قريشي په لندن کې په کانفرنس کې د رسنیو د ازادۍ په اړه د پوښتنو سره مخامخ شو

ای ايف پي

لندن -- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي د پنجشنبې په ورځ (د جولای په ۱۱ مه) په لندن کې د رسنیو د آزادۍ په کانفرنس کې د پاکستان د ریکارډ په اړه د چيلنج کيدو نه وروسته وويل چې د ژورنالسټانو "د کنټرولولو په اړه هیڅ امکان" نشته.

د قريشي نه د هغې وروستۍ پريکړې په اړه پوښتنه وشوه چې په نتيجه کې يې د پاکستان درې ټيلي ويژن چينلونه بند شوي ول، ژورنالسټان نيول شوي ول او د سينسرشپ په اړه په خلکو کې اندېښنې رامنځته شوي وې.

هغه کانفرنس ته، چې بريتانيې او کنيډا يې په ګډه کوربه توب کړې وو، وویل "د رسنیو د کنټرولولو یا مخه نيولو په اړه هیڅ امکان نشته."

"د نويو ټولنیزو رسنیو سره ... حتی که تاسو غواړئ چې کنټرول یې ترلاسه کړئ، نو تاسو هیڅ شې نه شئ کنټرولی."

د ژورنالیسټانو د ساتنې کمیټۍ په وینا، پاکستان عموماََ د رسنیو د کارکوونکو لپاره په نړۍ کې ترټولو خطرناک هیواد درجه لري. د ۱۹۹۲ کال راهیسې، ۶۱ خبریالان هلته کې وژل شوي دي.

هلته کې راپور ورکوونکي د حکومات او وسله والو تر فشار او کله نا کله د تشدد سره مخامخ کیږي.

د څارنې نړيواله موسسه بې سرحده خبريالان (آر ايس ايف) په دې هفته کې خبرداری ورکړو چې د اب تک ټيلي ويژن، ۲۴ نيوز او کيپيټل ټي وي نشريات بندول "ناوړه آمرانه رجحانات" په ګوته کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500