پاکستاني ځواکونو په کویټه کې ۳ شکمن ترهګر ووژل

پاکستان فارورډ

کويټه -- ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې د بلوچستان صوبې د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) ځواکونو د سه شنبې په ورځ (د نومبر په ۵ مه) د کویټې ضلعې په غبرګ کلي کې د ډزو د تبادلې په دوران کې درې شکمن ترهګر ووژل.

ډزې وروسته له هغې پیل شوې کله چې د يو شکمن ګاډي ډريور د ودرولو امرونه له پامه وغورځول. چارواکو د وژل شويو کسانو نه وسلې او چاودیدونکي توکي ترلاسه کړې.

پولیسو شک لرلو چې دوی افغاني وګړي ول، چې کویټې ته نژدې په کوچلاک کې په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکيل ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500