د ترهګرۍ د تمویل په وړاندې ډله د پاکستان د پرمختګ په اړه ګډ راپور ورکوي

پاکستان فارورډ

اسلام آباد -- د ايشيا پسیفک ګروپ (ای پي جي) لخوا د یکشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۶ مه) يو خپور شوي راپور د پیسو مینځلو او د ترهګرۍ د تمویل په وړاندې مبارزه کې د پاکستان پرمختګ په اړه یوه ګډه تجزيه وړاندې کړه.

ای پي جي د مالي عمل کاري ځواک (اېف ای ټي اېف) يوه سیمه ایزه ډله ده. اېف ټي اېف هغه يوه نړیواله اداره ده چې د ترهګرۍ د تمويل څارنه کوي او په جون کې یې پاکستان په خپل خړ لیسټ کې شامل کړی وو.

د راپور له مخې، پاکستان د ای پي جي په ۴۰ وړاندیزونو کې په څلورو "عمل" نه دی کړې، په ۲۶ وړاندیزونو يې "په جزوي توګه عمل" کړی او په نهو نورو يې "په لویه کچه عمل" کړی دی.

دې هیواد د مالي ادارې د خفيه ساتلو قانون په اړه په یو وړانديز په بشپړه توګه "عمل" کړی دی.

د ای پي جي دا راپور په اکتوبر ۱۳-۱۸ مه په پيرس کې د اېف ای ټي اېف د بیاکتنې غونډې نه یوه هفته وړاندې خپور شو چې دا به وګوري چې ایا پاکستان په خړ لیست کې پاتې شي او که نه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500