ټولنه

ازبکستان د ازبکي ژبې استعمال عاموي

مکسیم یانیسيېف

یوه نجلۍ د می په ۲۰ مه په تاشکند کې په یوه مغازه کې په ازبکی ژبه کتابونه لټوي.‌ حکومت هیله لري چې په ټول هېواد کې په ازبکي ژبه رواني دود کړي.‌ [مکسیم یانیسیېف]‌

یوه نجلۍ د می په ۲۰ مه په تاشکند کې په یوه مغازه کې په ازبکی ژبه کتابونه لټوي.‌ حکومت هیله لري چې په ټول هېواد کې په ازبکي ژبه رواني دود کړي.‌ [مکسیم یانیسیېف]‌

تاشکند -- داسې هڅې روانې دي چې د ازبکستان هغه اوسېدونکي چې په ازبکي کې روان دي دې ته جوړ کړي چې په ازبکي ژبه رواني ترلاسه کړي.

حکومت هیله لري چې، د ازبکي ژبې لوستل به ځوان سړي او ښځې دې ته برابر کړي چې دا زده کړی چې څنګه په مستقل ډول فکر وکړي او افراطیت رد کړي.‌

دغه خوځښت په داسې وخت کې پیل شوی دی چې ازبکستان هڅه کوي چې سوریې او عراق ته د افراطي شویو اتباعو تګ ودروي.‌ له ۲۰۱۱ کال راهیسې یادو هېوادونو ته په سلګونو ازبکان تللي دي.‌

په عین وخت کې،‌ حکومت باید د هغو وګړو د تنوع په برخه کې چې په هغوی کې ازبکي د هر چا لومړۍ ژبه نه ده،‌ او همدارنګه د شوروي اتحاد د وخت له میراث سره چې ښاري،‌ تعلیم یافته خلکو د ازبکي په نسبت په روسي روانې خبرې کولې مناسب چلند وکړي.‌

یو متنوع ملت

په ازبکستان کې، تنوع په ازبکي ژبه کې رواني په یوه ننګونه باندې اړوي، خو د دغه هېواد ډېر نژادي ګروپونه په سوله کې سره ژوند کوي.

خان وویل، «له ۱۴۰ څخه د ډېرو نژادي ګروپونو خلک دلته اوسېږي. ازبکي رسمي ژبه ده، خو هر څوک مجبور نه دی چې استعمال یې کړي... نورې ژبې لکه روسي اجازه لري چې په رسمي اسنادو کې وکارول شي.»

د تاشکند پوهنتون محصل اوتابېک سلطان خوجایېف سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «ډېر هېوادونه کولی شي چې د ازبکستان مثال تعقیب کړي. ازبک اتباع په ازادانه توګه یو له بله سره په خپلو ژبو خبرې اترې کوي. دا د هغو بېلابېلو افراطیانو د څرګندونو په پام کې نیولو سره چې هڅه کوي چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو تر منځ نفاق رامنځته کړي، ځانګړی اهمیت لري.»

یو نوی پوهنتون

په دې هیله چې په ټول هېواد کې په ازبکي ژبه روانۍ ته وده ورکړي، جمهور رییس اسلام کریموف د می په میاشت کې تصمیم ونیو چې د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنتون جوړ کړي.

په پام کې ده چې دغه پوهنتون په دې سپتمبر کې په تاشکند کې پرانستل شي. د دغه پوهنتون په هدفونو کې دا شامل دي چې ازبک ځوانان د هېوادنۍ مینې او د نړیوالو بشري ارزښتونو په ګاڼه سمبال وروزل شي.

په دغه پوهنتون باندې به د ۱۵مې پېړۍ د یوه شاعر علي شېر نوایي نوم کېښودل شي.

دغه پوهنتون به همدارنګه د هغو ګڼو ازبکي ویونکیو له پاره چې په خواوشا هېوادونو کې موجود دي په دې هیله د لاس رسي د یوه مرکز په توګه کار وکړي چې سیمه ییز ثبات او دوه اړخیز پوهاوی په کې پیاوړی شي.

د بېلابېلو هېوادونو د هغو ازبکانو له ډلې څخه یو شمېر په سوریې کې د امام بخاري د جماعت د غړو په توګه جګړې کوي،‌ په داسې حال کې چې هغه نور چې د ازبکستان د اسلامي حرکت تر چتر لاندې راځي هغوی په پاکستان او افغانستان کې جګړې کوي‌.‌

د تاشکند د سیاسي چارو کارپوه ولیري خان سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل،‌ «د ازبکستان د حکومت د شمېرنو له مخې،‌ نژدې ۲.۸ میلیونه ازبکان په تاجکستان، قرغزستان،‌ قزاقستان او ترکمنستان کې ژوند کوي.»

خان زیاته کړه،‌ «د افغانستان تر اساسي قانون لاندې، په شمال کې چې هلته نژدې ۳ میلیونه ازبک نژاده وګړي ژوند کوي، ازبکي یوه رسمي ژبه ده.‌ دا په منځنۍ اسیا کې د ویونکیو د شمېر په پام کې نیولو سره په روسي پسې دویمه ژبه راځي. ازبکي کېدای شي چې د کلتوري همکارۍ او یوځای کېدنې د یوې وسیلې په حیث کار وکړي.»

د لوړو او ثانوي مسلکی زده کړو د وزارت ویاند جاوخیر خاتموف سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنتون به د ازبکي ژبې د زده کړې له پاره یو واحد اکاډمیک مرکز وګرځي.‌ مونږ له ډېر پخوا راهیسې داسې یوه مرکز ته ضرورت درلود.»

هغه وویل،‌ «یو لوی کار... به دا وی چې ځوانان به د وطن،‌ ملي او نړیوالو بشري ارزښتونو،‌ یوه پراخ نړیوال لید او په مستقل ډول د فکر کولو په احساس سره وروزل شي. »

د عامو خلکو له خوا د پوهنتون د پرانستلو ستاینه

عام خلک په دې خوښ دي چې داسې یو پوهنتون ولري چې د هېواد ژبې ته ځانګړی شوی وي.‌

د تاشکند اوسېدونکې عزیزه جورایووا سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «دا کار باید ډېر پخوا شوی وای.‌ زمونږ هېواد کافي اندازه لیکلي مواد نه خپروي.»

هغې وویل،‌ «که تاسو په انټرنټ کې د ازبکستان برخې ته وګورۍ، تاسو به دا ومومۍ چې د ازبکي په نسبت په روسي ژبه ډېر سایټونه لیدل شوي دي. دا باید ممکنه شي چې ډېر خارجي کتابونه او فلمونه په ازبکي ژبه ترجمه او د لوستلو او لیدلو له پاره وړاندې کړای شي.»

د دې له پاره چې د ازبکي ژبې د کتابونو لوستل پراخ کړای شي، حکومت د می په ۲۶ - ۲۸ مه په ټول هېواد کې د کتابونو یوه مېله ترسره کړه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

موږ باید دا هڅه هم وکړو چې په پاکستان کې پنجابۍ ژبې ته په وده ورکولو کې مرسته وکړو.

ځواب