امنیتي ځواکونو په کویټه کې د داعش ۶ وسله وال ووژل

پاکستان فارورډ

کویټه - ډان ورځپاڼې راپور ورکړو چې امنیتي ځواکونو د چهار شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۴مه) د کویټې په ختیځ بايي پاس سیمه کې د استخباراتو په اساس په عملیاتو کې د داعش لږ تر لږه ۶ وسله وال ووژل.

د بلوچستان د پولیسو انسپکټر جنرل محسن حسن بټ وویل، په وسله والو کې یوه ښځه هم شامله وه.

هغه وویل چې په دغه عملیاتو کې د بلوچستان د کانسټبلرۍ یو افسر ووژل شو او د صوبې د تروریزم ضد ځواکونو اته تنه غړي ژوبل شول.

دا جګړه تقريباََ د شپږو ګهنټو پورې جاري وه.

یو بل چارواکي ډان ورځپاڼې ته وویل، وسله وال په بلوچستان کې په ګڼ شمير هدفي وژنو او بمي چاودنو کې ښکيل ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500