تفريح

د وسله والو په وړاندې عمليات د خېبرپښتونخوا سنیما بیا راژوندي کوي

عديل سعيد لخوا

د سنيما مينه وال په پېښور کې د اکتوبر په ۱۹مه سينما ته ننوځي. په ۲۰۱۴ کال کې د وسله والو لخوا پر ولايتي سنیما د بريدونو وروسته په خېبرپښتونخوا کې د لویې پردې تفريح بېرته راځي. [عديل سعید لخوا]

د سنيما مينه وال په پېښور کې د اکتوبر په ۱۹مه سينما ته ننوځي. په ۲۰۱۴ کال کې د وسله والو لخوا پر ولايتي سنیما د بريدونو وروسته په خېبرپښتونخوا کې د لویې پردې تفريح بېرته راځي. [عديل سعید لخوا]

پېښور - په پېښور کې د فلم مينه والو لپاره سنیما ته تلل د ښه وختونو په ياد کې ساتلو لامل جوړشو کله چې مذهبی بنسټ پالانو پر سينما کورونو بريد وکړ او په خیبر پښتونخوا (KP) کې یې د فلم جوړونکو ته ګواښ وکړ. تروریزم د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۴ تر منځ رامنځته شو.

اوس، له سولې د بيا بحالۍ سره او د پوځي ضرب عضب عملیاتو او د وسله والو او د هغوی تسهيل کونکو په وړاندې د امنيتي عملياتو مننه کولو سره په خېبرپښتونخوا کې د فلم صنعت په يو چټک سرعت د راژوندي کيدو نښې ښيي.

پوځ د ۲۰۱۴ کال د جون په مياشت کې په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عمليات پيل کړل. دا نن ورځ هم دوام لري.

د ۲۰۱۴ کال په فبروري مياشت کې د لاسي بم يو لړ بريدونو په پېښور کې شمع سنیما او پکچر هاوس ولرزولو او ۲۰ کسان يې ووژل. دغې حملو يو شمير اوسيدونکي وډارول او هغوی فلم کتل پریښودل.

په خېبرپښتونخوا او په فاټا (د وفاق د انتظام تر لاندې سيمو) کې د ۲۰۰۷ او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ وسله والو د ترهګرۍ واکمنۍ دور کې د فلم جوړونکو، هنرمندانو او سندرغاړو ژوند ته ګواښ وکړ.

تروریزم په لوړه کچه د ځايي فلمونو تولید کم کړو او د فلم مينه وال يې په خېبرپښتونخوا کې د سينما کلتور او د لویې پردې تفريح د راتلونکي په اړه د بې يقينۍ حالت کې واچول.

د ځايي فلم صنعت کې پرمختګ

د صنايعو خاوندان وايي چې په تېرو دوو کلونو کې، که څه هم، وضعيت تر دې پورې یو مثبت شکل اختيار کړی دی.

دپښور د سنیما خاوند، د فلم پروډيوسراو لوبغاړی شاهد خان وايي، اوس په سلګونه فلمونه له ځايي فلم صنعت سره مرسته کوي او خلک د ډار پرته په پښتو، اردو او انګليسي ژبو کې د خپلې خوښې فلمونو ننداره کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: " په امنيتي حالت کې د ښه والي راتللو وروستو زموږ په کاروبار کې د پام وړ پرمختګ راغلی دی، او د سينما سيلانيانو شمېر هره ورځ مخ په زياتېدو دی."

هغه وويل، په ۲۰۱۴ کال کې د پوځي ضرب عضب عملیاتو له پیل مخکې، د خیبر پښتونخوا د فلم کاروبار يوازې شپږ يا اووه فلمونه په کال کې توليد کړي وو چې په کورونو کې به يې ننداره کيدله او دا د غوښتنې يوازې ۳۰ يا۴۰٪ برخه وه.

شاهد وويل: "موږ د خېبرپښتونخوا په ښايسته ځایونو کې پر ایکټرانو او د ټیم په نورو غړیو د بريدونو د ډار له کبله فلمونه جوړول پريښودل."

اوس غمژن انځور د تاريخ برخه ده.

هغه وويل: " په تېرو دوو کلونو کې په خېبرپښتونخوا کې د پښتو فلمونو جوړولو ريکارډي شميره ثبت کړی شوې ده."

