په کویټه کې په يوې چاودنه کې ۵ کسان وژل شوي دي

ای اېف پي

کویټه -- چارواکو وويل، لږ تر لږه پنځه پاکستانيان هغه وخت ووژل شول او د ۲۵ نه زيات ژوبل شول کله چې د سه شنبې په ورځ (د جولای په ۳۰ مه) په کویټه کې يو موټر سايکل د پولیسو د ګاډي سره وجنګيدو او په دغه موټرسايکل باندې نصب شوې ریموټ کنټرول بم وچاوديدو.

د بلوچستان د پولیسو مشر محسن حسن بټ ای اېف پي ته وویل، "د دې برید هدف د پولیسو ګاډې وو، چې د پولیسو د یو مرکز نه بهر ولاړ وو." هغه زياته کړه چې په وژل شويو کسانو کې دوه پوليس افسران شامل ول.

تر دې دمه هيڅ يوې ډلې د دې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500