د برتانيې پولیسو الطاف حسین د ترهګرۍ په تور تورن کړو

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

لندن -- سکاټلینډ یارډ د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۰ مه) اعلان وکړ چې د برتانيې پولیسو د پاکستان يو سیاسي جلا وطن شوی کس الطاف حسين د ترهګرۍ د هڅولو په تور وروسته له هغې تورن کړو کله چې هغه په ۲۰۱۶ کال کې په کراچۍ کې پلویانو ته خطاب وکړو او له دې وروسته تاوتريخجن احتجاجونه رامنځته شول.

د متحده قومي مومنټ (ايم کيو ايم)، چې هغه يوه پارټي ده چې يو ځل يې په کراچۍ کې واک کولو، پخوانی مشر الطاف حسين د دغه خطاب له کبله تر اوو کلونو پورې د قيد سره مخامخ دی. پولیسو وویل چې دا ممکنه وه چې دغه بيان د ترهګريزو فعالیتونو لپاره پلويان هڅولې وې یا دا بيان دومره "خطرناک" وو چې احتمالي پایلې به يې رامنځته کړي وې.

تمه کیږي چې هغه به د پنجشنبې په ورځ په لندن کې محکمې ته حاضر شي.

حسين، ۶۶ کلن، په لندن کې تقريباََ د دوو عشرو نه د زياتې مودې راهیسې ژوند کوي او اکثر یې په پاکستان کې خپلو پلویانو ته د خپل کور د ټيلي فون سره د تړل شوي لاوډ سپیکر له لارې خطاب کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500