2020-02-20
د پولیو يو قرباني په باجوړ کې د واکسینو د اغيزمنتيا په اړه پوهاوې لوړوي
حضرت ولي شاه، چې په ماشوموالي کې په پوليو ناروغۍ اخته شوی و، په دې وروستیو کې د پوليو واکسین د کارکونکو سره يو ځای شو چې والدین قانع کړي چې د وسله والو د پروپګنډې باوجود خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي.