اسلام آباد -- په اسلام آباد کې د متحده ايالاتو سفارت خانې په يو بيان کې وويل، په افغانستان کې د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد د پنجشنبې او جمعې په ورځ (د اګست په لومړۍ او دويمه نيټه) په اسلام آباد کې د پاکستان له مشرانو سره وکتل چې د افغانستان د سولې په پروسه کې په پرمختګونو خبرې اترې وکړي.
خلليزاد د وزير اعظم عمران خان، د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او د پوځ د ستر مشر جنرل قمر جاويد باجوه سره وکتل.
په دغه بيان کې راغلي چې ګډونوالو د سولې په پروسه کې د مثبت پرمختګ او د وضعیت د ښه کولو لپاره د پاکستان لخوا د اضافي ګامونه پورته کولو په اړه خبرې اترې وکړې.