پاکستان د دهشت ګردۍ د تمویل په تور لیست کې د شاملیدو خطر لري

ای اېف پي

پيرس -- د کرپشن ضد بین الاقوامی ادارې د جمعې په ورځ (د اکتوبر په ۱۸ مه) خبرداری ورکړ که پاکستان په څلورو مياشتو کې خپله تګلاره بدله نه کړه نو دې د هغه هيوادونو په تور ليسټ کې شامل کيدې شي کوم چې د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ تمویل سره په مبارزه کې پاتې راغلې دي.

جیانګمین لیو، چې د مالي عمل د کاري ځواک (اېف ای ټي اېف) مشر دی، په پيرس کې وویل، "د پاکستان لخوا د دې کمزورو د ختمولو لپاره د لوړې کچې ژمنې سره سره، پاکستان کافي پرمختګ نه دی کړی."

هغه وويل، "که چیرې د فبروري ۲۰۲۰ پورې دغه ملک د پام وړ پرمختګ و نه کړو، نو موږ به په نورو اقداماتو غور وکړو چې په احتمالي توګه دا هیواد په تور لیسټ کې شاملولې شي."

پاکستان د ۲۰۱۸ کال راهيسې د اېف ای ټي اېف په تش په نامه خړ ليسټ کې دی، کله چې دې د ۲۷ اقداماتو "د عمل ليسټ" باندې موافقه وکړه چې په دې هیواد کې د ترهګريزو ډلو لخوا د غیرقانوني پیسو د لیږد مخه ونيسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500