چارواکو د اپوزیشن مشره مریم نواز ونیوله

پاکستان فارورډ او ای اېف پي

لاهور -- د پاکستان د کرپشن ضد چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د اګست په ۸ مه) په لاهور کې د اپوزيشن مشره مریم نواز شریف ونیوله.

د هغې پلار، میاں محمد نواز شریف، چې درې ځله وزیر اعظم پاتې شوی دی، په ۲۰۱۸ کال کې د کرپشن له کبله اوه کاله د قيد سزا ترلاسه کړه.

کرپشن په پاکستان کې په پراخه کچه شتون لري. د دې پر وړاندې مبارزه د حکومت د هغه کوششونو برخه ده چې د عامو خلکو مايوسي، چې افراطيت ته وده ورکولی شي، ختمه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500