتېرو ورکوونکو ملتونو کې تر ټولو مخکی دی.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر د جون په مياشت کې په يو راپور کي وويل، د ۱۹۶۰ راهیسې، پاکستان په ۴۱ ماموریتونو کې په ۲۳ هېوادونو کې د ۱۶۰،۰۰۰ نه زيات سرتېري برابرولو کې مرسته کړې ده. د سولې لپاره په دغه مشنونو کې، ۱۴۵ پاکستاني پوځیانو، د ۲۳ افسرانو په ګډون، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د رسمي شمېرنې له مخې، اوس مهال، ۶،۷۷۴ پاکستاني ځواکونه، ۱۰۳ د پاکستان د پوځ کارپوهان او ۲۷۹ پاکستاني پولیس د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې چتر لاندې خدمت کوي.
بخاري وويل: "د سولې ساتلو مشنونو کې د پاکستان د پوځ رول د ولس لپاره د فخر خبره ده او د پوځ ستاينه کيږي."
د ترهګرۍ په وړاندې کاميابۍ
په پېښور کې د امنیتي چارو کارپوه بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه پاکستان فارورډ ته وويل "د پاکستان د پوځ د تروریزم په وړاندې کاميابي نه یوازې د ولس په منځ کې باور رامنځته کړی دی [...] بلکې د نړۍ پام او ستاينه یې هم ترلاسه کړې ده."
د مثال په توګه، د سرتېرو تر تولو زياته ستاينه د امریکې جنرل جان ډبليو نيکولسن، چې په افغانستان کې د ريزالوټ سپورټ مشن کمانډر دی، وکړه. هغه د جنورۍ په ۹مه د باجوه سره په شمالي وزيرستان کې د میرانشاه ليدنه وکړه.
د پوځ د عامه اړيکو دفتر په يو بيان کې وويل، نيکولسن د پاکستاني پوځ د ترهګرۍ ضد کامياب عملیاتو د روان ضرب عضب عملياتو په ګډون ستاينه وکړه.
شاه وويل، د ځواکونو د جذبې سرچينې د کمانډرانو د مشرتوب خاصيتونه دي.
هغه وويل: "دا ښکاره خبره ده چې د پوځ اعلی مشران دې ته ترجيح ورکوي چې دوی دې د [اختر] په تقريباتو کې د ځواکونو سره وي، چې دا د هغوی پيشه ورانه مهارت او د هغوی ترجيحات په ګوته کوي."
قبايلي خلک د پوځ ملاتړ کوي
میډیکل ډاکټر ضمیر شاه چې د خيبر ايجنسۍ په جمرود تحصیل کې پريکټس کوي، وويل، د افراطيت سره مخامخ کيدو او د څو کلونو لپاره د هغې مختلف شکلونه ليدلو نه وروسته، د قبايلو زياتره غړي په مستقبل کې د خپل بقا په اړه شکمن وو.
هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "سوله ايز او وطنپاله قبايلي خلک د ګواښونو سره مخامخ وو، په داسې حال کې چې يو شمېر خلکو په رڼا ورځ د اغوا او د پیسو لپاره د کورنۍ غړو د تښتونې پيښې وليدلې، چې هغوی يې په دې مجبوره کړل چې دوی خپل کورونه پريږدي او خوندي ځایونو ته لاړ شي."
هغه وويل: "زما پنځوس فيصده مريضان د تشدد او ترهګرۍ پېښي ليدلو وروسته په نفسياتي بيمارۍ کې اخته وو."
هغه وويل، اوس، حالت د پاکستاني پوځ د تروریزم ضد عملیاتو له امله ښه شوی دی.
شاه وويل: "موږ قبايلي خلک د قانون نافذ کونکو چې افراطیت يې ختم کړو او زموږ په سيمو کې يې د قانون حاکمیت رامنځته کړو د کاميابۍ نه په مستقیم توګه ګټه پورته کړه."
هغه وويل، د جمرود تر ټولو ځپلې شوي سيمو د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو وروسته ترقې شروع کړو. دغه سيمې د تګ راتګ بندې سيمې وې او په دې کې لاشوره، چپړي، جبه او شهکاس سيمي شامل دي.
هغه وويل: "روټین فعالیتونه په دغه سيمو کې شروع شوي دي او خلک د يرې او ابهام نه بهر راوتلي دي"
هغه وويل: "ټول هغه څه چې ترلاسه شوي دي د امنیتي ځواکونو د قربانۍ او بې مثاله جذبې د وجې دي. دغه ځواکونو يوه سخته جګړه په مهارت او هوډ سره وکړه."
دا یو حقیقت دی چې د پاکستان پوځ ترټولو ښه دی. اميد، حوصله او ايمان د دې بنيادي اصول دي. الله دې په ټولو موجوده او پخواني پوځېانو او نيم پوحي ځواکونو باندې خپل رحمت نازل کړي او په ځانګړي توګه په هغه کسانو باندې کومو چې د خپل هيواد د امنیت لپاره خپل ژوند قربان کړو. د پاکستان د پوځ نه بغير، د پاکستان بقا او سوله ناممکنه خبره ده. آی ايس آی زنده باد، پاک پوځ پاینده باد.
ځوابتبصرې 6
زمونږ د هيواد پوځ ډير زړه ور دی او زه له خپل هيواد سره ډيره زياته مينه کوم. او د الله په فضل سره، زه به هم په پوځ کې شاميليږم. زه ټول پوځ ته سلام کوم.
ځوابتبصرې 6
دا زما خوښ شو.
ځوابتبصرې 6
زه له پاکستان پوځ سره مينه کوم. اې هلکانو زه له تاسو سره مينه کوم. تاسو ډير ښه يئ. آيا تاسو ته پته شته چې د پاکستان پوځ په ټوله نړۍ کې تر ټولو غوره پوځ دی؟ د ټولي نړۍ هيوادونه وايي چې د پاکستان پوځ په نړۍ کې تر ټولو ښه پوځ دی. زه له تاسو سره ډيره زياته مينه کوم.
ځوابتبصرې 6
په اسلام کې تروریزم نشته او نه اسلام د یو بې ګناه کس د وژلو اجازه ورکوي. .يو غير قانوني کار کول په اسلام کې د ګناه نه خالي نه ده.
ځوابتبصرې 6
دا ډیر ښه خبر دی.
ځوابتبصرې 6