امریکایي چارواکي: افغانستان باید د داعش لپاره خوندي ځای جوړ نه شي

ای اېف پي

واشنګټن -- د امریکې د دفاع وزارت چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د اګست په ۲۸مه) په واشنګټن کې وویل، طالبان باید دا يقيني کړي چې افغانستان به د افراطیانو لپاره پټنځای جوړ نه شي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک ایسپر خبریالانو ته وویل چې په قطر کې د طالبانو سره خبرې باید دا يقيني کړي چې افغانستان "نور د ترهګرو لپاره خوندي ځای نه دی چې پر متحده ایالاتو برید وکړي."

د ګډو ځواکونو چيرمين جنرل جوزف ډنفورډ وويل، په افغانستان کې د ۱۳،۰۰۰ امریکایی سرتیرو د ایستلو په معاهده کې باید القاعده، داعش او د امریکې لخوا ټاکل شوي تروریستي سازمانونو ته ځای ور نه کړی شي چې هغوی خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

ډنفورډ، چې ایسپر سره ولاړ وو، وویل، "زه اوس وخت د 'وتلو' کلمه نه کاروم."

"موږ به ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان خوندي ځای نه دی، او موږ به په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو لپاره هڅې وکړو."

"زه هره کېدونکې هوکړه داسې ګڼم چې په نتیجه کې به یې مونږ له افغانانو سره مرسته وکړو، نه دا چې قرباني یې کړو."

"کوم څيز ته چې اړتیا ده، هغه د موجوده وضعیت بدلول دي."

"زه فکر کوم چې په مونږ کې کوم کسانو هلته کې کار کړی دی، هغوی له ډیرې مودې راهیسې پوهیږي چې کوم شي ته اړتیا ده، هغه د خبرو اترو له لارې د سولې راوستل دي. موږ د افغانانو لپاره ثبات غواړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500