مقاماتو وويل، لږ تر لږ ۷۴ کسان وروسته له هغه ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول چې د پاکستان په پنجاب صوبه کې د زیارت په ورځ (د اکتوبر په ۳۱ مه) په يو اورګاډي کې چې د کلنۍ تبلیغي اجتماع له تبلیغیانو نه ډک وو، د پخلي ګيس سيلنډرونه وچاوديدل. ځينې کسان هغه وخت مړه شول کله چې دوی د اور نه د تښتيدو لپاره د ډبو نه ټوپونه ووهل.
د پاکستان د ريلوې یو سينير چارواکي علي نواز ای اېف پي ته وویل، کله چې ځینې مسافرو -- چې زياتره هغه تبلیغیان ول چې د پاکستان ترټولو لوی کلنۍ مذهبي غونډې لپاره يې سفر کولو -- ناشته تياروله، نو د هغوی د ګيس دوه سلنډرونه وچاودیدل.
ډیر پاکستانیان د اورګاډي په اوږدو سفرونو کې خواړه ورسره وړي، خو د ګيس سلنډرونه منع دي، او نواز وویل چې د تحقيقاتو امر ورکړل شوی دی.
اور وژونکي د رحیم یار خان ضلعې ته نژدې د پیښې ځای ته ورسیدل چې اور مړ کوي. د ريسکيو کارمندان او پوځ هم لیدل کیدای شي.
د پاکستان د مسافرو اورګاډي د کمې سرمايه کارۍ او د مختلفو ترهګرو ډلو لخوا بمي چاودنو په شان له مختلفو ستونزو سره مخامخ دي. په بلوچستان کې د مارچ په مياشت کې په اورګاډي کې په ریموټ کنټرول بم کې څلور پاکستانیان وژل شوي ول.