2022-02-14
افغانانو په ایران کې د کډوالو د جسدونو د غړو له ورکېدلو څخه وروسته د پلټنو غوښتنه وکړه
د قربانیانو د کورنیو غړي ادعا کوي چې، په تېرو ۶ میاشتو کې یواځي له یوې سرحدي دروازې څخه نږدې د ۱۰۰ تنو افغانانو جسدونه را اړول شوي دي چې د ایران په پوځي روغتونونو کې له پاتې کیدو څخه وروسته د اکثرو د بدن مهم غړي پرې شوي وه.