واشنګټن، ډي سي -- د متحده ایالاتو صدر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۱۹مه) د هند او پاکستان له لومړي وزیرانو سره خبرې وکړې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په کشمیر کې کړکیچونه کم کړي.
ټرمپ ټويټ وکړو، "ما د خپلو دوو ښو ملګرو، د هند وزیر اعظم [ناریندرا] مودي او د پاکستان وزير اعظم [عمران] خان سره د تجارت، ستراتیژیکي همکارۍ او په ځانګړي ډول د هند او پاکستان لپاره خبرې وکړې چې په کشمیر کې د کړکيچ د ختمولو لپاره کار وکړي."
هغه وليکل، "یو سخت وضعیت، خو ښه خبرې!"
د اګست په ۵ مه، نوي ډیلي د کشمير ځانګړې خپلواکي ختم کړه. دې جمو او کشمیر په دوو برخو کې تقسيم کړو او د دوی حیثیت یې په يونين سیمو کې بدل کړو او له پاکستان سره یې شخړه رامنځته کړه.