هغه وويل، په ۲۰۱۵ کال کې د خیبر پښتونخوا صنعت ۱۶ د پښتو ژبې فلمونه جوړ کړل. سږ کال له په ورته سرعت سره د کار کولو لارې دغه صنعت نهه فلمونه جوړ کړي دي او پلان لري چې د دسمبر له مخکې پنځه فلمونه ريليز کړي.

شاهد وويل: "ترهګرۍ ..... زمونږ په سیمه کې د فلم صنعت ته زيان ورسوو، خو دا ناکامه شوه چې د دې تفريح سرچینه بنده کړی."

هغه وويل، په پېښور کې په وروستیو کلونو کې د سینماګانو شمیر له ۱۵ نه تر ۷ ته رالوېدلې، خو د فلم کلتور روغ رمټ دی او عام خلک د لویې پردې څخه خوند اخلي.

د فلم صنعت حکومتي او خصوصي مرستې ته اړتیا لري

د صنايعو خاوندان د خپل کاروبار پياوړتيا لپاره استدلال کوي.

په پېښور کې د فلم ډايريکټر ارشد خان چې له ۸۰ څخه زيات د پښتو ژبې فلمونه یې جوړ کړي دي پاکستان فارورډ ته وويل، د خېبرپښتونخوا حکومت بايد د فلم په صنعت کې دلچسپي واخلي چې خصوصي سکتور هم رامنځته شي.

هغه وويل: "دغه صنعت د حکومتي ملاتړ ته اړتیا لري، او حکومت بايد د سينما نوي کورونه جوړ کړي چې له نوې ټکنالوژۍ سره سمبال وي."

هغه وويل، د خیبر پښتونخواه حکومت او د فلم مينه وال يو شان اندېښمن دي چې په ولايت کې د فلم د صنعت څخه غفلت کولای شي چې د دغې صنعت ختمولو لامل جوړ شي.

په ټول خېبرپښتونخوا کې پر سنيماګانو د ملکیتونو د کاروبار فشار ښيي -- نه یوازې د تروریزم -- ځکه چې جوړونکي پلورنځۍ جوړوي.

هغه وويل، د ۲۰۰۷ کال راهيسې د خېبرپښتونخوا مردان، نوښار، ايبټ اباد او بنو ولسواليو کې ټولې سينما ګاني د رييل اسټيټ په مقابله کې ختمې شوي دي.

په پېښور کې د خېبرپښتونخوا د کلتوري ژورناليستانو فورم رئیس احتشام طور وويل، چې عام خلک د ترهګرۍ د ماتې له خوا د پرمختګ جرات ترلاسه کړی دی او بېرته سينما ته راځي. د خیبر پښتونخواه حکومت دنده لري چې د فلم او سینما کورونو کیفیت ښه کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د سينما کلتور ډېر روغ رمټ دی او د مذهبي سخت دريځو د ډار له لارې له منځه نه شي وړل کیدی."

"خو،" هغه په دوام وويل: "دا هم د يو سوله ايز چاپيريال، د ټیکنالوجۍ پرمختګ او د خلکو جلب کولو په ځانګړې توګه د نوي نسل لپاره کيفيت کې ښه والي په شکل کې مرستې ته اړتيا لري."

طورو وايي، د خیبر پښتونخوا حکومت بايد د کور ټولو ټولنو (ګاونډ) کې د تفريح برابرولو لپاره سينماګاني جوړي کړي.

سينماګاني ښه تفریح برابروي او په ټولنه کې یو والی راولي

د پېښور يو ښونکی، د سیاسي چارو کارپوه او د سيمې د اصلي کلتور عالم خادم حسین وویل: "سينماګانې د ښه تفريح يوه سرچينه ده، او وسله والو دغه ځايونه په نښه کړل او تباه يې کړل کوم ځاي چې به خلک راټوليدل."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، کلتوري فعاليتونه او تفريحي اسانتياوې د عامه يووالي لپاره ضروري دي.

هغه وويل: "افراطي عناصرو غوښتل چې د خلکو يووالی مات کړي" او له دې امله هغوی د سينما او د فلم جوړونکي په نښه کړل."

هغه وويل: "د سينما کلتور د راژوندي کيدو نښې ښيي، دا يوه ښه نښه ده چې زموږ په ټولنه کې د سولې او ثبات بيابحالي څرګندوي."

حسین پر چارواکو غږ وکړ چې د دغو لاسته راوړنو څخه ګټه پورته کړي او د فلمونو د ښه والي او ډير خلک جذب کولو لپاره قانون، مناسب حکومتي بنسټونه او اکاډیمۍ جوړي کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500