د ډیلي ټایمز په وینا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د اګست په ۲۹مه) په يو بيان کې وويل، پاکستان د افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د ترهګرو کيمپونو د موقعیت په اړه معلومات په رسمي ډول شریک کړي دي.
په دغه بيان کې راغلي، پاکستان غوښتنه وکړه چې افغانستان په اغیزمنه توګه د پولې امنیت لپاره ځواکونه ځای پر ځای کړي.
د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړه چې افغانستان به هر هغه کار وکړي چې اړین دی.